
Emotions in the workplace – په کار ځای کې احساسات
په کار ځای کې احساسات د خپلمنځي او بهر له نورو سره د خبرو او اړیکو د څرنګوالي ټاکونکي دي. په کار ځای کې پېښې، په پېښې کې پر ګډون کوونکو احساساتي اغیز لري. په کار ځای کې د احساساتي حالت پایلې او له دې رامنځته شوی چلند د افرادو، ګروپ او ټولنې لپاره د پام وړ اهمیت لري. که چېرې کار ځای کې احساسات مثبت وي نو د هرې دندې د غني کېدو او د پام وړ لاسته راوړنې لامل کیږي. همداسې کار ځای کې منفي احساسات لکه ویره، غسه سټرس، خپګان، دشمني د کاري تولید د کموالي او له کار څخه د انحراف لامل کیږي.
احساسات معمولا له ځانګړو پېښو سره تړاو لري او ډېری وخت دومره ځواکمن وي چې د فکر کولو په بهیر خپل اغیز لري. له بلې خوا د انسان طبیعت یا مزاج، په انسان کې تل موجود عام احساس دی کوم چې ځواکمن حالت ته نه ځي او د فکر په بهیر اغیز نلري، په اسانۍ یې تحریکونکی هم نشي پېژندل کېدای. په کار ځای کې د ډېرو پېښو پایل...