
AEG DJ.I – اې اي جي ډي جې.ای
د لمړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د جرمني برید کوونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه وه، د جوړښت طرحه یې د د رې وزرونو له اې اي جي پي اي جنګ کوونکې الوتکې اخیستل شوې وه. په طرحه کې یې د تنې زغره لرونکی جوړښت، وسلې او مهمات او ماشین یو بل ته ورته وو. له تولیدونکي شرکت د درې الوتکو د جوړولو غوښتنه شوې وه خو د جګړې تر پای ته رسېدو مخکې د ۱۹۱۸ کال تر نومبر پورې یوازې دوه الوتکې جوړې شوې.
د جوړونکي شریک نوم یې (Allgemeine Elektricitäts-Gesellschaft) دی او د الوتکې په نوم کې اې اي جي د همدې نوم لمړي توري دي. کارونکي یې د جرمني د امپراتورۍ پوځ وو، د جرمني پوځ ته جرمني کې (Deutsches Heer) نوم اخلي.
مخینه
د جوړونې اراده یې په ۱۹۱۷ کې شوې، تر څو په دشمن له هوا څخه برید وکړي. تنه یې باید زغره لرونکې جوړه شوې وای ځکه چې د برید لپاره یې ډېره ټیټه الوتنه کوله. د کومې الوتکې له طرحې چې دا الوتکه جوړه شوې وه هغ...