Bromoacetone – برومو اسېټون
یو عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې CH3COCH2Br دی، بې رنګه مایع ده، د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کاریږي، د اوښکو بهونې ځانګړنه لري. د نورو عضوي ترکیبونو لپاره پرېکرسر دی – په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب دی چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي. په طبیعي توګه یوازې ۱% پیدا کیږي او د تخمونو له بوي لرونکو غوړو تر لاسه کیږي. په لمړي ځل په ۱۹ پېړۍ کې تشرېح شوی. په مصنوعي توګه هم تولیدیږي. په سوداګریز مارکیټ کې هم موندل کیږي.
د کټلیټیک اسیدو سره د برومین او اسېټون له یو ځای کولو ترلاسه کیږي. لکه د نورو کېټونونو په څېر اسېټون هم د بېزونو یا اسیدو په شتون کې اېنولایز کیږي. که چېرې یو بېز موجود وي نو بروموفارم ترلاسه کیږي.
Hydrogen, H: white
Oxygen, O: red
Bromine, Br: red-brown Image by Jynto