
Red-tailed knobby newt – د سرې لکۍ موړې لرونکی تریتون
د کوېچاو کروکوډایل تریتون په نوم هم پېژندل کیږي. ساینسي نوم یې (Tylototriton kweichowensis) دی. د چین د ګوېجو ولایت پخوانۍ املا کوېچاو ده له کوم چې د یاد تریتون دوېم نوم اخیستل شوی.له امپراتور تریتون او د هیمالیا له تریتون سره نږدې تړاو لري.
ښځه یې په تنه کې له نر غټه وي. په ورو بهېدونکو لښتیو او ډنډونو کې د کال یوه برخه تېروي او همداسې په وچه کې د ژوند پړاو د غونډیو په هغو پېچومیو کې تېروي چېرې چې لانده واښه زیات وي. اوبو ته یوازې د مثل د تولید پرمهال تګ کوي او د مثل د تولید موده یې د مې له پیل د جولای تر پیل پورې وي، تر ډېره د سیمې له موسمي بارانونو سره مل وي.
خواړه یې چونجیان، حشرې، لاروای ژوي او نور واړه د تریتون ډولونه دي. د چونګښو واړه بچیان هم خوري. ځینې خلک یې د کورني ژوي په توګه کورونو کې ساتي. که چېرې کور کې ساتل شوي وي نو د درې غړو لپاره له ۱۵ تر ۲۰ ګېلنو پورې اوبو ته اړتیا ...