Bycatch
د کب نیونې په صنعت کې هغه کب او سمندري ژوي ته وایي چې د کب نیونې پر وخت په غېرې قصدي توګه د نورو کبانو په منځ کې نیول شوی وي، په دې مانا چې د کب نیونکي موخه د کبانو د ځانګړي ډول لپاره وي خو له دې کبانو سره نور ډولونه په غېرې قصدي ډول جال کې ګیر شي. یاده اصطلاح د نورو ژو لپاره هم کاریږي چې د رانیولو پر وخت د ژو ترمنځ په غېرې قصدي ډول نیول شوی وي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا لپاره سازمان دا اصطلاح داسې تعریف کړې : “ټولټال په کب نیونه کې د کبانو مړینه” په دې مړینه کې هغه کبان ندي شامل کوم چې کب نیونکي یې په قصدي توګه نیسي. د زیاتې کب نیونې له امله د کبانو او سمندري ژو نسلونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
![Loggerhead Sea Turtle](https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d7/Loggerhead_Sea_Turtle.jpg/512px-Loggerhead_Sea_Turtle.jpg)