Canine – سپی او سپي ته ورته ژوي

د کورنۍ نوم یې کانیدای (family Canidae) ده، په انګریزۍ کې ورته (canid) هم وایي. د سپي، شغال، لیوه او ګیدړو ۳۶ ډولونه دي. په ټوله نړۍ کې شته دي. اوږدې پښې ، ولاړ غوږونه، ببرې لکۍ او اوږده اوربوزونه (muzzles) لري. دا ژوي غوښه خوړونکي (carnivores) او هر څه خوړونکي (omnivores) دي. د نړۍ په ډېرو ژو خپل ځان تغذیه کوي. ځینې یې مردار شوي جسدونه او ګیایي مادې (vegetable matter) هم خوري. ډېر هوښیار دي او په ډېره اسانۍ روزل کیږي. کانین تر ټولو لومړي کورني شوي ژوي ګڼل کیږي خو ورته وخت کې دا ژوي له پخوا تر اوسه د وړۍ لرونکي پوستکي (pelts) لپاره ښکار کیږي. په ډېرو سیمو کې تر اوسه یا ښکار کیږي او یا په دام نیول کیږي خو ځینې ملکونو د دې ژو په لوبو، او ساتنې بندیز لګولی تر څو د دوی ژوند وژغوري.
پرته له استرالیا او انترکتیکا هره لویه وچه د کانین اصلي ځای ده. په استرالیا کې د کانین یو ډول چې د (Canis lupus dingo, or Canis lupus familiaris dingo) په نامه یادیږي یو کس زرګونه کاله وړاندې استرالیا ته انتقال کړی. په نیوزلنډ او ځینې سمندري ټاپو ګانو کې نشته. د نړۍ هره سیمه کې هرو مرو د کانین یو ډول ژوند کوي د بېلګې په توګه د شمالي قطب ګیدړې (Arctic fox) چې علمي نوم یې (Vulpes lagopus) ده د شمالي قطب په تنډرا (tundra) کې ژوند کوي. همداسې وړې زېړې ګېډړې (fennec) د سهارا په صحرا کې ژوند کوي.
کانین په خلاصو شنو سیمو کې ژوند خوښوي. معمولا ټول کانین ښکار کوونکي ګڼل کیږي خو که چېرې ښکار نکوي نو بیا هم غوښه خوړونکي دي. د افریقا ښکار کوونکي سپیان چې علمي نوم یې (Lycaon pictus) ده او د اسیا ډوهل (dhole) چې وحشي سپی (Cuon alpinus) ده یوازې او یوازې غوښه خوړونکي دي مګر ځینې شغالان، راکون سپی (raccoon dog)، ځینې ګیدړې په وړو تی لرونکو برید کوي، مرغان خوري، حشرې خوري، سمندري سخت پوستي حیوانات لکه چنګاښ (crustacean) او داسې نور خوري خو په ورته وخت کې ځینې میوې او سبزۍ هم خوري. د سترګو لید یې اکیوټ (acute) یا له ۹۰° درجې زاویې کم ځای ویني او د بوی حس یې له ټولو تی لرونکو تېز او ښه ده. کوم چې غوښه خوړونکي (carnivorous) دي په ډله ایزه توګه ښکار کوي او کوم چې هرڅه خوړونکي (omnivorous) دي په انفرادي توګه ښکار کوي. غوښه خوړونکي یې په هغو تی لرونکو برید کوي چې له یو سیمې بلې ته ګډوال کیږي او پښې یې او بوټ لرونکي وي لکه د کاناډا ری اېندیر یا د هوسۍ ډول چې کاریبو (caribou) نوم هم ورته اخلي او یا هم انتېلوپ (antelope) چې پسه او وزې ته ورته ژوي دي. د افریقا وحشي سپیان تر ټول زېات ټولنیز چلند لري او کله هم چې نور حیوانات ښکار کوي نو په ډله ایزه توګه پرې برید کوي.
د کانین د اومیندوارۍ موده ۵۱–۸۰ ورځو تر منځ وي او له څلور تر شپږو پورې بچیان زېږوي. په کانین حیواناتو کې تر ټولو زېات بچیان د شمالي قطب ګیدړه زېږوي چې نورمال شمېر یې تر یولسو پورې وي خو ځینې وخت تر ۲۰ زېات بچیان هم زېږوي. د دې کورنۍ واړه ژوي تر یو کال پورې جنسي بلوغ ته رسیږي خو غټ ډولونه لکه لیوه یې تر دوه یا درې کلو عمر څخه مخکې جنسي بلوغ ته نشي رسېدای.
کانین په خپله کې خبرې اترې هم کوي او د خبرو لپاره ډول ډول غږونه لري. له غږ پرته د غوږونو په اشاره، د بدن د وېښتو ځینې برخو په جګولو، د لکۍ په ښورلو او د بدن په خوځښتونو او د غاښونو په ښکاره کولو هم خپلمنځ کې خبرې کوي. کوم چې په ډله کې ګرځي خپلمنځ کې پېچلې رتبې لري او دغه رتبې یې دعمر، جنسي حالت او بلوغیت، فزیکي حالت له مخې ټاکل کیږي. کوم چې په ډله کې ژوند کوي خپل لید او غږ یو بل ته د اخطار لپاره کاروي لکه د خوړو پر وخت غورېدل مګر کوم چې انفرادي ژوند لري غږ د سیمې پر سر د شخړې یا د سیمې د اعلانولو لپاره، د برید کوونکي د دفع یا منع کولو لپاره، د ژوند ملګرې او بچیانو سره د خبرو لپاره کاروي.
Picture By Golden_jackal_small.jpg: The original uploader was Profberger at English Wikipedia.Cuon.alpinus-cut.jpg: en:User:Kalyanvarma (?)Lycaon_pictus_(Temminck,_1820).jpg: Michael GäblerCrab-eating_Fox.JPG: http://www.birdphotos.comMähnenwolf.JPG: Robin MüllerSpeothos_venaticus_Zoo_Praha_2011-5.jpg: KareljKorsak.jpg: MaksimЕнотовидная_собака_Гродно.jpg: Доктор рукиногиBat_eared_fox_Kenya_crop.jpg: *Kenya_August_2010_485.jpg: Joanne Goldbyderivative work: Samsara (talk)Urocyon_cinereoargenteus_grayFox_fullFace.jpg: Dcrjsrderivative work: Mariomassone – This file was derived from:Golden jackal small.jpg:Cuon.alpinus-cut.jpg:Lycaon pictus (Temminck, 1820).jpg:Crab-eating Fox.JPG:Mähnenwolf.JPG:Speothos venaticus Zoo Praha 2011-5.jpg:Korsak.jpg:Енотовидная собака Гродно.jpg:Bat eared fox Kenya crop.jpg:Urocyon cinereoargenteus grayFox fullFace.jpg:, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=23230883

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons