Butterfly – کمبلی یا شاپېرک
د لمړۍ کورنۍ نوم یې پاپیلیونو ایدای (superfamily Papilionoidea) ده. اوسمهال په ۷ کورنیو وېشل شوي په کومو کې چې تقریبا ۱۴۰۰۰ ډولونه شامل دي. په دې کې پتنګ او کمبلی یا شاپېرک دواړه شامل دي کوم چې د حشرو لېپیدوپتېرا (Lepidoptera) ډله جوړوي. کمبلی تقریبا په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. لکه د پتنګ (moth) په څېر یې وزرونه، پښې او بدن په یوه ګرده پوښل شوي او که چېرې لمس شي دا ګرده ورڅخه پاکیږي. د پتنګ برعکس کمبلی په ورز کې فعال وي. له پتنګ سره یې بل توپیر داده چې کلب ته ورته انتن یا ښاخونه لري او کله چې ناست وي خپل وزرونه په عمودي ډول نیسي.
د کمبلي یا شاپېرک ۷ کورنۍ : پیریدای (Pieridae) چې سپین او سلفري رنګ لرونکي یې د پراخې ګډوالۍ له امله پېژندل شوي، پاپیلیونو ایدای (Papilionidae)، لیکای نیدای (Lycaenidae) او نیمفالیدای کورنۍ (Nymphalidae), هیدیلیدای (Hedylidae), هېسپیریدای (Hesperiidae) او ریونیدای (Riodinidae) دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!