British Aerospace Harrier II
د دوېم نسل الوتکه ګڼل کیږي کومه چې په عمودي توګه ناسته او الوتنه کولای شي. مخکې د انګلستان (Royal Air Force) ځواک کاروله خو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ تر منځ د انګلستان سمندري ځواک (Royal Navy) هم وکارولې. دا الوتکې د (Harrier Jump Jet) الوتکو تر ټولو وروستی پر مختللی ډول دی او د طرحې بنسټ یې له پخوانیو (McDonnell Douglas AV-8B Harrier II) الوتکو اخیستل شوی. په ډېرو جګړو کې یې برخه اخیستې په افغانستان، عراق او کوسوو کې هم کارېدلي. په یادو جګړو کې یې دنده د هوا کنټرول تر لاسه کول او د ځمکني پوځ ملاتړ وو خو له دې پرته د کشف لپاره هم کارېدلي.
په ۲۰۱۰ کال کې د بودیجې د کموالي له امله ټولې هریر الوتکې مخکې له وخته تقاوت شوې. د تقاوت په اړه یې تاوده بحثونه هم شوي ځکه چې بله کومه داسې الوتکه نه وه تر څو د هریر الوتکو ځای نیونکې شي خو انګلستان پلان لري چې د متحده ایالتونو (Lockheed Martin F-35 Lightning II) الوتکې د هریر الوتکو ځای نیونکې کړي.
جوړونکي شرکتونه یې (British Aerospace / McDonnell Douglas BAE Systems / Boeing) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۵ کال د اپرېل په ۳۰ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۸۹ کال په ډسمبر کې پیل شوې او د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې تقاوت شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۴۳ وو.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۴.۱۲ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۲۵ متره
لوړوالی : ۳.۵۶ متره
د وزروسطحه : ۲۲.۶ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۵۷۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۷۱۲۳ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Rolls-Royce Pegasus Mk. 105 vectored thrust turbofan, 21,750 lb (96.7 kN)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۰۶۵ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۴۷۱۵ فټه
وسله :
د الوتکې د تنې لاندې دوه (25 mm ADEN cannon pods) ماشیندارې، د مهماتو د نښلونې لپاره ۸ ځایونه لري په کومو چې تر ۳۶۵۰ کیلو ګرام هوزن انتقالولای شي
راکټونه
CRV7 70 mm rockets
SNEB 68 mm rockets
توغندي
AIM-9 Sidewinders
AGM-65 Maverick
بمونه
Paveway series of laser-guided bombs
unguided iron bombs
including 3 kg and 14 kg practice bombs
نور
auxiliary drop tanks
reconnaissance pods
Comments
So empty here ... leave a comment!