Bristol Beaufighter

د (Bristol Type 156 Beaufighter) په نامه هم پېژندل کیږي، د څو موخو لپاره الوتکه وه، په انګلستان کې د دوېم نړیوالې جګړې پر وخت (Bristol Aeroplane Company) شرکت جوړه کړې. کله یې چې پوځي خدمت پېل کړ نو د شپې لخوا عملیاتو ته مناسبه الوتکه وګڼل شوه. د شپې لخوا د عملیاتو لپاره یې ( Battle of Britain)  جګړې ته انتقال کړې. د غټ وزن له امله یې درندې وسلې انتقالولای شوې, رادار پکې نصب کېدای شو. په استرالیا کې د بیړیو ضد هم وکارېدې چې تر ټولو ښه بېلګه یې د (Battle of the Bismarck Sea) جګړه ده.
 
لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د جولای میاشتې په ۱۷ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۴۰ کال د جولای په ۲۷ نېټه پیل شوې، د ۱۹۶۰ کال د مې په ۱۲ نېټه تقاوت شوي. اساسي کارونکي یې د انګلستان، کاناډا او استرالیا هوایي ځواکونه وو. د ۱۹۴۰ – ۱۹۴۶ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۵۹۲۸ دی. د نیوزلنډ، د جرمني نازیانو او اسرایلوهوایي ځواکونو هم کارولي.
پیلوټان : یو او یو څارونکی
اوږدوالی : ۱۲.۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۷.۶۵ متره
لوړوالی : ۴.۸۴ متره
د وزرو سطحه : ۴۶،۷۳ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۷۰۷۲ کیلو ګرامه
پاور پلټ دوه ماشینونه او هر یو Bristol Hercules 14-cylinder radial engines, 1,600 hp (1,200 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۱۵ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په یوه دقیقه کې ۱۶۰۰ فټه
وسله : په پوز یا څوکه کې څلور ۲۰ اېم اېم (Hispano Mk II cannon ) ماشیندارې، یوه د انعطاف وړ ۷.۷ اېم اېم ماشینداره
دوه بمونه : British 18 inch torpedo or Mark 13 torpedo or
 

Bristol Type 156 Beaufighter ExCC
Bristol Type 156 Beaufighter ExCC By Canadian Forces
Bristol Beaufighter
Bristol Beaufighter By Emoscopes

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons