
په خبرو اترو کې “وکړئ” او “مه کوئ”
وکړئ :
- د بحث له پیل کولو مخکې ځان په دې پوه کړئ چې ولې یې پیل کوې.
- په بحث کې د ستونزې حل ته وخت وقف کول
- په ارام سیده کیناستل او یا ارام درېدل او د سترګو اړیکه ساتل
- د ستونزې له امله د خپل احساس په اړه خبرې کول
- کله چې مقابل کس سمه خبر کوي نو خبر یې تاید یا تصدیق کړئ
- خبرې په ستونزه متمرکزې ساتل او بلې موضوع ته نه تلل
- که چېرې بحث په فزیکي شخړه بدلېدونکی وي په ارام سره واټن اخیستل او ځای پرېښودل
مه کوئ :
- په بې احترامي او برید کوونکي چلند د بحث پیل کول
- بل ته په خبرو کې بد احساس ورکول
- په موضوع د خبرو په ځای په عمومي ډول هر څه کې بل ملامت ښودل
- پخوانۍ نا حل شوې ستونزې بیانول
- پرته له دې چې ستونزه حل شي د بحث په نیمه کې پرېښودل
- د خپل ځان د سلامت او د بل ملامت ښودلو لپاره د نورو خلکو نظرونه بیانول
- په شپه کې بحث کول، یو یا دوه ساعته بحث ته ادامه ورکول...