اروا پوهنه

معلولیت او مثبت فکر

معلولیت او مثبت فکر

اروا پوهنه
معلولیت یوه بې نظمي ده، ممکن د پېژندلو بهیر کې بې نظمي وي، ممکن په وده کې بې نظمي وي، ممکن فکري بې نظمي وي، زهني، فزیکي او یا حسي بې نظمي وي او یا له یادو شوو څخه د څو بې نظمیو ترکیب وي کوم چې د ورځني ژوند لپاره په فعالیت اغیز لري. که چېرې معلول کس کې د مثبت فکر په وده کار وشي نو په اروایي روغتیا یې مثبت اغیز لري همداسې یې د معلولیت په اړه منفي فکرونه کموي، سټرس ته یې د زړه او د وینې د رګونو د سیستم غبرګون کموي او دا چاره یې د روغتیا ترلاسه کولو کې مرسته کوي. کوم کسان چې په لمړي ځل ژوند کې معلولیت احساس کړي نو بې کچې سټرس تجربه کوي، د ژوند له بدلون سره مقاومت پیل کوي، ارزښتونو کې یې بدلون رامنځته کیږي، له کلتوري مسایلو سره مخ وي، په ټولیزه توګه د معلولیت پایلې احساس کوي، په کورنۍ او کار ځای کې د خپل ځای موندلو په لټه کې وي. د ځان ارزونه کې او د ژوند له بدلون سره د ځان تطابق کولو کې بوخت و...
شخړه او مخالفت د مشري او ژوند یوه برخه ده

شخړه او مخالفت د مشري او ژوند یوه برخه ده

اروا پوهنه
شخړه یا مخالفت د ژوند داسې برخه ده چې په هېڅ وجه یې مخنیوی نشي کېدلای، همداسې د مشري بنسټیزه برخه ده. د فکري ودې او زدکړې لپاره فرصت دی خو که چېرې په اغیزمنه توګه یې مدیریت ونشي نو ویجاړونکې ده، د تولید مخنیونکې او د مورال له منځه وړونکې ده. ځینې خلک له شخړې کرکه لري او له شخړې کلکه ډډه کوي خو شخړه د انسان یوه طبیعي برخه ده او مخنیوی یې ناشونی دی او ځینې خلک خوند ترې اخلي. که چېرې تاسې بریا غواړی او د مشري هنر زدکول غواړی نو اړینه ده چې د شخړې په اغیزمنه توګه مدیریت زده کړئ. شخړه او مخالفت په هره اړیکه کې پیدا کیږي لکه د ژوند له ملګري یا ملګرې سره، لکه له خپلو بچیانو سره، لکه له مور او پلار سره، لکه له ملګرو سره خو دا ډول شخړې د مشري له شخړو سره لوی توپیر لري او د یو مشر یا مشرې په توګه چې تاسې له کومو شخړو سره مخ کیږی ډېرې پېچلې او حل کول یا هوارول یې سخت وي ځکه چې یوه شخړه کې ډېر برخه ا...
د فعال اوسېدنې چلند څوک لري ؟

د فعال اوسېدنې چلند څوک لري ؟

اروا پوهنه
دوه کسان کوم چې په ورته دنده کې په ورته مقام کې کار کوي ممکن دواړه په ډېره مختلفه طریقه خپلې چارې ترسره کړي. فعال کس مسولیت اخلي، رغونکی بدلون او اصلاحات رامنځته کوي او هر څه په داسې طریقه پر مخ وړي چې مخکې له مخکې ترسره شوي او پلان شوي وي. پېښو ته غبرګون ښودونکی دوېم کس ممکن کار ځای کې داسې چلند ولري لکه کوم کس چې د ډوبېدو حال کې وي او هڅه کوي سر له اوبو بهر وساتي تر څو سا واخلي او پای کې یې د اوبو جریان یا بهېدنه له ځان سره لاهو کوي. د اصلاحاتو او بدلون په ځای د هر وخت په څېر د عادت له مخې چارې پیل کوي او پای ته یې رسوي. فعال کس دا هیله لري چې وضعیت کې بدلون رامنځته کړي او داسې بدلون پکې رامنځته کوي د کوم چې لوری خپله فعال کس ټاکلی وي خو د دوېم کس چارو په خپلسر خپل لوری ټاکلی وي. کوم کس چې فعال وي د ورته خلکو له ډلو سره توپیر لري او کومه سوداګرۍ کې چې مدیر وي نو سوداګري یې له نور مارکېټ ...
Proactivity – فعال اوسېدل

Proactivity – فعال اوسېدل

اروا پوهنه
په انګریزۍ کې ورته د فعال اوسېدو چلند (proactive behavior) هم وایي. خپله جوړ کړي داسې چلند ته رجوع کوي کوم چې د یوې ستونزې له رامنځته کېدو مخکې ستونزه حل کړي او یا د یو څه په خپلسر د پېښېدو په ځای د خپلې خوښې حالتونه پېښ کړي. د فعال اوسېدو چلند کې د راتلونکې یوه حالت باندې مخکې له مخکې عمل کول شامل دي. په یوه حالت کې مخکې له پېښېدو د بدلون له لارې کنټرول ته رجوع کوي. هېڅکله د څه د پېښېدو ته انتظار نه کوي بلکې هر څه خپله پېښوي. غبرګون ښودنه (Reactivity) د فعال اوسېدنې چلند متضاد دی. غبرګون ښودنه یو عادتي حالت یا مزاج دی کوم چې له یوه حالته او یا ګډون کوونکي سرچینه اخلي. دا ډول چلند لرونکي په خپلو قاعدو او شرایطو د پېښو مخه نه نیسي او یا هم ستونزې نه هواروي بلکې کړنې یې په خپلسر پېښېدونکو پېښو ته غبرګون ښودنه وي. مخینه په ۱۹۳۰ لسیزه کې د (pro-active) کلیمه یوازې په تجربوي اروا پوهنه کې کا...
دمسلک د بریا لپاره ګامونه

دمسلک د بریا لپاره ګامونه

اروا پوهنه
هیڅوک مو موخې ته نشي رسولی، هیڅوک مو موخې ته د رسېدو مخه نشي نیولی. په ځینې خلکو د ژوند هره ورځ تېریږي خو ځینې خلک د ژوند د هرې ورځې وخت تېرولو لپاره هر څه خپله طرحه کوي. د ځینې خلکو ژوند کې هر څه خپله پېښیږي خو ځینې خلک هر څه په خپله پېښوي، که چېرې ژوند کې هر څه خپله تاسې پېښ کړئ د پای ته رسولو لپاره به یې د انګېزې بله لمبه او کافي انرژي ولرئ خو که هر څه مو ژوند کې خپله پېښ شي خپګان، لټي او سټرس به تجربه کړئ. ځینې خلک یوازې بوخت وي خو د ځینې خلکو بوختیا چارې ترسره کوي د چارو پایله یې یو تولید وي، که تاسې غواړئ چې چارې مو بې پایلې نه وي نو د چارې له پیل مخکې وړاندوینه، د عمل لپاره سیستم، پلان جوړول، د کړنو لپاره کافي پوهه ترلاسه کول او موخه ټاکل مه هېروئ. زهن کې انځور کول دې ته وایي چې زهن کې هغه څه راولی چې په سترګو نه لیدل کیږي او اوسمهال کې نشته وي. که چېرې تاسې په راتلونکې کې د ...
ځان پېژندنه

ځان پېژندنه

اروا پوهنه
د خپل ځان پیدا کول د خپل ځان پېژندنه او له نورو سره یې اړیکه جوړونه ده. دا ساده چاره څرنګه ترسره کولای شو؟ هغه کس چې نور پېژني هوښیار دی خو هغه کس چې خپل ځان پېژني روښانه شوی. دلته د روښانه شوي مانا عصري فکر لرونکی، له هر څه خبر او منطقي ده. کله کله مو دا حیرانوي چې په دې نه پوهیږئ تاسې څوک یاستئ ؟ داسې احساس کوئ چې په دومداره توګه خپل ځان د نورو اړتیاو پوره کولو ته برابروئ یا یې له اړتیاو سره ځان تطابق کې کوئ ؟ په ژوند کې داسې رول ادا کوئ چې ستاسې د فکر کولو بهیر یې ګډوډ کړی وي او تاسې یې له خطر سره مخ کړي یاستئ ؟ تاسې د خپل ځان له نورو سره هغسې په اغیزمنه توګه اړیکه نشئ جوړلای لکه څرنګه یې چې غواړئ ؟ کله چې مونږ په نورو کې ځانګړتیاوې وګورو نو لاسونه ورته پړکوو او ځانګړنو ته یې الهام بښونکې رهبري او جذابیت وایو. هر کس له بل سره توپیر لري او همدې توپیر ته یې ځانګړنه ویل کیږي نو همدا...
ستونزو ته نوې حل لارې لټول څه ته وایي ؟

ستونزو ته نوې حل لارې لټول څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
ډېرو خلکو ته په خلاقه توګه د ستونزې حل او نوښت داسې څه ښکاري کوم چې یوازې یو څو کسان کولای شي او خپله عادتي فکر باندې هر څه پر مخ بیایي. که چېرې له یوه پیلوټ پوښتنه وکړې چې الوتکه څرنګه الوزول کیږي، که چېرې د تولید له مدیر څخه پوښتنه وکړی چې تولید څرنګه کیږي او یا هم که له یوه پلورونکي پوښتنه وکړې چې پلور څرنګه کوي نو هر یو به د خپلو چارو بهیر او هر پړاو تاسې ته په بشپړ تفصیل کې ووایي خو که چېرې له همدې کسانو پوښتنه وکړې چې خلاقیت او نوښت څه دی نو دا کسان به یا ناسمې ګډې وډې تشرېح ته مخه کړي او یا به هم د نورو تیوریانو ته مخه کړي. په ظاهره توګه هر کس فکر کوي چې د نوښت او خلاقیت وړتیا نه لري. په هغه وخت کې د انسان په کړنو او فعالیت کې ښه والی رامنځته کیږي کله چې انسان په دې پوه وي چې څه کوي، دوېم ګام کې په دې اړه فکر دی چې څرنګه یې په غوره طریقه وکړم. هر انسان د دې وړتیا لري چې په خلاقه...
مثبت چلند ته وده ورکول

مثبت چلند ته وده ورکول

اروا پوهنه
چلند یو فکر، احساس او باور دی کوم چې په عمل بدلیږي. پیل له نورو پنا داخل کې وي او پای یې بهر نورو ته ښکارېدونکی عمل وي. کوم کس چې منطقي وي او زهني روغتیا لرونکی وي داخل کې فکر، احساس او باور یې له کړنو سره همغږۍ کې وي. هر انسان دواړه مثبت او منفي چلند لري. هر انسان یې د کنټرول کولو وړتیا هم لري. د مثبت یا منفي چلند لرلو خوښه هم لري. که تاسې غواړی چې د کورنۍ داسې غړی له ځانه جوړ کړی چې د ټولې کورنۍ خوښ وي، که په مسلکي چارو کې بریالیتوب غواړی، په ښونځي او پوهنتون کې بریا غواړی، د هر کس د ځان لور ته جذبول غواړی، که غواړی چې هرې مخ کېدونکې ستونزې سره د ستونزې هوارونکي شی نو مثبت چلند انتخاب کړئ او ځان کې مثبت چلند ته وده ورکړئ. مثبت چلند تاسې خپله خوښ او بریالي ساتلی شي. ډېر خلک ځانته درواغ وایي : "زه هېڅ نشم کولای، د هېڅ کولو وړتیا نه لرم." دا ډول درواغ یوازې تاسې کې ډېپرېشن نه پیدا کوي ب...
تشویش د پیغام په توګه کارول

تشویش د پیغام په توګه کارول

اروا پوهنه
تشویش د ویرې له احساس کولو پیدا کیږي او تاسې ته د یوه حالت په اړه مالومات درکوي، د مالوماتو پر بنسټ تاسې پرېکړه کوئ. که چېرې د خپل ځان داخل کې فکر ته غوږ شو، که خپل ځان سره تر پخوا مختلفه اړیکه جوړه کړو نو بهر تاسې د خپل چلند اختیار کولو کنټرول او خوښه لرلای شئ. په دې مانا چې خپل احساس ته نږدې کېدل او غوږ ورته کېښودل باید زدکړئ. تشویش هم یو احساس دی او تاسې ته پیغام درکوي. په تشویش برلاسه کېدل او د نوي احساس په توګه پیغام ترې جوړول تمرین ته اړتیا لري د کوم له لارې چې تاسې په ډېره اسانۍ تشویش له خپلې روغتیا ځپلو راګرځولی شئ. که چېرې تاسې تشویش څخه نوی احساس او پیغام جوړ کړئ نو ستاسې په خپل ځان باور زیاتیږي، خپل زهن کې د خپل ځان داسې انځور جوړوی کوم چې د وړتیا لرونکي کس وي او په دې پوهیږئ چې د ډېر څه وړتیا لری. خو که چېرې دې احساس ډوب کړي نو د تشویش په بې نظمي اخته کېدای شئ او خپله زهني او ف...
سټرس ویجاړونکی دی که رغونکی ؟

سټرس ویجاړونکی دی که رغونکی ؟

اروا پوهنه
سټرس کوم بد شی نه دی. که چېرې سټرس نه وای نو د زیان اړونکي حالت مخنیوی به ناشونی وو. د بېلګې په توګه که چېرې لوګی احساس کړو نو هرو مرو کور ګورو چې اور یې نه وي اخیستی. ستاسې بدن د ادرېنالین هورمون یوې کچې ته اړتیا لري تر څو فکر او خوځښت وکړي. د سټرس یوه اندازه اړینه ده تر څو له هر ډول خطر ځان پرې خبر کړو. کله چې د ویجاړونکي سټرس په اړه خبرې کوو نو موخه مو په ورځ کې د غیرې ضروري سټرس لوړه کچه وي. ډېری خلک د غیرې ضروري یا نا اړین سټرس کمولو لپاره په اوسمهال کې د اوسېدو لپاره یوازېتوب اختیار کوي. ډېری خلک ځان د دې لپاره هېروي او ورکوي تر څو کار او د کار له لارې پیسې پیدا کړي، مینه، کورنۍ او اړیکې وپالي خو پای کې یې ځان او د هغه څه په لټه کې چې وي دواړه له لاسه ورکړي وي په دې مانا چې خوښ نه وي. د دې لپاره چې د لاسته راوړنو پای کې تاسې ناخوښ احساس ونه لرئ لمړی باید سټرس وپېژنئ او نا اړین سټرس ...
بې فکره ژوند کول څرنګه وي ؟

بې فکره ژوند کول څرنګه وي ؟

اروا پوهنه
په ډېرو هېوادونو کې خلک سهار وخته پاڅېږي، په منډه حمام وکړي، جامې په غاړه کړي، د کار په لور په منډه رهي شي، په وخت کار ته د رسېدو لپاره په لار کې د ترافیک څراغونو ته، په ګڼې او ګوڼې کې نورو موټرو ته، لارویانو ته او په بایسکېل سپرو ته په غسه وي. کله چې کار ځای ته ورسیږي د موټر درولو لپاره په یوه کوڅه کې درې څلور وارې تاویږي تر څو د موټر درولو ته ځای پیدا کړي. له دې ټولې پرېشاني، سټرس او غسې سره د کار ځای ته ولاړ شي. د کار ځای کې هم ورته چاره ترسره کوي. که چېرې تاسې خپل زهن کې همدې چارې ته پام ونه کړئ نو دا مو د ژوند یوه قاعده، نورم یا برخه کیږي. په اونۍ کې د رخصتي ورځې یې د ارام په ځای، نا امنۍ کې نښتی زهن په نورو اندېښنو کې بوخت شي لکه مالي اندېښنې او داسې نور... خپل حالت د خپلې کور ودانې او یا مېړه په مخ کې هم د بیان په توګه ویني، د څېرې اغیز یې په ماشومانو هم پرېوتی وي. کله چې د خوب خونې...
په اوسمهال کې اوسېدل

په اوسمهال کې اوسېدل

اروا پوهنه
"انسان لکه رنګ شوې ښیښه داسې ده، که چېرې د لمر وړانګې پرې پرتې وي ځلېږي، خو چې کله تیاره خپره شي ریښتینې ښکلا یې هغه وخت څرګندیږي چې داخل کې یې رڼا وي." - اېلیزابېت کوبلر   په اوسمهال کې اوسېدنه، په اوسمهال کې خپل، احساس، فکر او کړنو ته پام دی. که مو چېرې یاد وي کوچنیوالي کې هر څه ممکن وو، ورځې اوږدې وې خو اوس دومره لنډې دي چې د ورځنیو چارو لپاره یې هم اوږدوالی کافي نه دی. د شپې مو خوب ارام وو او سهار به مو طبیعت تازه وو خو اوس خوب نه درځي. هره ورځ مو د خوښي ناڅاپه پېښې وې خو اوس داسې نه ده بلکې مسولیت دی او هر څه تصادف نه دی. له دې ټولو وروسته بیا د نړۍ له هر څه نا خبره بېرته په خوب ویده کېدلی.   دا ټول کله بدل شو ؟ له کله چې تاسې دا اړتیا درک کړه چې مونږ کار او دندې ته اړتیا لرو او له دې لارې د خپل ځان او ممکن د کورنۍ ملاتړ وکړو. ایا امکان لري چې دا هر څه بېرت...
احساساتي ډیسپلین

احساساتي ډیسپلین

اروا پوهنه
د احساساتو څرنګوالی مو په کړنو، فکر، خبرو او څرنګه چې ورځنی ژوند تجربه کوئ ډراماتیک اغیز لري. احساساتي ډیسپلین څه ته وایي ؟ احساساتي ډیسپلین دې ته وایي چې په ارادي توګه دا خوښه ولرلای شې چې زه باید څرنګه احساسات ولرم. لمړی احساساتو ته او بیا ډیسپلین ته لنډه کتنه کوو تر څو په دواړو سم پوه شو. احساسات ځانګړی احساس دی کوم چې مختلف زهني او فزیکي غبرګونونه پارولی شي. احساسات منظم غبرګونونه دي کوم چې له اروایي، د تجربوي سیستم او د هڅې یا انګېزې له پولو اوښتي. احساسات په بدن کې فزیکي عنصر لري لکه د بدن یوې برخه کې نا ارامتیا یا درد او د رامنځته کېدو لامل یې یوې منفي یا مثبتې پېښې ته غبرګون وي. همداسې مثبت احساسات خوښونکی احساس پیدا کوي. په بدن کې فزیکي درد یا نا ارامتیا سره زهني فکر هم ملتیا کوي، د بېلګې په توګه که چېرې یو کس د خلکو مخکې خبرې کول غواړي ممکن له خبرو مخکې او د خبرو پر مهال د تشوی...
د احساساتو ریښې

د احساساتو ریښې

اروا پوهنه
مغز په خپل ځای کې دی، مغز خپل ځان کې له دوزخ نه جنت جوړوی شي او له جنت نه دوزخ جوړوی شي. - جان میلټون ته همدا اوس څرنګه احساس لرې ؟ په دې پوهېدل چې اوس څه ډول احساس لرم د احساساتو د کنټرول په لور لمړی ګام دی. ستاسې احساسات کولای شي ستاسې له ژوند لویه بدبختي جوړه کړي، کولای شي ژوند مو نیکمرغه کړي له همدې امله باید هر کس خپلو احساساتو ته ډېر پام وکړي. ستاسې احساسات ستاسې د ژوند د ټولو تجربو رنګ دی. کله هم چې مثبت احساسات ولرئ نو هر څه درته ښه ښکاري، په دې وخت کې تر بل هر وخت ښه فکر او مثبت فکر کولای شئ او تر بل هر وخت زیاته انرژي احساس کوئ خو که چېرې منفي احساسات ولرئ برعکس د هر څه کولو لپاره بې انګېزې کیږئ. احساسات لارښونکي هم دي، ستاسې احساسات تاسې ته پیغام درکوي چې یو څه مو په ژوند کې سم یا ناسم دي او دې ته مو اړ کوي چې ژوند کې بدلون راولئ. د انسان د مغز دنده د بقا ممکن کول دي. مغز...
کار او ژوند

کار او ژوند

اروا پوهنه
مونږ کار د دې لپاره کوو چې د ژوند د هرې برخې اړتیا پرې پوره کړو. هر ډول اندېښنې ته د حل لار پیدا کړو. د کار په عاید کورنی ژوند یا شخصي ژوند جوړو. د کار عاید د ژوند د هر پړاو نه په بریالۍ توګه د تېرېدو لپاره کاروو. د همدې موخې لپاره هره ورځ خپله انرژي کاروو او بیا ځلې ځان په انرژي ډکوو. که چېرې د کار او ژند ترمنځ مو وخت کې توازن نشته وي نو لمړی دا چې زمونږ موخه ژوند کول دي، د وخت له تېرېدو سره به دا درک کړو د څه لپاره چې کار کوو نور یې نلرو، او دا درک به مو له انرژي خالي کړي، په بله مانا د کومې موخې لپاره چې کار کوو نور به دا موخه نشته وي او یا به بې ودې پاتې وي او دې چارې به زمونږ د بیا ځلې په انرژي د ډکېدو مخه نیولي وي.   د کار او ژوند ترمنځ توازن جمله کې، کار د ژوند متضاده مانا نلري بلکې کار هم د ژوند یوه برخه ده. خو که چېرې یوازې د ژوند یوې برخې ته پام وکړو او نوره لویه برخه ...
احساسات او شخصیت

احساسات او شخصیت

اروا پوهنه
احساسات ډېر تعریفونه لري یو تعریف یې : احساسات پېچلی غبرګون دی، د کړنې لپاره چمتوالی دی په کوم کې چې فزیولوجیکي بدلون شامل دی. د احساساتو د پېچلتیا له امله د احساساتو تشرېح کول اسانه چاره نه ده. کله مو چې زهن د یو څه کولو په لور هڅوي له دې سره احساسات تل مل وي او دا احساسات یې په ترسره کولو کې مونږ ته ځواک راکوي. په بله مانا د احساساتو ملاتړ مونږ کړنو ته هڅوي او یا مو له کړنو را ګرځوي. همداسې مونږ له خپلو احساساتو او ملاتړ یې خوند اخلو خو ځینې وخت کې برعکس وي.   احساساتي کس هغه څوک دی چې احساسات په ډېره اسانۍ اغیز پرې کوي. دا ډېره اړینه ده چې خپل ځان او خپل شخصیت وپېژنو. ځینې خلک د نورو په پرتله زیات په خپلو احساسات وهدایت کېدونکي وي که چېرې دا خلک د ځان په اړه او د دې خلکو په اړه نور سم پوهاوی ترلاسه کړي نو د بې ځایه نا ارامي مخه به نیول شوې وي. که چېرې مونږ د احساساتي خلکو په ...
زهني روغتیا څه ده ؟

زهني روغتیا څه ده ؟

اروا پوهنه
د زهني روغتیا تعریف د پېژندنې، چلند او احساساتي روغتیا لرنې یا نه لرلو ته زهني روغتیا اصطلاح کاریږي. زهني روغتیا د خلکو د فکر کولو له طریقې، احساس او چلند سره تړاو لري. ځینې خلک زهني روغتیا کلیمه د زهني بې نظمیو نشتون ښودلو لپاره کاروي.   زهني روغتیا لرل یا نه لرل په اړیکو، په ورځني ژوند او فزیکي روغتیا اغیز لري. که چېرې تاسې زهني روغتیا ولرئ او ساتنه یې وکړئ نو د ژوند له هرې تېرېدونکې لحظې به خوند واخلی. د زهني روغتیا لرلو لپاره باید د ژوند د فعالیتونو، مسولیتونو او د اروایي انعطاف د تر لاسه کولو لپاره د هڅو تر منځ توازن ولرئ. هر زهني روغتیایي حالت لکه سټرس، ډېپرېشن، تشویش په زهني روغتیا اغیز کولای شي او ورځنی ژوند مو ګډوډوالی شي. ډېری هغه بې نظمۍ چې ډاکټران یې زهني بې نظمي ګڼي په بدن کې فزیکي ریښې لري.   زهني روغتیا یوازې د زهني بې نظمي نشتوالی نه دی بلکې د خوښۍ ...
زه ولې سټرس کیږم ؟

زه ولې سټرس کیږم ؟

اروا پوهنه
په دې ټول پوهیږو چې سټرس څه ډول احساس دی خو ټول په دې نه پوهیږو چې سټرس څه دی. کله چې وایو زه سټرس یم یا دا سټرس کوونکی دی نو دلته مونږ د لاندې دوه یادو شوو په اړه خبرې کوو : - حالت یا پېښه : داسې وخت کوم کې چې باید ډېرې چارې ترسره کړو او یا چې څه پېښیږي کنټرول نه پرې لرو ؛ - د فشار لاندې وخت کې زمونږ غبرګون : کله چې یو حالت له مونږ غوښتنه لري نو مونږ کې د فشار احساس پیدا کوي او مونږ فکر کوو چې مقاومت ورسره نا ممکن دی.   د فشار لاندې اوسېدل د ژوند نورمال برخه ده او دا چاره مو فعالیت کولو ته اړ کوي، د کړنو لپاره تاسې انرژي کاروی او د فعالیت پای کې پایله ترلاسه کوی. خو که چېرې تل د فشار لاندې پاتې شی په روغتیایي ستونزې بدلېدای شي. سټرس کوم زهني روغتیایي ستونزه نه ده خو سټرس په زهني روغتیا کې ستونزه پیدا کولای شي او همداسې زهني ناروغۍ د سټرس لامل کېدای شي.   ...
د سټرس پېژندل او د مخنیوي لپاره لارې چارې لټول

د سټرس پېژندل او د مخنیوي لپاره لارې چارې لټول

اروا پوهنه
۱ - سټرس هر انسان باندې په مختلفه طریقه اغیز کوي. که چېرې په دوامداره توګه تاسې د سټرس د سرچینې پیدا کولو او تعقیب هڅه وکړئ نو د سرچینې پیدا کولو کې مو تجربه زیاتیږي، د خپل ځان په اړه مو پوهه زیاتیږي، په دې کې مو پوهه زیاتیږي چې بدن مو څرنګه سټرس ته غبرګون ښي. که چېرې تاسې دا چارې تر سره کړئ نو په دې پوهېدای شی چې کله مو د سټرس کچه زیاتیږي او څه مو سټرس زیاتوي او په وخت یې مدیریت باندې پیل کوی.   ۲ - د سټرس سرچینه پېژندل او مخنیوی اړین دی. په ځینې خلکو کې مثبت فعالیتونه د سټرس سرچینه وي. په دې ډول حالت کې سټرس ستاسې د پرمختګ مخه ډب کولای شي.   ۳ - په اوسمهال کې له فزیکي احساس، احساساتو او زهن کې له فکر د ځان خبرول زده کړئ خو د ښه او بد قضاوت مه پرې کوئ یوازې یې د سټرس د مدیریت لپاره وکاروئ. دا چاره مو تشویش کموي، یاد او پام کې مو ښه والی رامنځته کوي. همداسې که کوم کس ...
د سټرس علایم او د علایمو مخنیوی

د سټرس علایم او د علایمو مخنیوی

اروا پوهنه
سټرس مو ژوند کې فرصت او ننګونې اضافه کوي. سټرس او تشویش مو له دې خبروي چې تاسې باید ژوند کې یو څه کولو ته مخکې له مخکې چمتو واوسئ - له تشویش نه موخه د تشویش بې نظمي نه ده. د بېلګې په توګه سټرس او تشویش مو دې ته چمتو کوي چې د ازموینو لپاره درس ته مخه کړئ. خو که چېرې سټرس هره ورځ او زیات وي او دا چاره د اوږد مهال لپاره ادامه پیدا کړي فزیکي او زهني روغتیا ته مو زیان اړوي. که چېرې سټرس ډېر، اوږد مهاله او بیا تکرارېدونکی شي او اروایي بڼه ولري نو انسان کې ځانته احترام کموي، خپلمنځي او اکادمیک اغیزمنتوب کموي، انسان خپل ځان هر څه کې ګرم یا ملامت احساس کوي، انسان په خپل ځان او وړتیاو شک کوي. له همدې امله اړینه ده چې د سټرس د مدیریت لپاره اغیزمنې لارې چارې زده کړئ.   ۱ - روغتیا ته زیان اړونکي سټرس سره د مقاومت لپاره په دې پوهېدل اړین دي چې کله مو د سټرس کچه لوړیږي. مونږ فکر کوو سټرس مو له...
Share
Hide Buttons