Casta cattle – کاستا غوییز
بل نوم یې (Aure et Saint-Girons) دی. په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د فرانسې د غوییزو نسل دی. دوېم نوم یې د دوه سیمو نوم دی : لمړی نوم یې (Aure) د یوې درې نوم دی او دوېم نوم یې (Saint-Girons) د دولتي ادارې د جوړښت نوم دی. د کاستا نوم یې د څېړۍ زړو ته د ورته رنګ څخه اخیستل شوی.
ځانګړنې
معمولا خړ رنګ کې وي خو د څېړۍ د میوې رنګ کې هم شته دي. نري د منځنۍ کچې ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۹۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. په بنسټیزه توګه یې نسل د غوښې لپاره اخیستل کېده خو ځینې خلکو د شیدو او کار لپاره هم ساتل. شیدې یې زیات شحم لري او مخکې یې له شیدو بېتمال (Bethmale) پنیر جوړېده.
مخینه
اصلي ځای یې د فرانسې د پیرنې غریزه سیمه ده. نسل یې دوه سیمو کې دوه مختلف ډولونه لري. په ۱۹۰۰ کال کې یاد نسل ته په رسمي توګه (race bovine d’Aure et de Saint-Girons) وکارول شو او په ۱۹۰۱ کې یې د یادون کتاب جوړ شو. په ۱۹۶۰ لسیزه کې یې نسل له بزادې غوییزو سره دوه رګه شو. تر ۱۹۵۸ پورې یې د نسل د غوییزو شمېر له ۳۰۰۰۰ څخه ۹۰۰۰ ته کم شوی وو، دوېمې نړیوالې جګړې یې نسل بې کچې زیات نور هم کم کړ او تر کال ۱۹۸۳ پورې ټولټال ۷۶ غوییز په ۱۲ فارمونو کې پاتې وو. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او په ۲۰۱۴ کې ټولټال ۴۲۰ غوییز موجود وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!