د غوییزو نسلونه

Frieswal – فریزوال غوییز

Frieswal – فریزوال غوییز

د غوییزو نسلونه
په هند کې دوه رګه شوی نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د برطانوي هند پوځ، د هند د کرنیزو څېړنو شورا او د غوییزو په اړه د څېړنو مرکزي انسټي ټیوټ ونده اخیستې. نسل یې له سیمه ایز ساهیوال او هولسټاین فریژن اخیستل شوی تر څو یې د شیدو کچه زیاته کړي او د هند له مختلف ډوله اقلیم سره یې تطابق کې کړي. په ۲۰۱۸ کې هندي پوځ ۱۵ فارمونه بند کړل او ۱۶۰۰۰ فریزوال غواګانې یې وپلورلې.
Belahi cattle – بېلاهي غوییز

Belahi cattle – بېلاهي غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند په شمال کې، د هاریانا غونډیو په لمن کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. ساتنه او نسل اخیستنه یې تر ډېره د سیمې ګجران کوي خو تر پنجاب، پرادېش اوتاراخاند تر چاندیګار پورې سیمو کې شته دي. د نسل اخیستنه یې د غوښې او شیدو لپاره کیږي. د کرنې د کار لپاره یې هغه خلک ساتي کوم چې غونډیو کې اوسي. په سیمه کې ورته مورني نوم هم اخلي. له لنګېدو ته تر وچېدو پورې موده کې تر ۱۰۱۴ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. د شیدو کچه یې له ساتنې سره هم تړاو لري که چېرې غوا ښه وساتل شي نو تر ۲۰۹۲ کیلو ګرامه پورې هم شیدې کولای شي. په شیدو یې کې د پروتینو کچه له ۵.۲۵% نیولې تر ۷.۸۹% پورې امکان لري. د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۳۱ سانتي متره او د غوا تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي. وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. د بدن رنګ یې له سور رنګه نسواري تر خړ او سپین پورې وي. د ښکرونو شکل یې لور ته ورته وي، پورته او داخل...
List of Indian cattle breeds – د هند د غوییزو نسلونه

List of Indian cattle breeds – د هند د غوییزو نسلونه

د غوییزو نسلونه
لاندې نوملړ کې د غوییزو په اړه هند کې ګمان کیږي چې په بشپړ توګه یا یې یوه برخه د هند ده. ځینې یې پېچلې او مبهمه مخینه لري. په سیمه کې ورته دیسي نسل یا دیسي غوییز نوم اخلي. سیمه ایز نوم نور نومونه د نسل اخیستنې سیمه انځور الامبادي غوییز تمیل نادو امریت محل غوییز کارناټاکا باکور غوییز بیهار بادري غوییز اوتاراخاند بارګور غوییز تمیل نادو بېلاهي غوییز هاریانا، چاندیګارا بینګالي غوییز بېنجار پوري غوییز اوریسا د سند نسواري غوییز الله اباد کوټوچي غوییز کاچي د ګجرات شمال ختیځ ډنګي غوییز ماهاراشترا ډیوني غوییز ماهاراشترا، کارناټاکا ډیواراکوټا تمیل نادو ډیفني عثمان اباد، ماهاراشترا فریزوال غوییز ګنګاتیري شاهابادي اوتر پردېش، بیهار ...
Badri cattle – بادري غوییز

Badri cattle – بادري غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند په اوتاراخاند سیمه کې د غوییزو نسل دی. نسل اخیستنه او ساتنه یې په غرنۍ سیمه کې کیږي او له همدې امله په سیمه کې خلک ورته پاهادي نوم اخلي. نوم یې سیمه کې د بادرینات مندر له نوم څخه اخیستل شوی. په ۲۰۲۲ کال کې یې د نسل شمېر په سیمه کې ۷۰۰۰۰۰ غوییزو ته رسېده، له یاد شمېر څخه تقریبا ۴۷۹۰۰۰ غواګانې وې. د نسل اخیستنې موخه یې شیدې او کرنه کې د کار لپاره ده. د غواګانو شیدو کې اې ۱ او اې ۲ پروتین موجود وي، اې ۲ یې تر اې ۱ روغتیا ته ګټور دی کوم چې د بادري غوییزو په شیدو کې هم موجود دی. د بدن کچه یې وړه وي، د وړۍ رنګ یې له سپین، تور، سور، نسواري تر خړ پورې امکان لري. ښکرونه یې پورته او داخل لور ته منحني شوي وي....
Kasaragod Dwarf – کاساراګوډ لنډي غوییز

Kasaragod Dwarf – کاساراګوډ لنډي غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند د کېرالا سیمې د زېبو غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د سیمې له کاساراګوډ ولسوالۍ اخیستل شوی. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۰۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د غواګانو په شیدو کې یې شحم او منرالونه زیات وي او د شیدو کچه یې هم زیاته وي. ډېری وخت بهر ازاد پرېښودل کیږي، له څرېدو پس له شپونکي پرته خپل کور پیدا کولای شي. هند ټول څلور د لنډیو غوییزو نسلونه لري نور درې یې مالناد جیدا، پونګانور او ویچور غوییز دي.
Kankrej – کانکرېج

Kankrej – کانکرېج

د غوییزو نسلونه
په هندي ژبه کې یې نوم (कंकरेज) لیکل کیږي. د زیبوین غوییزو نسل دی. نسل یې په ګجرات کې اخیستل شوی. د اوسني پاکستان په سند کې یې هم نسل شته دی. د کار او شیدو لپاره ساتل کیږي. له ۱۸۷۰ کال څخه یې نسل برازیل ته صادر شوی او د ګوزېرا نسل اخیستنې لپاره په برازیل کې کارول شوی.
Kalmyk cattle – کلمیک غوییز

Kalmyk cattle – کلمیک غوییز

د غوییزو نسلونه
په روسي ژبه کې یې نوم (Калмыцкая) لیکل کیږي. د پخواني شوروي اتحاد د وخت نسل دی اوسمهال په روسې، قزاقستان او تاجکستان کې پیدا کیږي. ګمان کیږي چې نسل یې د چین له دزوګاریا سرچینه اخیستې وي او د چین له یادې سیمې د کلمایک په نامه کډوالو په ۱۷ پېړۍ کې روسې ته انتقال کړی وي. تنه کې واړه دي. غویی یې تر ۷۲۰ او غوا تر ۴۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له خیره تر روښانه پورې سور رنګ کې وي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۶ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډ ښکرونه لري. په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې شمېر تر ۳۸۱۰۰۰ پورې وو....
Kangayam cattle – کانګایام غوییز

Kangayam cattle – کانګایام غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند په تمیل نادو ایالت کې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د (Kangeyam) په نامه د ښار له نوم څخه اخیستل شوی. په کانګاناد او کونګو (Kanganad or Kongu) نومونو هم یادیږي. په خپل طبیعت کې زیار کښه دي، وړه سپورتي تنه لري. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۵ تر ۱۴۰ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۳۴۰ تر ۵۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. نسل یې دوه ډولونه لري کوم چې د بدن په کچه کې توپیر سره لري. غویی یې د غوا په پرتله غټ کوبی لري. برازیل ته هم صادر شوي چېرې چې د (Cangaian) په نامه یادیږي. خسکیان یې سور رنګ لري خو کله چې دوه کلنۍ ته ورسیږي رنګ یې خړ ته بدلیږي. د غویي رنګ یې د غوا په پرتله خیره وي او ممکن سر او د تنې مخکې برخه یې تور رنګ ولري. کله چې زاړه شي رنګ یې بېرته روښانه کیږي او زړه غوا یې ممکن بشپړ سپین رنګ واخلي. غوا یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۳۴۲ تر ۱۴۵۵ کیلو ګرامه پورې شی...
Jutland cattle – جټ لېنډ غوییز

Jutland cattle – جټ لېنډ غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو او غوښې لپاره د دنمارک د غوییزو نسل دی. نسل یې د جټ لېنډ د ټاپوزمې له سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی. رنګ یې ممکن روښانه خړ، خړ تور او یا تور سپین وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کولو لپاره لمړی کتاب یې په ۱۸۸۱ کې جوړ شوی. نسل یې دوه ډولونه لري : په تنه کې کوچنی ډول یې د شیدو ډول دی کوم چې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، دوېم ډول یې تنه کې غټ دی او د غوښې لپاره ساتل کیږي. د شلمې پېړۍ پیل کې د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره په لویه کچه دوه رګه شول، د دوه رګه کولو موخه یې دشیدو د کچې زیاتونه وه. د دوه رګه شوي نسل نوم یې په ۱۹۴۹ کې د دنمارک تور او سپین غوییز کېښودل شو....
Jersey cattle – جېرزي غوییز

Jersey cattle – جېرزي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره د انګلستان د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د انګلستان د چاینل په ټاپو ګانو کې اخیستل شوی. په دې ټاپو ګانو کې ټول د غوییزو درې نسلونهاخیستل شوي له کومو چې یو جېرزي غوییز دي، نور دوه یې الډرني کوم چې اوسمهال له منځه تللی او ګېرنزي نسل دی. په شیدو کې یې د شحمو کچه لوړه وي او زېړ رنګ لري. له مختلف ډوله اقلیمونو سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. که چېرې تودو سیمو ته یوړل شي له تودوخې سره هم مقاومت پیدا کوي. د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته انتقال شوي په متحده ایالتونه، دنمارک، نیوزلنډ او فرانسې کې په مستقل نسل بدل شوي. په نیپال کې د کار لپاره ساتل کیږي. د جیرزي غواګانو په شیدو کې د هولسټاین غواګانو له شیدو ۱۸ % پروتین، ۲۰ % کلسیم او ۲۹ % شحم زیات وي. جېرزي کوچنۍ تنه لري. د غوا وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. د غویي وز...
Javari cattle – جاواري غوییز

Javari cattle – جاواري غوییز

د غوییزو نسلونه
په کاناډا ژبه کې یې نوم (ಜವಾರಿ) لیکل کیږي. په هند کې د کالیانا کارناټاکا سیمې د غوییزو نسل دی. د شیدو او کار لپاره ساتل کیږي. د منځنۍ کچې تنه لري، ډېر ارام طبیعت لري. له تودوخې او ناروغیو سره مقاومت لرونکي دي. په سیمه کې د خلکو تر ټولو خوښ نسل دی.
Japanese Shorthorn – د جاپان لنډښکري غوییز

Japanese Shorthorn – د جاپان لنډښکري غوییز

د غوییزو نسلونه
په جاپاني ژبه کې یې نوم (日本短角種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان د غوییزو شپږ نسلونه لري. څلور نسلونه یې د واګیو په نامه یادیږي له کومو چې یو د جاپان د لنډښکري غوییز نسل دی او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان نسواري غوییز او د جاپان بې ښکروغوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول. د جاپان لنډ ښکري غوییز له اېرشېر او ډیون نسلونو اغیزمن دي. مخینه د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړ...
Japanese Polled – د جاپان بې ښکرو غوییز

Japanese Polled – د جاپان بې ښکرو غوییز

د غوییزو نسلونه
په جاپاني ژبه کې یې نوم (無角和種) لیکل کیږي. په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان ټول شپږ د غوییزو نسلونه لري له کومو چې یو نسل د جاپان بې ښکرو غوییز دي. څلور نسلونه یې د واګیو په نامه یادیږي له کومو چې یو د جاپان بې ښکرو غوییز دي او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان نسواري غوییز او د جاپان لنډ ښکري غوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول. د جاپان د بې ښکرو غوییزو نسل د سکاټلنډ له ابېرډین انګس نسل اغیزمن دی. مخینه د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې ...
Japanese Brown – د جاپان نسواري غوییز

Japanese Brown – د جاپان نسواري غوییز

د غوییزو نسلونه
په جاپانۍ ژبه کې یې نوم (褐毛和種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان ساتل کېدونکی نسل دی. جاپان ټول ۶ د غوییزو نسلونه لري. څلور نسلونو ته یې واګیو نوم اخلي او له څلورو یې یو نسل د جاپان نسواري غوییز دي. او نور درې نسلونه یې د جاپان تور غوییز، د جاپان بې ښکرو غوییز او د جاپان لنډ ښکري غوییز دي. په ۲۰ پېړۍ کې د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره اروپایي نسلونه دوه رګه شول او پایله کې یې ټول واګیو نسلونه رامنځته شول.د جاپان د نسواري غوییزو نسل له سیمنټال او د کوریا له وانو نسل اغیزمن دی. د جاپان په کوچي سیمه کې یې رنګ سور رنګه نسواري او په کوماموتو سیمه کې روښانه نسواري دی. مخینه د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غویی...
Japanese Black – جاپاني تور غوییز

Japanese Black – جاپاني تور غوییز

د غوییزو نسلونه
په جاپاني ژبه کې یې نوم (黒毛和種) لیکل کیږي. د غوښې لپاره د جاپان د غوییزو نسل دی. جاپان د غوییزو شپږ نسلونه لري. ټول نسلونه د جاپان له سیمه ایزو غوییزو سره د واردو شوو غوییزو په دوه رګه کولو ترلاسه کړي، ډېری وارد شوي پکې د اروپا نسلونه دي. د جاپان تورو غوییزو کې د سویس نسواري، ډیون، د لنډو ښکرو، سیمنټال، اېرشېر او هولسټاین غوییز کارېدلي. مخینه د وریجو د کرنې پرمهال جاپان ته غوییز له چین څخه په دوېمه پېړۍ کې انتقال شوي، یاد وخت ته جاپان کې د یایو اي دورې نوم اخلي. تر ۱۸۶۸ پورې یا هم دمیجي بیا رغونې پورې یاد غوییز په کانونو، ځنګلونو، کرنه کې، ټرانسپورټ کې د کاري غوییزو په توګه کارېدل. تر دې مودې پورې د شیدو د تولید په اړه مالومات نشته وو. کلتور او مذهب کې یې د غوښې خوړل بند وو. په دې موده کې غوییزو لوی ارزښت لره او هر بې وزله بزګر نشو اخیستلای. له ۱۶۳۵ کال څخه تر ۱۸۵۴ پورې جاپان له نورې...
Jamaica Hope – د جمایکا هوپ غوییز

Jamaica Hope – د جمایکا هوپ غوییز

د غوییزو نسلونه
د جېرزي - زېبو او مونټ ګومېري په نامه هم یادیږي. د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. په نسل کې یې د هوپ نوم په جمایکا کې د فارم نوم دی. نسل اخیستنه یې په ۱۹۱۰ کې پیل شوې، د نسل اخیستنې موخه یې د داسې نسل ترلاسه کول وو کوم چې د ټاپو له اقلیم سره د مقاومت وړتیا ولري. له خسکو او شنو پیدا کېدونکو ناروغیو سره، خپله له خسکو او تودې هوا سره مقاومت لرونکي دي. په داسې څر ځایونو کې چېرې چې واښه ډېر کم وي شیدې تولیدولای شي. په خپل جنتیک کې ۸۰ % جېرزي، ۱۵ % زېبو او ۵ % هولسټاین دی. د نسل اخیستنې چارې یې د جمایکا د کرنې مخکښ ډاکټر توماس لیکي ترسره کړي. نسل یې د لاتین امریکا ډېرو هیوادونو ته انتقال شوی. اوسمهال تقریبا د جمایکا ۵۰ % د غوییزو شمېر تشکیلوي. د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې یا په ۳۰۵ ورځو کې تر ۲۵۰۰ کیلو ګرامه ش...
Istoben cattle – ایسټوبېن غوییز

Istoben cattle – ایسټوبېن غوییز

د غوییزو نسلونه
د روسې په کیروف کې ایسټوبین د سیمه نوم دی له کومې چې د غوییزو د نسل نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې د پنیر جوړونې لوی شرکت هم جوړ شوی وو. د همدې نسل غواګانو له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې ۳۱۰۷ کیلو ګرامه شیدې کولې، شیدو کې یې ۳.۸۳% شحم موجود وو.
Irish Moiled – د ایرلنډ مویلډ غوییز

Irish Moiled – د ایرلنډ مویلډ غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو او غوښې لپاره د ایرلنډ د غوییزو نسل دی. په ټول ایرلنډ کې شته دي. که چېرې غوا یې ښه وساتل شي نو د بلاربښت موده یې نهه میاشتې وي. او که چېرې پرېمانه خواړه ورکړل شي نو وزن یې بې کچې ډېر زیاتیږي. دواړه غوا او غویی یې په طبیعي توګه بې ښکرو وي. وزن یې تر ۵۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ایرلنډي ژبه کې مویل ګنجي یا پک ته وایي او د دې غوییزو بې ښکرو سر ته رجوع کوي.
Indu-Brasil – اېندو – برازیلی

Indu-Brasil – اېندو – برازیلی

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د زیبوین غوییزو نسل دی. د برازیل په تریانګولو مینېرو ایالت کې، د شلمې پېړۍ په پیل کې یې نسل اخیستل شوی. مخکې د اېندوبېرابا په نامه پېژندل کېده. په نسل اخیستنه کې یې د هند کانکرېج او ګیر نسلونه کارېدلي. په یوویشتمه پېړۍ کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. له تودوخې او پرازیت سره مقاومت لري. له سپین تر تېز خړ پورې رنګ کې وي. ډېر اوږده غوږونه او لنډ ښکرونه لري او په ملا کې یې کوبی موجود وي. په سیمه کې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غویي وزن له ۹۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا له ۷۵۰ تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي....
Share
Hide Buttons