Capuchin monkey – کاپوچین بیزو

د سیبوس نسل (genus Cebus) ده، د ساپاژو (sapajou) نوم هم ورته اخلي. د مرکزي او جنوبي امریکا لومړني ژوي دي او له پراګوې تر نیکاراګوا پورې پیدا کیږي. د نوې نړۍ تر ټولو هوښیارې بېزو ګانې دي. ګرد سرونه لري او بدن یې ډېر ځواکمن ده، د لاسونو او پښو ګوتو یې (opposable thumbs) دي په مانا د چې د ورته لاس په یوه ګوته بله ګوته لمس کولای شي، لکۍ یې کش کوونکې (prehensile) ده که خپله لکۍ له کوم توکي تاو کړي کش کولای یې شي. له ۳۰ تر ۵۵ سانتي متره پورې اوږد بدن لري او د لکۍ اوږدوالی یې هم د بدن سره تقریبا برابر وي.
 
کاپوچین په یوه ډله کې ګرځي او ډله کې یې ټولې بیزوګانې چغې وهي یا شور کوي، ډله یې هم له وړو او غټو بیزوګانو جوړه شوې وي. هره بیزو یې په یوه ورځ کې تقریبا ۳ کیلو متره تګ کوي. خواړه یې میوه، سبزۍ او واړه حیوانات دي خو که چېرې خرما پیدا کړي تر هر څه زېاته خرما خوري. د خلکو د جوارو، مالټې، لیمو یا نارنج او نورو خوراکي توکو په باغونو او فصلونو هم برید کوي.
 
د کال په هر وخت کې د مثل تولید کوي خو په جنوبي امریکا کې زېات د مثل تولید په وچ موسم کې کوي. د اومیندوارۍ نېټه یې تر شپږ میاشتو پورې ده او یو بچی زېږوي. له یو یا دوه کاله وروسته د اومیندواره کېدو کوښښ کوي او بچیان یې په درې یا څلور کلنۍ کې بلوغیت ته رسیږي. په ډېره اسانۍ تربیه کیږي. پنځه ډوله لري او په دوه ګروپونو کې وېشل شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons