اروا پوهنه

زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

اروا پوهنه
هر کس غواړي چې هېڅ ځای کې غلط ونه اوسي، هر کس خپل نظر لري، دا اړینه ده چې تاسې خپل زهن په دې پوه کړئ چې تاسې په ریښتیا پوهیږئ او که فکر کوئ چې پوه یاستئ. کله چې یو انسان زهن کې د خپل نظر تصدیق کول په نورو تپل غواړي نو فکر کوي چې پوهیږي او په دې چلند دوه چارې کول غواړي لمړی دا چې امتیاز ترلاسه کول غواړي، یا د بل غلط ثابتول غواړي. ډېری خلک دا چلند له ۲۰ کلنۍ پس بدلوي او خپل زهن ته وده ورکوي خو ځینې وروسته پاتې ملتونو کې بیا د ملتونو ډېری وګړي هماغسې لوی ماشومان پاتې کیږي او دا لوی ماشومان تر هر چا پوه او په هر څه پوه وي. لویو ماشومانو ته که تاسې په پوهه یو څه ثابت کړئ دوي خپل زهن کې فکر کوي چې لویه ماته یې وخوړه او د دې احساس نه لرلو لپاره تر هغو مقابل لوري سره سر تمبګي کوي تر څو یې چې هغه دې ته نه وي راوستی چې له خپلې پوهې تېر شي او لوی ماشوم ته ووایي چې ته په سمه یې. دا خلک د بحث پر وخت پ...
د قاموس پراخول

د قاموس پراخول

اروا پوهنه
که چېرې د خبرو لپاره د قاموس پر پراختیا کار وکړئ نو په ټولنه کې د ډېرو خلکو قضاوت به ستاسې ملاتړ وي. د ډېرو لغتونو په مانا او تعریف پوهېدل تاسې کې د پوهې او زیرکتیا کچه زیاتوي. که چېرې یو کس د پېچلو لغتونو په مانا او کارونه پوه وي نو په شخصي او مسلکي توګه په ګټه کې دی. په زیاتو لغاتونو باندې پوهېدل لویه شتمنۍ ده. د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې پېچلي قاموس باندې پوهېدو ته اړتیا لرئ، همداسې د بریا لپاره اغیزمنو خبرو اترو ته اړتیا لرئ. څومره چې قاموس ځواکمن وي همدومره تاسې نظرونه جوړولای او ښه بیانولای شئ. د خلکو له لوري په نوي بیان شوي منطق او فکرونو په اسانۍ پوهېدلای شئ. له پېچلو سرچینو به مالومات په اسانۍ ترلاسه کولای شئ. په ځان کې به د مسلکي او شخصي وړتیاو اضافه کولای شئ. که چېرې له پېچلي قاموس سره بلدتیا ولرئ نو د مطالعې له لارې تاسې خپلې زدکړې د هغو کسانو په پرتله ډېرې ژر او په اسان...
ټول د احترام حق لري

ټول د احترام حق لري

اروا پوهنه
ټول انسانان د سیاسي او د ټولنیزو ستونزو په اړه خپل جلا نظر لري خو په ورته وخت کې ټول بیا یو شریک نظر لري هغه دا چې هر انسان د احترام حق لري. یو ښه وینا کوونکی هېڅکله د یو کس یا یوې ستونزې له امله د ټول ګروپ، قوم یا د خلکو د ډلې په اړه عامه قضاوت نه کوي. همداسې د خلکو د ځانګړنو له امله د چا په اړه قضاوت نه کوي. همداسې د یو کس له ځانګړنو فرضیې نه جوړوي، مطلب دا چې که د یوې ډلې یو کس ناسمه چاره کړې وي تل د هغو خلکو په اړه فرضیې جوړې کړي. ښه وینا کوونکی توپیرونو ته ارزښت ورکوي او په دې اند وي چې توپیرونه یوه ښکلا ده. نړیوالتوب دې ته لار هواره کړه چې د مختلفو کلتورونو، پوهې او سیمو خلک خپله کې ګډ کار وکړي او د توپیرونو په اړه پوهه ترلاسه کړي او یو بل ته احترام ولري، له توپیرونو ټولنه جوړه کړي. په ۲۱ پېړۍ کې دا وړتیا ډېره زیاته اړینه ده تر څو له توپیر لرونکو خلکو سره همغږې اړیکې پرې جوړې کړای ش...
په خبرو اترو کې نا ارامه کوونکي عادتونه

په خبرو اترو کې نا ارامه کوونکي عادتونه

اروا پوهنه
په خبرو اترو کې ترټولو لوی نا ارامه کوونکی عادت د بل خبرو کې ور لوېدل او مزاحمت کول دي. که چېرې تاسې د بل د خبرو د مزاحمت په اړه پوهه ولرئ نو د دې وړتیا پیدا کوئ چې د خبرو پر مهال هغومره واټن ورکړئ کوم ته چې اړتیا لري او د مزاحمت کولو مخنیوی وکړئ که چېرې تاسې د تودو خبرو په بحث کې ګډون کړی وي او یو نظر مو احساسات وپاروي نو ډېر امکان لري چې سملاسي د بل خبرو کې ورټوپ کړئ او د صبر کاسه مو نسکوره شي. د خبرو اترو د وړتیا ننګونه او درس په همدې ټکي کې پروت دی. که ستا نظر ډېر ښکلی او سم هم وي د بل په خبرو کې لوېدل ستاسې مقابل لوری ډېر نا ارامه کولای شي. د نورو خبرو کې لوېدل بل ته دا پیغام ورکوي چې ته په دې اند یې چې ستا خبرې او نظر تر نورو غوره دي. د نورو خبرو کې لوېدل بل ته داسې احساس ورکوي چې تاسې احترام نه ورته لرئ. همداسې که چېرې ته خپل ځان، خپلو خبرو او خپل نظر ته احترام لرې نو داسې وخت ک...
په خبرو اترو کې اړینو ټکو ته پام

په خبرو اترو کې اړینو ټکو ته پام

اروا پوهنه
کله مو داسې کس سر خبرې کړي چې خپله ستاسې مخ کې ناست وي خو زهن یې دلته نه وي او ستاسو خبرو ته یې پام نه وي. مخکې تر دې چې چا ته د ځواب ویلو د زده کولو په اړ فکر وکړئ لمړی په ټول پام سره د غوږ ایښودنې طریقه زده کړئ. ځینې کسان چې کله چپ وي او مقابل لوری خبرې کوي نو د غوږ ایښودلو په ځای زهن کې ځواب چمتو کوي، یاده چاره لویه تېروتنه ده. بل ته غوږ ایښودنه بل ته د خپل نظر او فکر د بیان لپاره وخت ورکول دي، همداسې یوازې د بل غږ اورېدل نه دي بلکې خپل ځان کې هم بدلون راوستل دي. که چېرې مو د اورېدونکي زهن ستاسې د خبرو وخت کې، بل چېرې چکر وهه نو غسه مه کوئ بلکې چپتیا غوره کړئ. ۱ - کله هم چې تاسې بل ته غوږ ږدئ د خبرو له ادامې سره د موافقې لپاره سر وخوځوئ، غږ لکه امهه، هو، زه وینم، زه پوهېږم وکاروئ. د اړتیا وخت کې چپتیا غوره کړئ. ۲ - که چېرې یو کس غسه وي، خپه وي او یا په یوې ستونزې خبرې کول غواړي نو تر ...
د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

اروا پوهنه
د خبرو اترو وړتیا لرل تاسې کې هره ورځ د پوهې د زیاتېدو لامل کیږي، د نورو پېژندلو کې تاسې سره مرسته کوي، د همکارانو ترمنځ مناسبې مسلکي اړیکې جوړوي. د اړیکې جوړونې او ساتنې لپاره خبرې اترې تر ټولو اړینې دي. له کورنۍ او همکارانو سره د باور فضا او د باور وړ اړیکې رامنځته کوي. خبرې کول د خبرو اترو تر ټولو عامه طریقه ګڼل کیږي خو د خبرو اترو لویه برخه بې غږه وي د بېلګې په توګه په مخ اشاره، مسکا، د غږ څرنګوالی، د وږو پورته کول، د سر خوځول، د لاسونو ښورول، لاسونه تخرګونو کې نیول، پښې د یو بل له پاسه کېښودل له خبرو زیات څه وایي. یاد هر یو یې یوه وینا او غبرګون دی او په اړه یې پوهاوی او کارول یې د خبرو اترو وړتیا زده کول دي. که چېرې یادو ته پام ونشي او یا هم له سترګو پنا وي نو خبرې اترې کول په ستونزمنې چارې بدلیږي د بېلګې په توګه ټیلیفون او یا ایمیل کې خبرې اترې. لاندې د خبرو اترو د طریقو لنډیز ته ...
اغیزمنې خبرې اترې یوه اړتیا ده

اغیزمنې خبرې اترې یوه اړتیا ده

اروا پوهنه
اغیزمنې خبرې اترې داسې ابزار دي کوم چې اړیکه جوړوي او داړیکې ساتنه کوي. بهیرونه یې له بې شمېره برخو جوړ وي او ټولې برخې یې اړینې ګڼل کیږي. مناسبې او اغیزمنې خبرې اترې که د وینا له لارې وي یا هم لیکلې بڼه ولري د بریا او مسلکي ودې لپاره ډېرې دروازې پرانیزي. د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا تر ټولو نورو اړینو وړتیاو ډېر اړینه وړتیا ده. خبرې اترې له یو ځای نه بل ځای ته د مالوماتو لېږل دي، دا مالومات ممکن غږیز شکل کې وي او یا ممکن لیکلې بڼه ولري لکه کتاب، مجله، نقشه، ګرافونه، ایمیل او یا ویبپاڼه واوسي. د پیغام د ترلاسه کوونکو په مالوماتو سمه پوهېدنه ستاسې د خبرو اترو له ورتیا سره تړاو لري. اغیزمنې خبرې اترې د دې ترڅنګ چې تاسې ته د مسلکي ودې او بریا دروازې پرانیستلای شي همداسې ښه کاري مخینه یا سي وي مو کولای شي تاسې ته د خپلې خوښې خوښې دنده پیدا کړي، د دندې د ترلاسه کولو لپاره په مرکه کې مرسته درسر...
خبرې اترې څه ته وایي ؟

خبرې اترې څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
خبرې اترې د یو کس یا یوې ډلې له لوري بل کس یا ډلې ته د مانا لېږل دي. مانا څرنګه لېږل کېدای شي ؟ مانا د مخکې له مخکې پېژندل شو سمبولونو او نښو او غږونو په ذریعه لېږل کیږي. خبرې اترې ټول په خپله طریقه کوي لکه ګونګیان په اشارو او ماشومان په ژړا او خندا تر بل پورې خپل پیغام رسوي. اغیزمنې خبرې اترې دې ته وایي چې یو کس یا ډله په روښانه توګه د پوهېدو وړ پیغام بل ته ورسوي کنه تاسې به یو څه ویل غواړئ او مقابل لوري به بله مانا ترې اخیستې وي. لېږونکی : د خبرو اترو پیلونکی وي. د پیغام لېږونکی په دې پوهیږي چې چا ته څه بیانوي او په داسې بڼه کې پیغام لېږي چې نور پرې سم پوهېدلای شي. پیغام ممکن غږیز، ایمیل، لفظي او یا غیرې لفظي وي خو په ټولو حالتونو کې تاسې د پیغام چوکاټ ته اړتیا لرئ تر څو تر لاسه کوونکی پرې پوه شي. ترلاسه کوونکی : ممکن یو کس یا ډله وي. دا اړینه ده چې پیغام په ټول پام سره واوري یا ولولي....
د نیوکې فکر ته لنډه کتنه

د نیوکې فکر ته لنډه کتنه

اروا پوهنه
د نیوکې فکر د نظرونو موندلو کې مرسته کوي. د نیوکې فکر په ورته وخت کې چلند او وړتیا ده. د نیوکې د فکر چلند کې دا شامل وي چې د هر نظر په اړه پوښتنې وشي، د نیوکې د فکر وړتیا کې دا شامل دي چې بیان شوی نظر په روښانه توګه تعریف کړل شي، هغه شواهد وښي کوم چې د یاد نظر ملاتړ کوي، پلي کوونه یې تشرېح کوي او د پلي کېدو پایله یې په ګوته کوي. - د نیوکې پوښتنې طرحه کول یا جوړول : پوښتنه مو باید مالومه وي او داسې څه وي په کوم چې تاسې پوهېدل غواړئ. - لرلید : لرلید مو د نظر له هر اړخ څخه جوړ کړئ، ځان کې دا وړتیا پیدا کړئ چې خپل لرلید مو په روښانه توګه بیان کړای شئ. د مالوماتو په اړه پوهه : د نظر په اړه د شواهدو او هغو مالوماتو ازموینه وکړئ کوم چې د نظر ملاتړ کوي، تر څو په دې پوه شئ چې تر کومې کچې د اعتبار وړ او د پلي کولو له بهیر سره برابر دي. - څېړنه او پایله : د نظر د جوړښت د اجزاو ازموینه کول، په دې ...
د اغیزمنو خبرو اترو لپاره اړین ټکي

د اغیزمنو خبرو اترو لپاره اړین ټکي

اروا پوهنه
- د فعالې غوږ اېښودنې طریقه زده کول - هغه خنډونه پېژندل کوم چې بل ته د مناسب پیغام رسولو مخ کې خنډ وي لکه د دوه کسانو کلتوري توپیر - نورو ته د غبرګون ښودلو لپاره اصطلاح ګانې زده کول، د ستراتیژي د بیان لپاره لغات زده کول - د کولو او نه کولو د امر لپاره مناسبه ژبه زده کول - څه مو چې اورېدلي وي په یاد کې ساتل او د ځواب په وخت کې یې اړینه برخه بیا ځلې ویل د خبرو اترو خنډونه لاندې یاد شوي - د خبرو له پای مخکې، د مالوماتو له ترلاسه کولو مخکې پایلې ته ټوپ کول او بیانول - د مقابل لوري د خبرو منځ کې د خبرو ځواب ویل - د غوږ اېښودلو پر ځای د بل د خبرو پر وخت بحث کول - د اتهام ویره - د خپلو احساساتو د بیان پر مهال ځان نا ارامه احساس کول - د اورېدونکي له لوري ستاسې د پیغام ناسم تعبیر - د څه په اړه چې خبرې کوئ د موضوع په اړه کم پوهاوی - د فزیکي ژبې چلند یا د بدن ناسم خوځښت، په لاسونو، مخ، پ...
د مثبت فکر ګټې

د مثبت فکر ګټې

اروا پوهنه
مثبت فکر لوی ځواک دی خو که چېرې مناسب ځای کې، په مناسب وخت کې په سمه توګه وکارول شي. د مثبتې اروا پوهنې او خوشبیني په مناسبه توګه کارول یو هنر دی او هر انسان یې زده کولای شي. کومې ستونزې چې د مثبتې اروا پوهنې چار چاپېره حل شوي د خلکو پام یې خپل کړی دی خو په ورته وخت کې یې د خلکو لخوا ناسم تعبیر خلک ناسم لوري ته هم هدایت کړي. د ارسطو لپاره خوښي د انسان د وجود تر ټولو وروستی هدف دی کومه چې د یو کس د ژوند په اوږدو کې په نیک فضلیت ترلاسه کیږي. له ارسطو لسګونه پېړۍ وروسته مسلو د خپلې تیوري په غونډۍ ته ورته اهرام کې د انسان اړتیاوې نورې هم پېچلې یادې کړي، په دې اهرام کې د انسان پېچلې غوښتنې احساساتي اړتیاوې ترلاسه کول، کرامت او وقار، په خپله د بریا په لور د ګام اخیستو وړتیا لرل، د اروایي اړتیاو لاسته راوړل او خوندي چاپېریال دي. د مسلو په تیوري کې ټول یاد شوي په ښه فضیلیت یا مثبت فکر ترلاسه کېدا...
په خپلې وړتیا شک

په خپلې وړتیا شک

اروا پوهنه
په ځان شک کول د انساني طبیعت یوه برخه ده خو که چېرې بې کچې زیات وي نو هغه وړتیاوې مو له منځه وړي کومې چې تاسې د موخې لاسته راوړنو لپاره کاروئ. له دې پرته په اړیکو (له مېرمن یا مېړه سره اړیکې، له ملګرو سره اړیکې، له کورنۍ سره اړیکې، له همکارانو سره اړیکې، له ګاونډیانو سره اړیکې) له منځه وړي، په هر ډول فعالیت (په کار ځای کې فعالیت، د کور مدیریت، سپورت او تفریح) اغیز لري. په ځان شک ستاسې هره کړنه کې ځای نیسي او غیرې اړینه نا ارامتیا درکې پیدا کوي، تاسې کې زهني او فزیکي کړاو رامنځته کوي او دې ته مو اړ کوي چې د هر څه له کولو ډډه وکړئ. که چېرې مونږ په دې پوه شو چې شک مو په مزاج، کړنو، داخل کې احساس او انګېزې خپل اغیز لري نو په دې به هم ورسره پوه شو چې شک له تاسې څخه داسې کس جوړوي کوم چې د ځان تر ټولو لوی دښمن وي. شک کوم حقیقت نه دی بلکې په بدن کې ناسمه خبرتیا ده کومه چې مونږ پېژندلی او لرې کولا...
مثبت فکر خپل فکر په کړنو بدلول دي

مثبت فکر خپل فکر په کړنو بدلول دي

اروا پوهنه
په ډېرو کتابونو کې ممکن تاسې دا لیدلي وي چې مثبت فکر لرل ښې پېښې رامنځته کوي او مثبت فکر کوونکي ښه روغتیا لري، ډېر فعاله وي او تولید یې تر نورو زیات وي. چارلي چاپلین وایي چې : "که تاسې لاندې ګورئ نو د بوډۍ ټال یا زرغونه به هېڅکله پیدا نه کړئ." په خوشبیني باور کول په یو ساده نظر بدل شوي، په دې مانا چې راتلونکې ته په کتو حال کې مونږ غوره کړنې ترسره کولای شو. ممکن دا وینا مو زیاتو ځایونو کې ترسترګو شوې وي هیله یې وکړه، د کولو هڅه یې وکړه او ترسره یې کړه. ځینې کلتورونه هم په پراخه کچه ترې اغیزمن دي د بېلګې په توګه که چېرې له یوه امریکايي پوښتنه وکړې چې څرنګه یې ؟ ښه یې ؟ که هغه څومره لویو ستونزو کې وي تاسې ته وایي هو ښه یم. خو برعکس که چېرې یوه جرمني څخه همدا پوښتنه وکړې نو ممکن د هغه ځواب ډېر توپیر ولري، ممکن لمړی تاسې ته ووایي چې کور کې مې پیشو ناروغه ده ډاکټر ته مې بیولې وه او د ناروغۍ ل...
د ستونزو حل څه ته وایي ؟

د ستونزو حل څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
د ژوند په اوږدو کې هر انسان له ستونزو سره مخ کیږي او دې ته اړ کیږي چې ستونزې هوارې کړي. ډېری خلک ګمان کوي چې یو مدیر او ناظر د ستونزو حل کې مخکښ وي خو دا ریښتیا نه دي. هر انسان د مدیر په څېر ژوند کې له مختلف ډوله ستونزو سره مخ کیږي او هر یو د خپلې پوهې او تجربې له مخې حل لار لټوي او ستونزې حل کوي. د بېلګې په توګه یو پلار د کورنۍ د اړتیا لپاره نوملړ جوړوي که چېرې د نوملړ د پېرلو لپاره پیسې ورسره کمې شي نو ګټلو ته یې مخ کوي. ستونزو سره مخ کېدل او حل کول یې یوازې له انسانانو سره تړاو نه لري بلکې د ژوندیو ډېری ډولونه له ستونزو سره مخ کیږي او ستونزې هواروي. د شمال قطب کې هوا دومره سړه ده چې ډېر کم وخت ژوند سره انسان پکې مخ کیږي خو په دې سړو کې پیشوګانې ژوند کوي او کله چې ژمی وي تقریبا د ځمکې ټوله سطحه واورې پوښلې وي خو یادې پیشو ګانې هغه ټولې ستونزې هواروي له کومو سره چې ژمي کې مخ وي. په دې سړ...
مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

اروا پوهنه
لاندې یاد شوي تاسې کې د مثبت فکر وړتیا اضافه کوي : _ په مناسبې طریقې د نه ویلو زده کول یا هم د نه ویلو لپاره مناسبه تشریح زده کول - له یوازې کار کولو ډډه کول او له نورو سره په ګډه د کار زده کول - سهار وخته قدم وهل - په ژوند کې د کړنو داسې نوملړ جوړول کوم کې چې لمړیتوبونه په ګوته شوي وي - کړنې، توکي، مالومات او هر څه مو ډلبندي کړئ او ګډ وډ یې مه پرېږدئ - لمړی مو چارې وټاکئ او بیا زهن او فزیک دواړه ورته چمتو کړئ - له بې موخې چارو ډډه وکړئ او تر چارو مخکې موخه او د ترلاسه کولولپاره یې وخت وټاکئ - خپله ورځ مو ساده کړئ او زهن مو پېچلتیا کې مه ستړی کوئ - د خلاقیت په وړتیا مو کار وکړئ تر څو مو خلاق چلند له تکراري کړنو راوګرځوي - که چېرته له ماتې سره مخ شوئ نو د سمون لپاره کار وکړئ او له بهانو او د خلکو، توکو له ملامتیا ډډه وکړئ - د موخې په لور لار کې له ځانځانیتوب او بې ځاني خنډ مه جوړ...
د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې

د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې

اروا پوهنه
مثبت فکر داسې ځواکمن ابزار دي کوم چې د روغتیا په ښه کولو او ساتلو کې ونډه لري، د سټرس په مدیریت کې مرسته کوي، تاسې سره مرسته کوي چې په ننګونو برلاسي شئ او خوښې مو ښې او مناسبي وي. هر انسان کولای شي چې د مثبت فکر وړتیا په ځان کې اضافه کړي. د مثبت فکر په ذریعه تاسې خپل احساسات او کړنې دواړه په خپل فکر کنټرول کولای او مدیریت کولای شئ. د مثبت فکر پیل تل له خپل ځان سره له مثبتو خبرو کیږي او د همدې خبرو له لارې تاسې د یو حالت او یا ځان او یا کوم بل کس په اړه مثبت فکر تولیدوئ. ۱ - خپل چار چاپېره د مثبت فکر خلک خپل ژوند کې ولرئ : مثبت فکر او منفي فکر ډېر بې کچې زیات ساري او یا بل ته سرایت کوونکی وي، د مثبت فکر لرونکی کس کولای شي ټوله کوټه روښانه، په مثبتو څپو او په انرژي ډکه کړي. که چېرې تاسې خپل ژوند کې مثبت خلک له ځان سره ولرئ نو خپلې موخې ته رسېدو کې مو مرسته کولای شي او خپل ځانته د احترام کچه...
د شخړو هوارول

د شخړو هوارول

اروا پوهنه
کار ځای، ټولنه او کورنۍ درېواړه باید داسې ځای وي چې له سولې ډک وي. په یادو درېواړو ځایونو کې تاسې له ستونزمنو حالتونو سره مخ کیږئ او تاسې په ستونزمن حالت د برلاسه کېدو هڅه کوئ. تر ټولو غوره لار د ستونزې هواری دی. مهاتما ګاندي وایي : "هغه بدلون په خپله واوسه چې ته یې نړۍ کې لیدل غواړې." په پورته یادو درې ځایونو کې ممکن تاسې د ډېر فشار لاندې ځان احساس کړئ، ممکن ډېر سټرس تجربه کړئ، ممکن د بل له برید کوونکي چلند سره مخ شئ. ډېری وخت دا ډول حالت مونږ ډېر ژر جذبوي او له سوله ایز پاتې کېدو مو راګرځوي. په داسې ننګونکي حالت کې اړینه ده چې د بېرته برید لپاره خپل احساسات کنټرول کړئ او یو څو ګامه سم لوري ته د ستونزې د هوارېدو لپاره واخلئ. که چېرې ستاسې غبرګون احساساتي وي نو له خپلې موخې مو بل لور ته بیایي. په کورنۍ، ټولنه او کار ځای کې له نورو سره روغتیا لرونکې پولې ټاکل هم اړین دي. ځان په دې پوه کو...
په خبرو کې د خپل نظر بیان او برید

په خبرو کې د خپل نظر بیان او برید

اروا پوهنه
د اغیزمنو خبرو اترو له لارې تر بل د پیغام رسولو لپاره ډېرې لارې چارې شته چې ځینې یې تر نورو ډېرې اغیزمنې او ښې دي. خو اړینه داده چې خبرو کې بل کس خپلې اړتیاوې درک کړي. دا چاره په مسلکي طریقه د خپل نظر د بیان له لارې امکان لري او هغه هم په داسې طریقه چې له موضوع بهر تګ نه کوي او په داسې ساده الفاظو نظر بیانوي په کومو چې نور په اسانۍ پوهېدلای شي. په دې پوهېدل هم اړین دي چې باید څه ووایې او کله یې باید ووایې. که چېرې ته یوه ناسمه کلیمه وکاروې او یا یې بې وخته وکاروې نو ټول باور دې پرې له منځه تللی شي. ډېرې زیاتې او یا ډېرې کمې خبرې کول ستاسې په اړه په هغو خلکو کې منفي انځور جوړولای شي کوم چې تاسې ته ارزښت لري. تل بل خبرو ته پرېښودل او بیا ورپسې خپل نظر بیانول که چېرې داسې نه وي نو یوازې مزاحمت نه ګڼل کیږي بلکې د اغیزمنو خبرو اترو پولې هم ورسره ړنګیږي. د خبرو لپاره بلنه ورکول یې تر ټولو ښه طر...
د مذاکرې او تشویق وړتیاوې

د مذاکرې او تشویق وړتیاوې

اروا پوهنه
تشویقول داسې وړتیا ده کوم چې په ټوله نړۍ کې سوداګر کاروي. ډېری وخت خلک د تشویقولو له لارې نورو کې د توافق لپاره او یا یوې موخې ته د رسېدو لپاره انګېزه پیدا کوي. که دا موخې لویې وي او یا وړې وي په ټولو حالتونو کې د بل د تشویقولو لپاره درې شیانو ته اړتیا لرئ : د څه په اړه چې خبرې کوې پکې پوهه لرل، د اورېدونکو په اړه پوهه لرل یا یې پېژندل، د تشویقولو په تخنیک پوهېدل. په موضوع پوهېدل په موضوع کې د تشویقولو تر کچې زیاته پوهه لرل. د موضوع په ښه، بد او بدرنګه اړخ کې پوهه لرل. که چېرې تاسې د موضوع په هر اړخ پوه شئ او په دې ځان پوه کړئ چې څرنګه یې وکاروئ نو خپلې موخې ته پرې رسېدلای شئ. که چېرې تاسې د یو څه په اړه کس په دې پوه کړئ چې موضوع کوم ډول تړاو ورسره لري نو ممکن تشویق یې اسانه چاره وي. د اورېدونکو په اړه پوهه لرل په دې پوهېدل اړین دي چې ته څوک د څه لپاره تشویقوې. هر کس د تشویقولو تخنیک...
په عامه ځای کې خبرې

په عامه ځای کې خبرې

اروا پوهنه
یوه تر ټولو عامه وېره په عامه ځای کې د خبرو ده خو په ورته وخت کې داسې هېڅ کوم بد پکې نشته چې تاسې یې باید په اړه وېره ولرئ. د ژوند په ډېرو برخو کې په عامه ځایونو کې خبرې ډېرې اړینې دي او له همدې امله تاسې باید په دې وېرې برلاسي شئ. په نړۍ کې یوازې ته نه یې چې په عامه ځایونو کې د خبرو په اړه تشویش لري بلکې د نړۍ ډېری وګړي دا تشویش تجربه کوي او پرې د برلاسه کېدو لپاره خپل ځان کې وړتیاوې اضافه کوي. مخکې له مخکې چمتوالی د نړۍ ټول هغه وګړي کوم چې په عامه ځایونو کې د خبرو ښه وړتیا لري ټول یې خپله کې یوه ګډه ځانګړنه لري او هغه مخکې له مخکې چمتوالی او تمرین دی. تر خبرو مخکې باید د خبرو په موضوع پوه واوسئ او کله چې په موضوع خبرې کوئ نو تاسې باید پکې کافي پوهه ولرئ. ځینې خلک دا تېروتنه کوي چې د موضوع په اړه را ټوله کړې پوهه په یادو یادوي خو که چېرې په منځ کې ترې بل پوښتنه وکړي او یا هم کوم بل ډول ...
Share
Hide Buttons