Carpathian newt – د کارپاتیان غره تریتون
د مونتاندون تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton montandoni) دی. په چېک جمهورېت کې، رومانیا، سلواکیا، پولنډ او یوکراین کې پیدا کیږي. تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په سیندونو، د ګرمو سیمو ځنګلونو، تازه اوبو، ډنډونو، څرځایونو کې ژوند کوي. د ژوند لپاره د چاپېریال د ویجاړېدو له امله یې شمېر کم شوی.
د داسې سیمو تر څنګ ژوند کوي چېرې چې د مثل تولید کولای شي. ډېری وخت د نسکورو شوو ونو لاندې پټ وي. د مثل د تولید موده یې په پسرلي کې ده. په یوه کال کې یې ښځه تر ۲۵۰ پورې هګۍ اچوي. د هګیو د شاربل کېدو موده یې له تودوخې سره تړاو لري او له یوې تر څلورو اونیو پورې په بچیانو بدلیږي. په دولسو اونیو کې یې د لاروای بچیانو بدن بدلون مومي. جنسي بلوغ ته په درې کلونو کې رسیږي.
ښځه یې د نر په پرتله اوږده وي. کوم چې اوبو کې د ژوند پړاو ترسره کوي هوار پوستکی لري او کوم چې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوي پوستکی یې د مرغړیو له امله زیږوالی لري. سر کې یې درې ژورې لارې موجودې وي. د بدن پاسه برخه یې زېړ رنګه نسواري او یا زیتونو ته ورته نسواري رنګ کې وي او د تېز رنګ خالونه پکې وي، د تنې لاندې برخه یې زېړ یا نارنجي رنګ لري. د مثل د تولید په موده کې یې نر د لکۍ له پاسه تاج ته ورته جوړښت پیدا کوي او د لکۍ څوکه کې یې روښانه رنګ پیدا کیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | لیسوتریتون |