Bruna dels Pirineus – برونا دېل سپیرینېوس
د برونا دې لوس پیرینېوس (Bruna de los Pirineos) په نامه هم یادیږي. د هسپانیا د پیرینې غرونو په سوېل ختیځ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په ۱۹ پېړۍ کې د فرانسې د “وال د ارا” سیمې له لارې د سویس نسواري غوییز هسپانیا ته انتقال شوي وو او یاد غوییز له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شوي او پایله کې برونا دېل سپیرینېوس نسل رامنځته شوی. د کتالونیا ۸۰% د غوښې لپاره مارکېټ جوړوي. د غویي د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۴۲ سانتي متره او وزن ۱۰۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د غوا قد تر ۱۴۰ سانتي متره او وزن تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي.
په پیل کې د درې موخو کار، شیدې او غوښې لپاره ساتل کېدل، د ټکنالوجي له ودې سره د دوه موخو غوښې او شیدې غوییز شول خو د شیدو لپاره د نسلونو ودې یوازې د غوښې د مارکېټ غوییز کړل. د اوړي په میاشتو کې په لوړو غرونو کې څرول کیږي.
مخینه
له کومو سیمه ایزو غوییزو یې چې نسل رامنځته شوی اوسمهال نور نشته. له سویس څخه د نسواري غوییزو د واردولو سند د ۱۹۲۲ کال موندل شوی خو داسې شواهد هم شته کوم چې د سویس د نسواري غوییزو شتون په ۱۸۸۰ لسیزه کې ښیي. د یادو غوییزو د واردولو موخه د شیدو او کوچو زیاتول وو.
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د غوښې لپاره شارولې او لیموزین نسلونه د هسپانیا یادې سیمه ته وارد شول خو له غرني چاپېریال او اقلیم سره یې بلدتیا پیدا نه شوه کړای او له همدې امله په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سیمې خلکو پرېکړه وکړه چې د برونا دې لوس پیرینېوس نسل په سیمه کې یوازې د غوښې لپاره وساتي. په ۱۹۹۰ کې یې نسل کې ښه والی رامنځته کړل شو او د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره یې کتاب جوړ کړ. په ۲۰۱۴ کال کې یې شمېر ۱۳۵۴۲ وو او په یاد شمېر کې ۱۲۴۲۱ غواګانې او ۱۱۲۱ سخندر وو.