Can Apple Seeds Kill You? – د مڼې زړي کولای شي تاسې مړه کړي؟

د مڼې زړي زهر لري او که د خوراک پر وخت ېې غاښونه مات کړي نو د انسان دمرګ لامل ګرځي. د مڼې زړي او د هغو بوټو د میوې زړي چې د مڼې سره تړاو لري لکه ناک او کري یا الوبالو په زړو کې ېې امیګدالین (amygdalin)، سیانجینیک ګالیکوسایډ (cyanogenic glycoside) شامل دي د کوم په ترکیب کې چې سیانایډ او بوره موجوده ده. کله چې دا توکي د هاضمې په سیستم کې میټابولایز شي نو کیمیاوي توکي په هایډروجن سیانایډ (HCN) بدلیږي. چې د انسان لپاره زهر ګڼل کیږي او یو ډوز ېې انسان په څو دقیقو کې مړ کولای شي.
که چېرې د مڼې زړي بې ماتولو ژوندي تېر شي نو په مستقیمه توګه د انسان د هاضمې له سیستم څخه وځي او کوم زېان نه رسوي بل دا چې د انسان بدن په کمه کچه (HCN) ته پروسس ورکولای شي او یو څو مات شوي زړي کوم زېان نشي اړولی. که له ۱۵۰ زېات زړي وخوړل شي نو داسې دي لکه زهر چې وخوړل شي. په زړو کې یاد شوي توکي د مڼې له ډول سره هم تړاو لري.
Share
Hide Buttons