Cabbage white – د کرم سپین کمبلی
په انګریزۍ کې ورته (cabbage butterfly) نوم هم اخلي. د کمبلي د دوه ډولونو لاروا (larva) بچیان دي چې کرم او ورته نبات خوري. وړوکی یا اروپایي ډول چې علمي نوم یې پیریس رپای (Pieris rapae) ده په ۱۸۶۰ کال کې شمالي امریکا ته انتقال شوي او په شمالي امریکا کې یو تر ټولو عام سپین کمبلی ګڼل کیږي. پیریس رپای (Pieris rapae) سپین یا کریمي رنګ وزرونه لري په کوم کې چې تور خاپونه لیدل کیږي؛ خپلې هګۍ یوه یوه په پاڼو باندې اچوي.
دوېم ډول یې پیریس براسیکای (Pieris brassicae) ده چې په اروپا، اسیا او افریقا کې پیدا کیږي. سپین وزرونه لري، په سپینو وزرو کې تور خاپونه او توره پټۍ لري. دواړه ډولونه یې کولای شي په یوه سیمه کې د کرم فصل له منځه ویسي او د کرم لپاره افت ګڼل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!