په نرانو کې د مثل د تولید د سیستم یوه برخه ده. په لمړي ځل په ۱۶۰۰ لسیزه کې (William Cowper) لیکل پرې کړي او له همدې امله ورته (Cowper’s glands) نوم اخلي. کچه یې تقریبا له نخود سره برابره ده. د نر د تناسلي الې په بېخ کې، د یورېترا شاته په (deep perineal pouch) کې واقع وي. د ایکسوکراین سیستم برخه ده، تقریبا ۲.۵ سانتي متره کانالونه پکې وي. کله چې نر د جنسي اړیکې په اوج کې وي یاد مرغړي یو ډول سرېښ لرونکې روښانه او مالګینه مایع تولیدوي، یاده مایع له انزال څخه مخکې یوریترا ته داخلیږي او په یورېترا کې له ادرارو پاتې تیزابیت له منځه وړي تر څو د سپرمو لپاره کانال پاک کړي.