Butana and Kenana cattle – بوتانا او کېنانا غوییز

د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې ساتل کېدونکي نسلونه دي. نسل یې د شیدو لپاره کاریږي. د نسل نوم یې د سوډان د خرطوم له بوتانا سیمې اخیستل شوی. کېنانا نسل یې بیا د سپین او نیله نیل ترمنځ سیمه کې پیدا کیږي.

د پاکستان د سندي او ساهیوال غوییزو په څېر سور رنګ کې وي خو په تنه کې له ساهیوال غوییزو واړه دي. خو د سند له سرو غوییزو سره ډېر توپیر نه لري. ګمان کیږي چې پلرونه یې په منځنیو پېړیو کې له هند څخه سوډان ته انتقال شوي وي. همداسې ګمان کیږي چې وروسته له بوتانا غوییزو د کېنانا نسل اخیستل شوی. کېنانا غوییز چې کله واړه وي رنګ یې سور وي خو بشپړ بلوغ ته له رسېدو وروسته یې رنګ سپین ته بدلیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons