تریتون

Ichthyosaura – اېکتیو سورا

Ichthyosaura – اېکتیو سورا

تریتون
د تریتون نسل دی. د تریتون یو په اوسمهال کې له منځه تللی ډول او یو فوسیل ډول پکې شامل دی. اصلي ځای یې اروپا ده. د نسل د نوم "اېکتیو سورا "مانا یې په یونانۍ ژبه کې "کربوړی کب" ده. کوم چې د میوسین دورې فوسیل دی علمي نوم یې (Ichthyosaura randeckensis) دی او د دوېم ډول عام نوم یې الپین تریتون دی. دواړه ډولونه یې ګونوکوریک دي په دې مانا چې نر او ښځه لري. د مثل تولید یې د جنسي اړیکې له لارې کوه. د الپین تریتون مخکې تر ډېره وخته پورې په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوی وو خو کله چې فوسیل ډول وموندل شو له مطالعه کېدو وروسته په ۲۰۰۴ کال کې له فوسیل ډول سره په جلا نسل کې ډلبندي شو. ډولونه Ichthyosaura alpestris (الپین تریتون) Ichthyosaura randeckensis ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای ...
Iberian ribbed newt – ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون

Iberian ribbed newt – ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون

تریتون
هسپانوی پوښتۍ لرونکی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles waltl) دی. په ایبېرین ټاپوزمه او مراکش کې پیدا کیږي. د اروپا تر ټولو غټ تریتون ګڼل کیږي. د بوسکا تریتون ته هم ایبېرین تریتون نوم اخلي خو دواړه یو ډول نه دی. په څنګونو کې یې پوښتۍ د دفاع د میکانېزم په توګه کار کوي خو انسان ته پرې کوم زیان نشي اړولی. د بدن په سطحه کې د زهرو ترشح کوونکي مرغړي لري. په وحشي چاپېریال کې یې اوږدوالی تر ۳۰ سانتي مترو پورې رسیږي خو په بند ساتل شوي ځای کې ډېر کم وخت تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل پلوروډېلز ...
Edough ribbed newt – اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون

Edough ribbed newt – اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون

تریتون
د پوایرېټ تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles poireti) دی. په پلوروډېلز نسل کې د تریتون یو ډول دی. د الجزایر په شمال ختیځ کې، په اېډو غرونو کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په سیندونو او ډنډونو کې ژوند کوي. مخکې د الجزایر پوښتۍ لرونکي تریتون ګڼل کېده خو وروسته ترې جلا شو. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل پلوروډېلز  
Pleurodeles – پلوروډېلز

Pleurodeles – پلوروډېلز

تریتون
د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. غړو ته یې عامه ژبه کې پوښتۍ لرونکي تریتون (ribbed newts) نوم اخیستل کیږي. د ایبېرین ټاپوزمې تریتون یې تر ټولو عام دي او تر ډېره یې ساینسپوهان هم د مختلفو موخو لپاره کاروي خو په وحشي چاپېریال کې یې نسل ډېر کم شوی. نور دوه ډولونه یې په وحشي چاپېریال کې د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د غړو د شمېر د کمېدو لاملونه یې کرنه، څر او ککړتیا ده. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل پلوروډېلز ډولونه انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه Pleurodeles nebulosus د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون الجزایر او تونس Pleurodeles poireti اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون د الجزایر شمال ختیځ Pleurodeles waltl ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون ...
Laos warty newt – د لاوس زخې لرونکی تریتون

Laos warty newt – د لاوس زخې لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Laotriton laoensis) دی. په لاوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د لاوس په شیانګ خوانګ ولایت کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو او نیمه معتدلو سیمو په ځنګلونو او سیندونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل لاوتریتون
Algerian ribbed newt – د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون

Algerian ribbed newt – د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles nebulosus) دی. په تونس او الجزایر کې پیدا کیږي. په ډنډونو او وړو سیندونو کې د کال یوه برخه تېروي. اوږدوالی یې تر ۲۳ سانتي متره پورې رسیږي. ګرد شوی پوز، هوار سر، وړې سترګې لري. تنه یې پراخ شوی سور لري او د نر لکۍ یې د ښځې په پرتله اوږده وي. د ملا رنګ یې زیتونو ته ورته نسواري او د ګېډې زېړ رنګه خړ وي. ګېډه کې یې د تېز رنګ خاپونه موجود وي. د ملا پوستکی یې زیږوالی لري. د الجزایر په شمال ختیځ کې او د تونس په لویدیځ سیمه کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په مختلف ډوله ډنډونو کې د مثل تولید کوي. تر ټولو لوی ګواښ ورته د چاپېریال ککړتیا ده، دوېم ګام کې په لویه کچه طبیعي چاپېریال د کرنې لپاره کارول او د ژوند لپاره یې چاپېریال د څارویو په څرولو ویجاړول دي. مخکې یې د پوایرېټ تریتون سره توپیر نه وو شوی خو په ۲۰۰۴ کال کې کارانزا او وېډ دا وموندله چې له یاد ډول سره توپیر لري او...
Himalayan newt – د هېمالیا تریتون

Himalayan newt – د هېمالیا تریتون

تریتون
سور موړې لرونکی تریتون نوم هم ورته اخیستل کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton verrucosus) دی. په سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. خواړه یې لړمان، چونجیان، غڼې او حلزون دی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Vietnamese crocodile newt – وېتنامی کروکوډایل تریتون

Vietnamese crocodile newt – وېتنامی کروکوډایل تریتون

تریتون
د وېتنامي موړې لرونکي تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton vietnamensis) دی. د بامبو باڼس له ځنګلونو سره پیدا کیږي. ممکن چین او لاوس کې هم شته وي. د مالیکولي او جنتیکي مالوماتو له مخې د چین د هېنان موړې لرونکي تریتون سره نږدې تړاو لري. تر ۱۲ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Wenxian knobby newt – وېنکسین موړې لرونکی تریتون

Wenxian knobby newt – وېنکسین موړې لرونکی تریتون

تریتون
وېنکسین د چین په هېنان ولایت کې سیمه ده. یادې سیمه ته د وېن نوم هم اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton wenxianensis) دی. د ملا رنګ یې تور او د ګېډې رنګ یې تور رنګه نسواري وي. د ګوتو سرونه او د لکۍ لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. د وېن په ځنګلونو کې پیدا کیږي. د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته ځي. خپلې هګۍ په وچه کې یا د وچې او اوبو ترمنځ اچوي. لاروای بچیان یې په اوبو کې وده کوي. د ځنګل وهنې او فارمونو له امله یې د ژوند چاپېریال له ګواښ سره مخ دی او یادې چارې یې د ډول د غړو شمېر کم کړی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Tiannan crocodile newt – تیانان کروکوډایل تریتون

Tiannan crocodile newt – تیانان کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton yangi) دی. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین د سوېل په یونان ولایت کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Ziegler’s crocodile newt – د زیګلر کروکوډایل تریتون

Ziegler’s crocodile newt – د زیګلر کروکوډایل تریتون

تریتون
د زیګلر موړې لرونکي تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton ziegleri) دی. د وېتنام په شمال کې پیدا کیږي. ممکن د چین په سوېل کې هم شته وي. د جنتیکي مالوماتو له مخې له تور موړې لرونکي تریتون سره تړاو لري. عام نوم او د ډول د ساینسي نوم دوېمه کلیمه یې د جرمني د دوه ژواکو مطالعه کوونکي (Thomas Ziegler) له نوم اخیستل شوې. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون   ...
Chiang Mai crocodile newt – چیانګ مې کروکوډایل تریتون

Chiang Mai crocodile newt – چیانګ مې کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton uyenoi) دی. د تایلنډ په چیانګ مې ولایت کې پیدا کیږي. مخکې د امپراتور تریتون غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال جلا ډول ګڼل کیږي. د ساینسي نوم دوېمه کلیمه یې د دوه ژواکو د مطالعه کوونکي (Shun-ichi Ueno) له نوم اخیستل شوې. بدن یې تور رنګه نسواري او نارنجي رنګ کې وي. په ملا کې زخې لري. په حلزون او مختلف ډوله جوړه پښیو ځان تغذیه کوي. له مې تر جولای پورې د مثل تولید کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Taliang knobby newt – تالیانګ موړې لرونکی تریتون

Taliang knobby newt – تالیانګ موړې لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton taliangensis) دی. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په سوېل لوېدیځ کې پیدا کیږي. په ګڼو شنو لرونکو د درو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د شولو پټیو او ډنډونو کې د مثل تولید کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Tylototriton shanorum

Tylototriton shanorum

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د برما په شان ایالت کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون  
Emperor newt – امپراتور تریتون

Emperor newt – امپراتور تریتون

تریتون
د ماندرین تریتون، ماندرین سلامېنډر په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton shanjing) دی. بې کچې زیات زهرجن تریتون دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نارنجي سر لري او له سر یې د ملا په منځ کې د لکۍ لور ته نارنجي کرښه غزېدلې. د نارنجي کرښې په اوږدو کې یو بل لور ته نارنجي زخې لري. ټوله لکۍ او ټولې پښې یې هم نارنجي وي. په هر غړي کې یې د نارنجي رنګ روښانوالی او خیره والی توپیر لري. د ورځې لخوا یې ښکاري ژوي د روښانه رنګ له امله په اسانۍ لیدلی شي خو د ورځې تر ډېره ارام کوي او د شپې لخوا فعال وي. همداسې په ملا کې یې نارنجي زخې زهرجن مرغړي دي او که چېرې له ګواښ سره مخ شي یاد مرغړي زهر ترشح کوي. یوازې یو غړی یې تر ۷۵۰۰ پورې مږې په خپلو زهرو وژلی شي خو په انسان یې زهر اغیز نه کوي. په ډنډونو او ورو روانو اوبو کې د مثل تولید کوي. خواړه یې چونجیان او ځینې...
Tylototriton pseudoverrucosus

Tylototriton pseudoverrucosus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Tylototriton panhai

Tylototriton panhai

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. په تایلنډ او لاوس کې پیدا کیږي. تر ۲۰۱۳ کال پورې د امپراتور تریتون د ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال د جلا ډول په توګه ډلبندي شوي. د ساینسي نوم دوېمه کلیمه (panhai) یې د تایلنډ بیولوجي پوه (Somsak Panha) له نوم اخیستل شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Laos knobby newt – د لاوس موړې لرونکی تریتون

Laos knobby newt – د لاوس موړې لرونکی تریتون

تریتون
د سوېل کروکوډایل تریتون، خاموان کروکوډایل تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton notialis) دی. د مرکزي لاوس په خاموان ولایت کې پیدا کیږي. کوم چې وېتنام کې پیدا دي مخکې د همدې ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال جلا ډول ګڼل کیږي او د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton thaiorum) ایښودل شوی. د موړې لرونکو تریتون ډولونو کې د جنتیکي مالوماتو له مخې له تور موړې لرونکي تریتون سره تړاو لري. اوږدوالی یې له ۱۱ تر ۱۴ سانتي متره پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Ngoc Linh crocodile newt – د نوک لېن کروکوډایل تریتون

Ngoc Linh crocodile newt – د نوک لېن کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نومی (Tylototriton ngoclinhensis) دی. د مرکزي وېتنام په لوړو سیمو کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۲۰۱۸ کې موندل شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د تریتون د ډول په توګه تشرېح شوی. د ژوند لپاره چاپېریال یې په ډېره کوچنۍ سیمه کې دی او له همدې یې د غړو شمېر د کمېدو له ګواښ سره مخ دی. د نوک لېن غرونو د اوبو له تنو سره نږدې په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې نارنجي او تور ته ورته نسواري وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Ywangan crocodile newt – ایوانګن کروکوډایل تریتون

Ywangan crocodile newt – ایوانګن کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton ngarsuensis) دی. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. اصلي ځای یې د برما اېوانګن سیمه ده. لنډ شوی سر، څورب بدن لري. د مثل تولید یې د نورو ډولونو په پرتله د کال پای لور کې وي. لکه د اسیا د تریتون د نورو ډلونو په څېر یې د نسل د غړو شمېر د درملو جوړولو لپاره د نیونې له امله کم شوی، همداسې د کورني ژوي په توګه د ساتنې لپاره هم نیول کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ...
Share
Hide Buttons