تریتون

Paramesotriton maolanensis

Paramesotriton maolanensis

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د نسل تر ټولو نورو غړو زیات اوږد دی او اوږدوالی یې تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي. د چین په ګویجو ولایت کې پیدا کیږي. د مطالعې لپاره نیول شوی ډول یې په ژور تالاب کې موندل شوی خو ممکن د ځمکې د تل په اوبو کې هم شته وي. سترګې د انځور جوړونکې نه دي. نرم پوستکی لري. د ملا رنګ یې تور نسواري وي. ګېډه یې نارنجي خالونه لري. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون...
Yunwu warty newt – یو نو زخې لرونکی تریتون

Yunwu warty newt – یو نو زخې لرونکی تریتون

تریتون
مخکې یې عام نوم نه لره او په خپل ساینسي نوم پېژندل کېده خو اوسمهال پرې یو نو زخې لرونکی تریتون نوم ایښودل شوی. یو نو په چین کې د غرونو نوم دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton yunwuensis) دی. د چین په سوېل کې د ګوانګډونګ ولایت په یو نو غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون
پایډل ته ورته لکۍ لرونکی بې خالو تریتون

پایډل ته ورته لکۍ لرونکی بې خالو تریتون

تریتون
په سیمه کې په مختلفو عامو نومونو یادیږي : لکه د انټرشټاین تریتون، پڅ بې څوکې بې خالو تریتون، بې خالو هوار زخې لرونکی تریتون، د ژاو اېرمي هوار زخې لرونکی تریتون، پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton labiatus) دی. هواره پراخه شوې تنه او پایډل ته ورته لکۍ لري. رنګ یې له روښانه نسواري، تېز نسواري تر تور پورې وي. ګېډه کې یې د نارنجي رنګ کرښې یا خالونه موجود وي. پوستکی یې ډېر نرم او ترشح کوونکی وي. لنډې پښې لري. د بوي او لید په زریعه خواړه پیدا کوي. په کوم چاپېریال کې چې ژوند کوي هلته یې خواړه ډېر کم پیدا کیږي او له همدې امله تر څو اونیو پورې بې خوړو ژوند تېروي خو که چېرې بند ځای کې وساتل شي باید په دومداره توګه تغذیه شي. په وحشې چاپېریال کې یې عمر تر اوسه نه دی مالوم خو په بند ساتل شوي ځای کې تر ۲۰ کالو پورې ژوند کولای شي. د بل تریتون د پام جلبول د لکۍ په خوځ...
Hong Kong warty newt – د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون

Hong Kong warty newt – د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون

تریتون
د هانګ کانګ تریتون نوم هم ورته اخلي. په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. په هانګ کانګ کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton hongkongensis) دی. د چین د ګوانګډونګ ولایت له سمندر غاړو سره نږدې سیمو کې هم پیدا کیږي. که چېرې وګواښل شي نو ځان رغړوي او خپله ګېډه کې په روښانه نارنجي رنګ د زهرجنتوب پیغام لیږي او سملاسي یې بدن زهر ترشح کوي. نر یې د مثل د تولید پر مهال لکۍ کې روښانه نیله رنګ پیدا کوي. هګۍ په یو ځایي نه اچوي بلکې هره هګۍ له اچولو پس په اوبو کې په پاڼو پسې نښلوي. قانون یې ساتنه کوي او په هانګ کې یې نیول، لرل، ښکار کول جرم ګڼل کیږي. په هانګ کانګ کې یوازینی پیدا کېدونکی یوروډېلا ژوی دی. ځینې مسلکي کسان یې د چینايي زخې لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼي خو دواړه د ژوند لپاره مختلف ډول چاپېریال کې ژوند کوي، فزیکي ځانګړنې یې هم توپیر سره لري، د ژوند سیمې یې هم سره جلا دي او ل...
Guangxi warty newt – د ګوانګسي زخې لرونکی تریتون

Guangxi warty newt – د ګوانګسي زخې لرونکی تریتون

تریتون
په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د ډول علمي نوم یې (Paramesotriton guangxiensis) دی. د چین په ګوانګسي ولایت کې پیدا کیږي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو لانده ځنګلونه او سیندونه دي. د ډول د غړو شمېر یې د طبیعي چاپېریال د ویجاړونې له امله کم شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون  ...
Tam Dao salamander – ټام ډاو سالاماندر

Tam Dao salamander – ټام ډاو سالاماندر

تریتون
په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د ویتنام سالاماندر په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton deloustali) دی. د ژوند لپاره چاپېریال یې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو لانده ځنګلونه او سیندونه دي. د ډول د غړو شمېر یې د غېرې قانوني ښکار له امله او د طبیعي چاپېریال د ویجاړونې له امله کم شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون...
Wanggao warty newt – وانګاو زخې لرونکی تریتون

Wanggao warty newt – وانګاو زخې لرونکی تریتون

تریتون
په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton fuzhongensis) دی. د چین د ګوانګسي ولایت په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په وښو پوښلو سیلابي ډنډونو کې ژوند کوي، د یادو سیمو په سیندونو او ویالو کې هم شته وي. همداسې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې هم پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون  ...
Chinese warty newt – چینایي زخې لرونکی تریتون

Chinese warty newt – چینایي زخې لرونکی تریتون

تریتون
په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton chinensis) دی. د چین په چونګ کینګ، هیونان، انهوي، ژېژیانګ، فوجیان، ګوانګډونګ او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. په مرکزي چین کې هم شته دي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو لانده ځنګلونه او سیندونه دي. همداسې په داسې ډنډونو کې هم شته وي کوم چې ګڼ واښه لري. نر له ښځې کمه اندازه لنډ وي. د غړو شمېر یې د طبیعي چاپېریال د ویجاړونې له امله کم شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون...
Spot-tailed warty newt – د خالداره لکۍ زخې لرونکی تریتون

Spot-tailed warty newt – د خالداره لکۍ زخې لرونکی تریتون

تریتون
په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton caudopunctatus) دی. یوازې په مرکزي چین کې پیدا کیږي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو د ټیټو ځمکو لانده ځنګلونه او سیندونه دي. نر یې د ښځې پرتله اوږدوالي کې کمه اندازه لنډ وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون  ...
Paramesotriton – پارامېزو تریتون

Paramesotriton – پارامېزو تریتون

تریتون
عام نوم یې زخې لرونکی تریتون دی، د اسیایي زخې لرونکي تریتون په نوم هم یاديږي. د تریتون نسل دی. څوارلس ډولونه پکې شامل دي. په شمالي ویتنام کې او د چین په سوېل او سوېل لوېدیځ کې پیدا کیږي. د ډېری ډولونو اصلي ځای یې چین دی. ځینې ډولونه یې د روانو اوبو په لښتیو کې او ځینې د ولاړو اوبو په ډنډونو کې ژوند کوي. ورسره نږدې تړاو لرونکی نسل لاوتریتون دی. د ملا رنګ یې تېز نسواري وي. د پوستکي څرګوالی یې هر ډول کې توپیر لري له ډېر زیږ تر هوار پورې پوستکی لري. د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون یې زهري پوستکی او زهرجنې هګۍ لري. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون Paramesotriton aurantius Paramesotriton caudopunctatus Paramesotrito...
Spotted paddle-tail newt – خالداره پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

Spotted paddle-tail newt – خالداره پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Pachytriton brevipes) دی. د چین په سوېل ختیځ کې دوه ژواکی تریتون دی. ساینسي نوم یې په ۱۸۷۶ کې ایښودل شوی. بې خالو پایډل ته ورته لکۍ لرونکي تریتون ته ورته والی لري. په لښتیو کې ژوند کوي او په خپله لکۍ لامبو وهي. بې څوکې پڅ بدن لري. د نرم پوستکي لرونکي، اوبو کې ژوند کوونکي دي. غټ هوار شوي پلن سرونه لري. د دواړو پوستکي او سږو په ذریعه سا اخلي. د ملا رنګ یې له تېز نسواري تر چاکلېټ ته ورته پورې رنګ کې وي، په دې رنګ کې خالونه لري. د ګېډې رنګ یې له روښانه نسواري تر تور پورې امکان لري. د مثل تولید کوونکی نر یې ممکن په لکۍ کې نیله رنګ ته ورته روښانه رنګ پیدا کړي. نران یې خپله سیمه ټاکي او خپلو سیمو کې په نورو برید کوي. ښځې یې ډېر کم وخت برید کوونکی چلند لري. په وړو کبانو، چونجیانو او حشرو ځان تغذیه کوي. په پاکو، رڼو او په اکسیجن غني اوبو کې ژوند کوي. اوس وخت کې یې شمېر د اوبو د...
Pachytriton wuguanfui

Pachytriton wuguanfui

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په هیونان او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون

Pachytriton moi

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. اصلي ځای یې د چین په سوېل کې ګوانګسي ولایت دی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton xanthospilos

Pachytriton xanthospilos

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په سوېل کې په ګوانګډونګ او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton inexpectatus

Pachytriton inexpectatus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په سوېل کې په ګوېجو، هیونان، ګوانګډونګ او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. ډېری خلک یې د کورني ژوي په توګه ساتي او له همدې امله سوداګریز ارزښت لري. د ګوتو تر منځ یې وړه کمه څرګنده پرده موجوده وي. په ګېډه کې یې سور رنګه نارنجي نښانونه موجود وي. د غرونو په ویالو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوي او د اوبو په حشرو ځان تغذیه کوي. د مثل تولید د اوړي په پیل کې کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون...
Pachytriton granulosus

Pachytriton granulosus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په ژېژیانګ غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton feii

Pachytriton feii

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین د هېنان په سوېل ختیځ کې او د انهوي په هوانګشن غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton changi

Pachytriton changi

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په ګوانګډونګ کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton archospotus

Pachytriton archospotus

تریتون
عام نوم نه لري او په علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون
Pachytriton – پاکي تریتون، پاشي تریتون یا پاچي تریتون

Pachytriton – پاکي تریتون، پاشي تریتون یا پاچي تریتون

تریتون
د تریتون نسل دی. د چین په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. ټول لس ډولونه پکې شامل دي. پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون او چینایي تریتون نومونه هم ورته اخلي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون انځور سیاینسي نوم سیمه 'Pachytriton airobranchiatus د چین ګوانګډونګ Pachytriton archospotus د چین هیونان، جیانګسي، ګوانګډونګ Pachytriton brevipes د چین سوېل Pachytriton changi د چین ګوانګډونګ Pachytriton feii د چین د هینان په سوېل کې Pachytriton granulosus جېجیانګ Pachytriton inexpectatus د چین ګوانګسي، هیونان، ګوانګډونګ او ګویجو ولایتونه Pachytriton moi د چین ګوانګسي ...