Breguet 19
په درې نورو نومونو (Breguet XIX, Br.19 or Bre.19) هم پېژندل کیږي، وړې بم غورزونکې او د کشف لپاره کارېدونکې الوتکې وې، د فرانسې (Breguet Aviation) شرکت له ۱۹۲۴ څخه تولید کړي. جوړونکی یې (Marcel Vuillerme) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۲۲ د مارچ په میاشت کې کړې، بنسټیز کارونکي یې د فرانسې هوایي ځواک وو خو په نورې نړۍ هم پلورل شوې وې، د تولید شوو الوتکو شمېر ۲۷۰۰ دی. په ډېرو جګړو کې یې ډېر انسانان وژلي.
اوږدوالی : ۹.۶۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۸۳ متره
لوړوالی : ۳.۶۹ متره
د وزرو سطحه : ۵۰ متر مربع
پرته له وسایلو وزن : ۱۳۸۷ کیلو ګرامه
د تېلو کچه : ۳۶۵ لیتره
پاور پلنټ Lorraine 12Ed Courlis W-12 liquid-cooled piston engine, 340 kW (450 hp)
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۵۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت: په ساعت کې ۲۱۴ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۸۰۰ کیلو متره
وسله : یوه ویکرس او دوه لیویس ماشیندارې پکې نصب وې، واړه بمونه یې غورزولای شو
دې الوتکو ډېر ډولونه لرل
Br.19.01
د دې الوتکو لمړۍ بېلګه وه کومې چې په کال ۱۹۲۲ د مارچ په میاشتې کې لمړۍ الوتنه وکړه او وروسته د هسپانیا حکومت وپېرلې
Br.19.02 to Br.19.02.011
له تولید څخه وړاندې الوتکه وه کومه چې یوګوسلاویا ته د ارزونې او ازموینې لپاره ولېږل شوه
Br.19 A.2
د دوه سیټونو یا پیلوټانو لپاره ځای لرونکې د کشف الوتکه وه
Br.19 B.2
د دوه پیلوټانو، دوه وزره لرونکې بم غورزونکې الوتکه وه
Br.19 CN.2
د شپې لخوا له نورو الوتکو سره جنګ کوونکی ډول وو، دوه مخکې فیر کېدونکې ماشیندارې هم پکې نصب وې
Br.19 GR
د لرې واټن لپاره جوړې شوې وې او اضافي دتېلو ټانکۍ هم پکې نصب شوې وه
دې الوتکو کې مختلف ډونه ماشینونه کارېدلي وو
د ارجنټینا هوایي ځواک د دې الوتکو (Lorraine-Dietrich ) ډول ۲۵ الوتکې پېرلې وې
د بلجیم حکومت (Br.19 B2s) ډول پېرلی وو خو وروسته یې په بلجیم کې د جواز لاندې (A2s and B2s) تولید کړې. بلجیم تر ۱۹۳۰ پورې وکارولې
بولیویا ۱۰ الوتکې پېرلې وې او د پراګوې سره یې په (Chaco war) جګړه کې وکارولې
د برازیل هوایي ځواک یوازې ۵ الوتکې تر لاسه کړې وې
د چین د (Manchurian) یو ټوپکسالار چې (Zhang Zuolin) نومېده هم د ۷۰ الوتکو غوښتنه کړې وه خو غوښتنه یې ونه منل شوه همداسې د چین مرکزي حکومت د څلور الوتکو غوښتنه کړې وه خو قرارداد یې ونه منل شو. وروسته په کال ۱۹۲۶ کې او یوه الوتکه په کال ۱۹۲۹ کې یاد شوي ټوپکسالار ترلاسه کړې.
کروشیا هم ۴۶ الوتکې لرلې
خپله د فرانسې هوايي ځواک د دې الوتکو مختلف ډولونه په مختلفو لسیزو کې کارولي
ایټالیا یوازې یوه الوتکه د ازموینې لپاره پېرلې وه
د ځینو پخوانیو رسنیو له مخې جاپان یو څو الوتکې تر لاسه کړې وې او وروسته یې د جوړونې جواز تر لاسه کړ
د ایران هوایي ځواک یوازې دوه الوتکې لرلې
ترکې د (Br.19.7s) پنځوس الوتکې او د (Br.19 B2s) ډول شل الوتکې تر لاسه کړې وې
وینزېوېلا ۱۲ پېرلې وې
یوګوسلاویا په کال ۱۹۲۴ کې ۱۰۰ د (Br.19 A2s) ډول تر لاسه کړ خو وروسته یې په نوي شرکت کې د تولید لپاره د جواز غوښتنه وکړه
د شوروي اتحاد هم یوه الوتکه د ازموینې لپاره تر لاسه کړې وه
انګلستان هم یوه د ازموینې لپاره انتقال کړې وه
Comments
So empty here ... leave a comment!