Brown four-eyed opossum – څلور سترګی نصواري اوپوسم

د ډول علمي نوم یې مېتاکیروس نودي کوداتوس (Metachirus nudicaudatus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (rat-tailed opossum) نوم هم اخلي. د امریکا مارسوپیل ده، د دیدېلفیدای کورنۍ (family Didelphidae) غړۍ او د دېدیلفینای له فرعي کورنۍ (subfamily Didelphinae) سره تړاو لري. لکه د نورو مارسوپیل په څېر خېټه کې کڅوړه نلري. نوم یې له رنګ او د سترګو له پاسه کریمي ټاپو څخه اخیستل شوی. له جنوبي مکسیکو تر شمال شرقي ارجنټینا پورې سیمه کې پیدا کیږي. تر ۵۷ سانتي متره (۲۲ انچه) پورې اوږدوالی او ۴۸۰ ګرامه (۱ پونډ) پورې وزن لري. خواړه یې هګۍ، حشرې، واړه حیوانات او میوه ده. اساسا په ځمکه ژوند کوي خو په ونو کې هم ځالې جوړوي.
Sidebar



Share
Hide Buttons