Cairn terrier – کایرن ټېریر

کاري ټېریر سپیان دي، نسل یې په سکاټلنډ کې اخیستل شوی. د اوسني نسلونو رنګ یې کمه اندازه له خپلو پلرونو سره توپیر لري. لنډې پښې، لنډ مخ لري. د مخ شکل یې داسې ده لکه چې تل لوبې او فعالیت کول غواړي. د بدن رنګ یې خړ نیله، قهوي، کم رنګه زېړ او یا نسواري وي. قد یې له ۹.۵ تر ۱۰ انچه (له ۲۴ تر ۲۵ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۶ تر ۶.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Cairn Terrier - 002
Cairn Terrier photo by Bitjungle
Share
Hide Buttons