
د فزیکي ژبې رازونه
انسان دوه ژبې لري یوه د خبرو ژبه ده او یوه د زهن ژبه ده. د خبرو په ژبې تاسې ته ټول هغه څه نه وایي د څه په اړه چې فکر کوئ خو فکر کې چې څه ځان سره پټ بیانوي د بدن په ژبې ترې ویل کیږي. تاسې په بشپړ توګه د بدن ژبه نشئ کنټرول کولای. د بېلګې په توګه که یو کس زیات غسه شي خو غسه بیان نه کړي د بدن ژبه کې یې روښانه غسه څرګنده وي خو داسې تخنیکونه هم شته چې تاسې پرې د بدن د ژبې خپلسری بیان کنټرول کړئ.
په پیل کې بل ته د لاس ورکول که چېرې لاس ورکول مو له ډاډ سره مل وي تاسې پرې په خپل ځان د باور لرل بیانوئ خو که چېرې له شرمه ډک انداز کې بل ته لاس ورکړئ نو تاسې پرې په خپل ځان د باور نشتوالی بیانوئ. د بدن ژبه مو مخکې له مخکې د خبرو څرنګوالی ټاکي.
د بدن د خوځښت تر شا مو احساسات کنټرول کړئ : که چېرې تاسې غواړئ چې د بدن ژبه مو په اغیزمنو خبرو اترو بدله کړئ نو د پیغام تر شا مو احساسات مدیریت کړئ. د بېلګې پ...