Campine – کمپین چرګان

اصلي ځای یې د بلجیم په شمال کې کمپین سیمه ده. په بلجیم کې ورته (Kempisch Hoen) نوم اخلي. په انګلستان کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. چرګ یې تر درې کیلو ګرامه او چرګه یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو وزن یې د ۵۷۰ ګرامه پورې رسیږي. په دوه جلا رنګونو کې پیدا کیږي. یو ډول یې سپینو زرو ته ورته سپینه یا سیلوري غاړه او بل رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړه غاړه لري نور بدن یې یا تور او یا هم خړ رنګ کې وي. هره ورځ غټې سپینې هګۍ کوي. ځینې خلک یې د ښکلا او ځینې خلک یې د هګیو خو ډېر کم یې د غوښې لپاره ساتي. په لابراتوار کې د (auto-sexing) لپاره هم کارول شوي.

Campine Golden-Silver
A silver and golden Campine he. Image by Cirasa Giovanni

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons