تریتون

Dayang newt – ډایانګ تریتون

Dayang newt – ډایانګ تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops orphicus) دی. اصلي ځای یې چین دی. په ګوانګډونګ سیمه کې پیدا کیږي. په ۱۹۳۶ کې د مطالعې لپاره له ډایانګ سیمې نیول شوي وو. د چین په مرکزي فوجیان سیمه کې هم شته دي. په وړو ډنډونو او بندونو کې ژوند کوي او د ژمي د خوب لپاره ځنګلونه خوښوي. د انسانانو لخوا د ځنګل وهنې یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ کړی او د نسل د غړو شمېر یې له ګواښ سره مخ کړی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس...
Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

تریتون
د منځنۍ کچې زهرجن پوستکی لري. د پوستکي ترشح کېدونکي زهر یې په بنسټیزه توګه ټېټرو ډوټوکسین دي. که چېرې یې زهر د انسان له پوستکي سره اړیکه کې شي پوستکی بې حسه کوي او نا ارامتیا پکې پیدا کوي خو که چېرې بدن ته یې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops orientalis) دی. له دوه تر څلور انچو پورې اوږدوالی لري. د تنې پاسه برخه یې تور او ګېډه یې سور رنګ کې وي. د ژو پلورونکو هټیو کې پلورل کیږي او د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. د طبیعي چاپېریال په داسې سیمو کې ژوند کول خوښوي چېرې چې د اوبو ډنډونه موجود وي او ګڼ واښه پکې وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس  ...
Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

تریتون
د ډول علمي نوم یې (Cynops fudingensis) دی. د چین د فوجیان د شمال ختیځ په فوډینګ سیمه کې پیدا کیږي. د جنتیک له مخې چینایي سور ګېډي تریتون ته ورته والی لري او په مورفولوجیکي توګه ډایانګ سور ګېډي تریتون ته ورته دی خو له دواړو یې د ژوند سیمه جلا ده. په سینوپس نسل کې شامل دی خو یوه بله ډلبندي یې د چین له نورو تریتون سره په هیپ سیلو تریتون نسل کې ډلبندي کوي. سورګیډی فوډینګ کوچنی تریتون دی او تر ۴ انچه پورې اوږدوالی لري. د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونکي او نسل کمونکي یې سېلانیان، دوېم ګام کې ښکاري ژوي لکه چونګښې او سورغوږې شمشتۍ دي، درېم ګام د دوه ژواکو هغه مطالعه کوونکي دي کوم چې ژوي د مطالعه لپاره راټولوي. د مثل د تولید لپاره اړینه ده چې لوی شمېر خپله کې سره ډله وي. په اپرېل میاشت کې هګۍ اچوي او خپله هره هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ...
Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

تریتون
زېړ ګېډی تریتون، اوکیناوا تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Cynops ensicauda) دی. د جاپان د روکیو ټاپوګانو په ټولګه کې پیدا کیږي. د نسل غړي یې ډېر کم پاتې دي او نوم یې د جاپان د دوه ژواکو په سور نوملړ کې دی. پوستکی یې زهر ترشح کوي. پراخ سر او هوار پوستکی لري، تور تر نسواري پورې رنګ کې وي. ځینې یې ملا کې سور ته ورته نارنجي ټکي لري. نر یې تر ۱۲.۸ سانتي متره او ښځه یې تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر او ښځه یې ډیمورفېزم ښي : د ښځې لکۍ یې له خپلې تنې ډېره اوږده وي، د نر لکۍ یې ډېره لنډه وي. د ژوند لپاره چاپېریال یې د سیمو پراختیا ویجاړ کړی همداسې غټ کبان یې واړه بچیان ښکار کوي او دې چارو یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کړی. له بل لوري سیمو کې د باراني اوبو د تخلیه کولو لپاره کانګریټي لښي جوړ شوي، د باران اوبه یې یادو لښتیو ته وړي او له باران درېدو وروسته پکې مړه کیږي. ساینسي...
Chuxiong fire-bellied newt – چیوشیونګ سور ګېډی تریتون

Chuxiong fire-bellied newt – چیوشیونګ سور ګېډی تریتون

تریتون
د نیله لکۍ لرونکی سور ګېډی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops cyanurus) دی. د چین په ګویجو او یونان سیمو کې پیدا کیږي. د ټیټو هوارو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. لاروای پړاو د تازه اوبو په ډنډونو کې تېروي. د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونې یې د نسل غړي کم کړي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس...
Chenggong fire belly newt – چېنګونګ سور ګېډی تریتون

Chenggong fire belly newt – چېنګونګ سور ګېډی تریتون

تریتون
د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops chenggongensis) دی. د چین د تریتون یو ډول دی. د چین د یونان سیمې د چېنګونګ ولسوالۍ په شویټن کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس
Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

تریتون
مختلف ډوله تریتون دي کوم چې د تریتون یو نسل جوړوي، نسل ته یې سینوپس نوم اخلي، اصلي ځای یې چین او جاپان دی. ګېډه یې روښانه سور یا زېړ رنګ لري خو دا ډول رنګ د نورو نسلونو په تریتون کې هم شته وي. پوستکی یې زهر ترشح کوي او که چېرې د انسان بدن ته د ټپ له لارې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس ډولونه په ځینې ډلبندیانو کې د سینوپس نسل تریتون په هیپسېلو تریتون نسل کې ډلبندي شوي د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر پورې یې پېژندل شوي ډولونه دي : انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه Cynops chenggongensis د چېنګونګ سور ګېډی تریتون چېنګونګ د یونان ولسوالۍ Cynops cyanurus د نیله لکۍ سورګېډی تریتون د...
Newt – تریتون

Newt – تریتون

تریتون
تریتون په پلوروډېلیني فرعي کورنۍ کې دوه ژواکې لټکه ده. په کوچنیوالي کې په ځمکه ژوند کوي او دې پړاو ته یې اېفټ نوم اخلي. د سالامانډریډای کورنۍ د نورو دوه ژواکو لټکو په څېر تریتون هم نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی. ټولې دوه ژواکه لټکې تریتون نه ګڼل کیږي. په اروپا، شمالي امریکا، شمالي افریقا او اسیا کې یې تر ۱۰۰ زیات ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي. بدن یې درې پړاونو کې بدلون مومي : لمړی پړاو یې اوبو کې لاروا پړاو دی، په وچه کې اېفټ پړاو دی، بلوغ یا بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون دی. بشپړ ودې ته رسېدلی تریتون کربوړي ته ورته والی لري. هر کال له وچې بېرته اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي. که چېرې یې د مثل د تولید موده نه وي نو داسې سیمه کې ژوند کول خوښوي کوم چې لوندوالی لري او ګیا پوښلی وي. نسلونه یې ککړتیا، د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ډېرو ډولونو غړي یې ډېر کم پاتي ...
Share
Hide Buttons