Bristol Beaufort
د انګلستان په بیړیو بم غورزونکې الوتکه وه، جوړونکی شرکت یی (Bristol Aeroplane Company) دی، د استرالیا د الوتکو د تولید څانګې (Australian government’s Department of Aircraft Production DAP) یې هم ډولونه تولید کړي او د جګړې تر پایه یې کارولي. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د اکتوبر په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې په کال ۱۹۳۹ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Royal Australian Air Force, RAF Coastal Command and Fleet Air Arm) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۱۲۱ دی او تر ۷۰۰ زیاتې استرالیا تولید کړي، د طرحې بنسټ یې له (Bristol Blenheim) الوتکې اخیستل شوی. کاناډا ، نیوزلنډ، سوېلې افریقا او ترکې هم ترلاسه کړې وې.
پیلوټان : له پیلوټانو سره درې کسان
اوږدوالی : ۱۳.۴۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۷.۶۳ متره
لوړوالی : ۴.۳۴ متره
بې وسایلو وزن : ۵۹۴۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۹۶۲۹ کیلو ګرامه
پاور پلنټ دوه ماشینونه یې لرل او هر یو Bristol Taurus II, III, VI, XII or XVI 14-Cylinder sleeve valve radial engine, 1,130 hp (843 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۲۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۱۲۰۰ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۲۰۶ کیلو ګرامه
وسله : ټولې پکې ۹ ویکرز ګو ماشیندارې او برونېنګ ماشیندارې نصب وه
بمونه:
تر ۷۲۸ کیلو ګرامه پورې (Mk XII torpedo) بم، او تر ۹۰۷ کیلو ګرامه پورې بمونه یا ماینونه پکې انتقالیدل
Comments
So empty here ... leave a comment!