Cape dune mole-rat

د ډول علمي نوم یې (Bathyergus suillus) دی. په باتي اېرجیدای کورنۍ (family Bathyergidae) کې د شخوند وهونکو ډول ده. اصلي ځای یې سوېله افریقا ده. نوم یې د افریقا له ( Cape of Good Hope) سیمې اخیستل شوی. په ټولو بلېسمول یا د افریقا په سارايي موږکانو کې غټ ډول ده. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۷ تر ۳۵ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی تر ۴ سانتي متره پورې رسیږي. وزن یې له ۵۷۰ تر ۱۳۵۰ ګرامه پورې وي. د ښځې وزن یې له ۹۷۰ ګرامه نه زیاتیږي. واښه خوړونکي دي خو پیاز غوټې هم خوري. د ورځې په هر وخت کې فعالیت کوي خو په غرمه کې تر هر وخت زیات فعال وي. له اپرېل تر نومبر پورې د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې تر دوه میاشتو پورې وي او په یو ځل تر شپږو پورې بچیان زېږوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ بتااېرجېډای
نسل باتي اېرګوس
Bathyergus suillus - Museo Civico di Storia Naturale Giacomo Doria - Genoa, Italy - DSC02831
Photo by Daderot
Share
Hide Buttons