Brown hairy dwarf porcupine – نسواري ببر لنډی شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Coendou vestitus) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ دی. د کولمبیا او وېنزوېلا په اند غرونو کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی او په ونو کې ژوند کوونکی ده. خواړه یې پاڼې او میوې دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | اېرېتیزونتیدای |
فرعي کورنۍ | اېرېتیزونتینای |
نسل | کوېندو |
