تریتون

Greek smooth newt – د یونان هوار تریتون

Greek smooth newt – د یونان هوار تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton graecus) دی. د تریتون یو ډول دی، د بالکان په سوېل کې، کرواېشیا، مونتېنېګرو، البانیا، د مکدونیا په شمال کې، بلغاریا او یونان کې پیدا کیږي. په ۱۹۰۶ کال کې ویلي وېلټرسټوف د (Triton vulgaris graeca) په توګه تشرېح کړی وو او د هوار تریتون فرعي ډول یې ګڼلی وو خو وروسته جنتیکي مالوماتو په ګوته کړه چې له هوار تریتون سره ګډ پلرونه نه لري. په ۲۰۰۹ کال کې (Dubois and Raffaëlli) دواړو دا وموندله چې ځینې فرعي ډولونه د یونان د هوار تریتون په شمول فرعي ډولونه نه دي بلکې جلا ډولونه دي. مالیکولي فیلوجنتیک ښودلې چې د یونان له هوار تریتون سره تر ټولو نږدې تړاو لرونکی د اناتولیا کوسویګ هوار تریتون دی. د یونان هوار تریتون د تریتون له نورو هوارو ډولونو سره په هغو ځانګړنو کې توپیر لري کومې چې د بشپړ ودې پرمهال نر کې راڅرګندیږي. نر یې په ملا کې تاج لري کوم چې تر یو ملي متر پورې لو...
Bosca’s newt – د بوسکا تریتون

Bosca’s newt – د بوسکا تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton boscai) دی پخوانی ساینسي نوم یې (Triturus boscai) وو. د ایبېریا تریتون په نوم هم یادیږي. په پرتګال او د هسپانیا په لویدیځ کې پیدا کیږي. نوم یې د هسپانیا د دوه ژواکو د مطالعه کوونکي اډوارډو بوسکا له نوم څخه اخیستل شوی. تشرېح د ښځې د بدن اوږدوالی یې د نر په پرتله زیات وي. کله چې له اوبو بهر ژوند کوي د ملا په اوږدو کې د مرغړیو له امله زیږوالی لري. د بدن رنګ یې نسواري، زېړ رنګه او یا تېز شین رنګه وي. د ګېډې لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. نر یې د لکۍ په څوکه کې بهر ته وتلی روښانه رنګ ته وده ورکوي. د مثل د تولید په موده کې لکه د نورو په څېر ښکارېدونکي یا لیدل کېدونکي نه وي. د ژوند چاپېریال تر ډېره په اوبو کې ژوند کوي. په ډنډونو کې پیدا کیږي خو د انسانانو لخوا د اوبو په جوړو شوو تنو کې هم ژوند کولای شي. د نسل غړي یې له خطر سره نه دي مخ او سیمه کې په کافي اندا...
Lissotriton – لیسوتریتون

Lissotriton – لیسوتریتون

تریتون
د تریتون نسل دی، د اروپا په مختلفو هیوادونو کې پیدا کیږي، د کوچنۍ اسیا په ځینې سیمو کې هم شته دي. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر خپله لاروای دوره په اوبو کې تېروي، بشپړ ودې ته رسېدلی یې په وچه کې ژوند کوي او د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته ګرځي. دا واړه ډولونه باید په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوي وای خو فیلوجنتیک څېړنې یې دا ګروپ د پارافیلوټیک په توګه ښي. لیسوتریتون نوم په لمړي ځل په ۱۸۳۹ کې توماس بېل کارولی وروسته د کوچنۍ تنې لرونکي تریتون ډول لپاره د کوم چې علمي نوم (Lissotriton vulgaris) دی کارول شوی. تر اوسه پورې یې په پلورو ډیلیني فرعي کورنۍ کې ټاکل شوی فیلوجنتیک ځای نه دی مالوم. ډولونه په لیسوترتیون کې تر اوسه د تریتون لس ډولونه شامل کړل شوي. ځینې ډولونه یې د ځینو مسلکي کسانو لخوا فرعي ډولونه ګڼل شوي خو ټول مسلکي کسان پرې توافق نه لري. - د بوسکا تریتون - یونانی تریتون ...
Japanese fire-bellied newt – جاپانی سور ګېډی تریتون

Japanese fire-bellied newt – جاپانی سور ګېډی تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops pyrrhogaster) دی. اصلي ځای یې جاپان دی. د بدن پاسه برخه یې خیره رنګ لري خو د ګېډې رنګ یې روښانه سور رنګ کې وي. له سیمې، جنتیک او عمر زیاتېدو سره یې رنګ کې بدلون رامنځته کېدای شي. بشپړ ودې ته رسېدلی یې له ۸ تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. پوستکی یې د ښکاري ژو لپاره ټېټرو ډو ټوکسین زهر ترشح کوي او یاد زهر له خپلو خوړو ترلاسه کوي. زهر یې د عصابو نسجونه له منځه وړي. د جاپان په ډېرو ټاپوګانو کې شته دي. په طبیعي ډنډونو او د انسان لخوا په جوړو شوو د اوبو تنو کې ژوند کولای شي، د ژوند یو پړاو په ځنګلونو او وښیزو سیمو کې تېرول خوښوي. له پسرلي تر د اوړي پیل پورې د مثل تولید کوي. دواړه جنسونه یې د جنسي اړیکې په موده کې فېرومون تولیدوي - فېرومون د یوه ژوندي لخوا تولید شوي داسې کیمیاوي مالیکول ته وایي چې د همدې ژوندي په بل غړي کې ځانګړی چلند پیدا کوي. هګۍ یې جلا وي او په ...
Yunnan lake newt – د یونان د بند تریتون

Yunnan lake newt – د یونان د بند تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops wolterstorffi) دی. د تریتون په اوسمهال کې له منځه تللی ډول دی. د چین د یونان سیمې په کونمینګ بند کې پیدا کېده. په کمو ژورو اوبو کې یې ژوند کوه. له ۱۹۶۹ کال څخه را په دیخوا په طبیعي چاپېریال کې نه دی لیدل شوی. د نسل د غړو د ورکېدو لامل یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونه او ښکاري ژوي دي. په انګریزۍ کې ورته (Wolterstorff's newt) نوم هم اخلي او یاد نوم یې د جرمني د ځمکپوه او دوه ژواکو مطالعه کوونکي (Willy Wolterstorff) له نوم څخه اخیستل شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس ...
Dayang newt – ډایانګ تریتون

Dayang newt – ډایانګ تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops orphicus) دی. اصلي ځای یې چین دی. په ګوانګډونګ سیمه کې پیدا کیږي. په ۱۹۳۶ کې د مطالعې لپاره له ډایانګ سیمې نیول شوي وو. د چین په مرکزي فوجیان سیمه کې هم شته دي. په وړو ډنډونو او بندونو کې ژوند کوي او د ژمي د خوب لپاره ځنګلونه خوښوي. د انسانانو لخوا د ځنګل وهنې یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ کړی او د نسل د غړو شمېر یې له ګواښ سره مخ کړی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس ...
Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

تریتون
د منځنۍ کچې زهرجن پوستکی لري. د پوستکي ترشح کېدونکي زهر یې په بنسټیزه توګه ټېټرو ډوټوکسین دي. که چېرې یې زهر د انسان له پوستکي سره اړیکه کې شي پوستکی بې حسه کوي او نا ارامتیا پکې پیدا کوي خو که چېرې بدن ته یې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops orientalis) دی. له دوه تر څلور انچو پورې اوږدوالی لري. د تنې پاسه برخه یې تور او ګېډه یې سور رنګ کې وي. د ژو پلورونکو هټیو کې پلورل کیږي او د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. د طبیعي چاپېریال په داسې سیمو کې ژوند کول خوښوي چېرې چې د اوبو ډنډونه موجود وي او ګڼ واښه پکې وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس   ...
Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops fudingensis) دی. د چین د فوجیان د شمال ختیځ په فوډینګ سیمه کې پیدا کیږي. د جنتیک له مخې چینایي سور ګېډي تریتون ته ورته والی لري او په مورفولوجیکي توګه ډایانګ سور ګېډي تریتون ته ورته دی خو له دواړو یې د ژوند سیمه جلا ده. په سینوپس نسل کې شامل دی خو یوه بله ډلبندي یې د چین له نورو تریتون سره په هیپ سیلو تریتون نسل کې ډلبندي کوي. سورګیډی فوډینګ کوچنی تریتون دی او تر ۴ انچه پورې اوږدوالی لري. د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونکي او نسل کمونکي یې سېلانیان، دوېم ګام کې ښکاري ژوي لکه چونګښې او سورغوږې شمشتۍ دي، درېم ګام د دوه ژواکو هغه مطالعه کوونکي دي کوم چې ژوي د مطالعه لپاره راټولوي. د مثل د تولید لپاره اړینه ده چې لوی شمېر خپله کې سره ډله وي. په اپرېل میاشت کې هګۍ اچوي او خپله هره هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ...
Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

تریتون
زېړ ګېډی تریتون، اوکیناوا تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Cynops ensicauda) دی. د جاپان د روکیو ټاپوګانو په ټولګه کې پیدا کیږي. د نسل غړي یې ډېر کم پاتې دي او نوم یې د جاپان د دوه ژواکو په سور نوملړ کې دی. پوستکی یې زهر ترشح کوي. پراخ سر او هوار پوستکی لري، تور تر نسواري پورې رنګ کې وي. ځینې یې ملا کې سور ته ورته نارنجي ټکي لري. نر یې تر ۱۲.۸ سانتي متره او ښځه یې تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر او ښځه یې ډیمورفېزم ښي : د ښځې لکۍ یې له خپلې تنې ډېره اوږده وي، د نر لکۍ یې ډېره لنډه وي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د سیمو پراختیا ویجاړ کړی همداسې غټ کبان یې واړه بچیان ښکار کوي او دې چارو یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کړی. له بل لوري سیمو کې د باراني اوبو د تخلیه کولو لپاره کانګریټي لښي جوړ شوي، د باران اوبه یې یادو لښتیو ته وړي او له باران درېدو وروسته پکې مړه کیږي. ساینسي...
Chuxiong fire-bellied newt – چیوشیونګ سور ګېډی تریتون

Chuxiong fire-bellied newt – چیوشیونګ سور ګېډی تریتون

تریتون
د نیله لکۍ لرونکی سور ګېډی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops cyanurus) دی. د چین په ګویجو او یونان سیمو کې پیدا کیږي. د ټیټو هوارو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. لاروای پړاو د تازه اوبو په ډنډونو کې تېروي. د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونې یې د نسل غړي کم کړي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس ...
Chenggong fire belly newt – چېنګونګ سور ګېډی تریتون

Chenggong fire belly newt – چېنګونګ سور ګېډی تریتون

تریتون
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops chenggongensis) دی. د چین د تریتون یو ډول دی. د چین د یونان سیمې د چېنګونګ ولسوالۍ په شویټن کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس
Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

تریتون
مختلف ډوله تریتون دي کوم چې د تریتون یو نسل جوړوي، نسل ته یې سینوپس نوم اخلي، اصلي ځای یې چین او جاپان دی. ګېډه یې روښانه سور یا زېړ رنګ لري خو دا ډول رنګ د نورو نسلونو په تریتون کې هم شته وي. پوستکی یې زهر ترشح کوي او که چېرې د انسان بدن ته د ټپ له لارې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس ډولونه په ځینې ډلبندیانو کې د سینوپس نسل تریتون په هیپسېلو تریتون نسل کې ډلبندي شوي د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې یې پېژندل شوي ډولونه دي : انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه Cynops chenggongensis د چېنګونګ سور ګېډی تریتون چېنګونګ د یونان ولسوالۍ Cynops cyanurus د نیله لکۍ سورګېډی تریتون د...
Newt – تریتون

Newt – تریتون

تریتون
تریتون په پلوروډېلیني فرعي کورنۍ کې دوه ژواکې لټکه ده. په کوچنیوالي کې په ځمکه ژوند کوي او دې پړاو ته یې اېفټ نوم اخلي. د سالامانډریډای کورنۍ د نورو دوه ژواکو لټکو په څېر تریتون هم نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی. ټولې دوه ژواکه لټکې تریتون نه ګڼل کیږي. په اروپا، شمالي امریکا، شمالي افریقا او اسیا کې یې تر ۱۰۰ زیات ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي. بدن یې درې پړاونو کې بدلون مومي : لمړی پړاو یې اوبو کې لاروا پړاو دی، په وچه کې اېفټ پړاو دی، بلوغ یا بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون کربوړي ته ورته والی لري. هر کال له وچې بېرته اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي. که چېرې یې د مثل د تولید موده نه وي نو داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي کوم چې لوندوالی لري او ګیا پوښلی وي. نسلونه یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ډېرو ډولونو غړي یې ډېر کم پاتي ...
Share
Hide Buttons