CAC Wirraway
د استرالیا د هندیانو په ژبه کې یې مانا ننګونه ده، د روزنې لپاره نظامي داسترالیا الوتکه وه، له ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۶ پورې کارېدلې، د طرحې بنسټ یې له (North American NA-16) الوتکې اخیستل شوی، د استرالیا هوایي او سمندري ځواکونو د برید کوونکې او بم غورزونکې په توګه په دوېمه نړیواله جګړه کې د جاپان ضد کارولي خو د روزنې لپاره هم په پراخه کچه تولید شوي.
یادې الوتکې د جاپان یوه الوتکه د ۱۹۴۲ کال د ډسمبر په ۱۲ نېټه نسکوره کړه، لمړی استرالیایانو ګمان کوه چې (Mitsubishi A6M Zero) الوتکه یې نسکوره کړې خو وروسته یې مالومه کړه چې د جاپان (Nakajima Ki-43 Hayabusa) الوتکه ده. په یادې الوتکه کې پیلوټ (Officer John S. “Jack” Archer) وو. له جګړې وروسته یادې الوتکې د یوې لسیزې لپاره د روزونکې الوتکې په توګه وکارېدې.
جوړونکی شرکت یې (Commonwealth Aircraft Corporation) دی، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۳۷ کې کړې، په ۱۹۳۹کې یې کارونه پیل شوې، په کال ۱۹۵۹ کې تقاوت شوي. د ۱۹۳۹–۱۹۴۶ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۷۵۵ دی.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۸.۴۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۱۱ متره
لوړوالی : ۲.۶۶ متره
د وزرو سطحه : ۲۳.۷۶ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۸۱۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۹۹۱ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Pratt & Whitney R-1340 radial engine, 600 hp (450 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۵۴ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۹۵۰ فټ
وسله : دوه (Vickers Mk V machine guns) او یوه (Vickers GO machine gun) ماشینداره، وروسته په پرمختللو ډولونو کې ویکرز نه وې او دوه (Browning AN-M2 machine guns) ماشیندارې پکې نصب وې، دوه د ۲۲۷ کیلو ګرامه او دوه ۱۱۳ کیلو ګرامه بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!