جمعه, مې 30News That Matters

د غوییزو نسلونه

Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

د غوییزو نسلونه
په ترکي ژبه کې ورته ېرلي کارا (Yerli Kara) نوم اخلي. اصلي ځای اناتولیا یا کوچنۍ اسیا (اوسمهال ترکیه) دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي، که چېرې د شیدو له تولید وغورزیږي د غوښې لپاره کاریږي، په ځینو کوچنیو فارمونو کې د کاري موخې لپاره کارول کیږي. په لمړۍ کچه مرکزي ترکیه کې لوی فارمونه لري. د ترکې د غوییزو نسلونو کې تر ټولو واړه غوییز دي. په جنیتیکي توګه تر ټولو نږدې تړاو د ترکې د سوېل او ختیځ سرو اناتولیا غوییزو سره لري. درېواړو نسلونو ته (Anatolian Native) ټولیز نوم کاریږي. توپیر یې د جنتیک په ځای په مورفولوجیکي ځانګړنو او سیمې کیږي. له اروپایي نسلونو سره یې دوه رګه نسل اخیستنې، د نسل اخیستنې په اړه کمو مالوماتو او کمزوري مدیریت یې نسل د ورکېدو له خطر مخ کړی دی. اوسمهال یې د نسل ژغورنې لپاره څېړنې پیل شوي. ځانګړنې له لنګېدو وروسته د شیدو کولو موده یې له ۲۴۰ تر ۲۶۰ ورځو پو...
Adamawa cattle – اډاماوا غوییز

Adamawa cattle – اډاماوا غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوییزو نسل دی. اصلي ځای یې د نایجریا اډاماوا سیمه ده. نسل یې د مختلفو موخو لپاره ساتل کیږي : په بنسټیزه توګه کاري غوییز دي خو د شیدو او غوښې لپاره هم کاریږي. د نایجریا د پادو ۲% جوړوي. تنه یې له منځنۍ تر لویې کچې پورې وي. منحني ښکرونه لري. په فزیکي جوړښت کې فولاني غوییزو ته ورته والی لري یوازینی توپیر یې د ملا زوړند کوبی دی.
Sanga cattle – سانګا غوییز

Sanga cattle – سانګا غوییز

د غوییزو نسلونه
د سوېلې سهارا د غوییزو د نسلونو لپاره ټولیز نوم دی. ځینې وخت یې مسلکي کسان د غوییزو فرعي ډول ګڼي او د (Bos taurus africanus) علمي نوم ورکوي. د تورین او زېبو غوییزو سره یې د کورني کېدو تړاو د بحث وړ مسله ګڼل کیږي. اصلي ځای او ډلبندي د مخینې موندنه یې لوی بحث دی. خو د لرغون پوهنې، جنتیکي مطالعو او کلتوري تاریخ ترکیب یې اصلي ځای روښانه کړی دی. لمړي پلرونه یې اوروکس دي کوم چې لویدیځه اسیا کې کورني شوي وو، له دې سیمې مصر ته تقریبا ۸۰۰۰ کاله وړاندې انتقال شوي او له مصر ټولې افریقا ته خپاره شوي. وروسته د شمالي افریقا نسل اخیستونکو له دې غوییزو د افریقا له وحشي اوروکس سره دوه رګه نسل اخیستی دی. د نسل اخیستنې لپاره یې دواړه غویان او غواګانې کارولي. په جنتیک کې د اروپا له تورین او د هند له زېبو غوییزو سره توپیر لرونکي دي. د افریقا له اقلیمي حالت سره تطابق یې ځانګړنې رامنځته کړي. په مصر کې چ...
Raya cattle – رایا غوییز

Raya cattle – رایا غوییز

د غوییزو نسلونه
د ایتوپیا په ټیګرې سیمه کې د اوږدو ډبلو ښکرونو د غوییزو نسل دی. په ملا کې کوبی لري. د غوا ښکرونه یې نري او د منځنۍ کچې وي. ورسره نږدې تړاو لرونکي افار غوییز دي. د کاري موخې لپاره تر ډېره په کرنه کې کارېدونکی نسل دی خو ځینې خلک یې د شیدو او غوښې لپاره هم ساتي. په رایا غوییز فشارونه – په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې – پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ – د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي نسل اخیستنه او د جنتیکي سرچینو مدیریت د ایتوپیا ټیټې هوارې سیمې د نسل اخیستنې لپاره مناسبې دي : د سیمې په څرځایونو کې خواړه پرېمانه دي، شپونکیان یې د کنټرول شوې نسل اخیستنې تجربه لري، د لوړو هوارو د اراډو غوییزو په پرتله د افار نسل ښه دی. د افار سیمې ټول شپونکیان د خپلمنځي نسل اخیستنې لپاره سیمه ایزې او دودیزې طریقې کاروي....
Horro cattle – هورو غوییز

Horro cattle – هورو غوییز

د غوییزو نسلونه
د والېګا په نوم هم یادیږي. د ایتوپیا په لوېدیځ کې په هورو ګودورو والېګا سیمه کې د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د کاري موخې او د شیدو لپاره ساتل کیږي. ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم ساتي. ځینو سیمو کې د غلې د غوبل او د سرې د تولید لپاره کاریږي. فزیکي ځانګړنې له واړه تر منځنۍ کچې پورې ملا کې کوبی لري. په یاده سیمه کې په ۲۰۰۷ کال کې تر ۴۷۷۰۰ پورې غوییز اټکل شوي وو. د شیدو تېزابي کچه یې تر معمولي کچې زیاته ده خو د څکلو وړ دي. د شیدو باکتریالوجیکي کیفیت یې هم کمزوری دی. نسل اخیستنه بزګر یې د نسل اخیستنې او کاري موخې لپاره ساتي. په پادو کې غواګانې تر ۷ کلنۍ او غویی تر ۱۳ کلنۍ پورې له غواګانو سره یو ځای پرېږدي. وروسته د جلا کېدو لامل یې د غوا ګانو زړېدل دي او په زاړه عمر کې یې بلاربېدل نا بریالي وي. تر ډېره له اووه کلنۍ وروسته بزګر غوا پلوري او یا یې حلالوي. نسل اخیستنه یې طبیعي و...
Fogera cattle – فوګېرا غوییز

Fogera cattle – فوګېرا غوییز

د غوییزو نسلونه
د ایتوپیا د غوییزو نسل دی. ځانګړنه یې پراخ بوټونه لرل دي کوم چې د سیمې لنده ځمکه کې د ګام وهلو ښه وړتیا ورکوي. په فوګېرا هوارو سیمو کې یې خلک په بنسټیزه توګه د کاري موخې لپاره ساتي خو ځینې له شیدو او غوښې هم ګټه اخلي. ورسره نږدې تړاو لرونکي اراډو غوییز دي. په فوګېرا غوییز فشارونه – په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې – پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ – د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي
Begayt cattle – بي ګېټ غوییز

Begayt cattle – بي ګېټ غوییز

د غوییزو نسلونه
د ایتوپیا د غوییزو نسل دی. اوسمهال هڅه کیږي چې له اراډو نسل سره ترې دوه رګه نسل واخیستل شي تر څو د اراډو غوییزو د شیدو تولید زیات کړل شي. بي ګېټ غوییز په بنسټیزه توګه د کاري موخې لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د شیدو او غوښې لپاره هم ساتي. په بي ګېټ غوییزو فشارونه – په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې – پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ – د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي
Arado cattle – اراډو غوییز

Arado cattle – اراډو غوییز

د غوییزو نسلونه
اراډو غوییز واړه، کلک، تور او سور رنګ کې پیدا کېدونکي د ایتوپیا غوییز دي. د شمالي ایتوپیا په لوړو هوارو سیمو کې ډېر پیدا کېدونکي او عام ساتل کېدونکي دي. اراډو غوییز د زېنګا ګروپ برخه ده. په بنسټیزه توګه د کاري موخې لپاره ساتل کیږي په ځانګړې توګه د کرنې لپاره. خواړه یې د کرنې پاتې شوني دي. د خوړو له فصلي کموالي سره بلدتیا لري. د غویي له لارې او مصنوعي القاح له لارې ترې دوه رګه نسل اخیستل کیږي. فزیکي ځانګړنې سور او تور رنګ کې وي. غویی یې لنډ ډبل ښکرونه او ملا کې کوبی لري. د غواګانې ښکرونه یې نري او د منځنۍ کچې وي. د غویي وزن یې تر ۲۵۴ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۰۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي. تر ټولو ورسره نږدې تړاو لرونکي غوییز ابېر ګیلي، بي ګېټ او فوګېرا غوییز دي. نسل اخیستنه او د جنتیک سرچینو مدیریت جنسي نزدیکت پ...
Afar cattle – افار غوییز

Afar cattle – افار غوییز

د غوییزو نسلونه
د ایتوپیا د ډاناکیل د ژورې په لویدیځه څنډه کې یې خلک ساتي. ډبل اوږده ښکرونه لري. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم ساتي. تر ټولو ورسره نږدې تړاو لرونکي رایا غوییز دي. په افار نسل فشارونه – په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې – پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ – د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي نسل اخیستنه او د جنتیکي سرچینو مدیریت د ایتوپیا ټیټې هوارې سیمې د نسل اخیستنې لپاره مناسبې دي : د سیمې په څرځایونو کې خواړه پرېمانه دي، شپونکیان یې د کنټرول شوې نسل اخیستنې تجربه لري، د لوړو هوارو د اراډو غوییزو په پرتله د افار نسل ښه دی. د افار سیمې ټول شپونکیان د خپلمنځي نسل اخیستنې لپاره سیمه ایزې او دودیزې طریقې کاروي....
Abyssinian Shorthorned Zebu – ابي سینین دلنډو ښکرو غوییز

Abyssinian Shorthorned Zebu – ابي سینین دلنډو ښکرو غوییز

د غوییزو نسلونه
په ایتوپیا کې د غوییزو د نسل ګروپ دی. زېبو اېن غوییز نوم ورته اخلي. لاندې یاد شوي نسلونه دهمدې ګروپ برخې ګڼل کیږي : - اډوا غوییز - امبو غوییز - ارسي یا اروسي غوییز - بېل غوییز - ګوفا لنډي غوییز - ګوراغ غوییز - همر غوییز - هرار غوییز - جېم جېم یا د لوړو هوارو تور غوییز - جیلیګا غوییز - مورسي غوییز - اوګاډېن یا د ټیټو هوارو زېبو - سماډا غوییز همداسې ګمان کیږي چې اني یا غوییز، بوچ، ډیګا، ایسا، جېل بې ګورو، سالیا او سیډاما غوییز هم د همدې ګروپ برخه ده....
Abergele cattle – ابېرګیلي غوییز

Abergele cattle – ابېرګیلي غوییز

د غوییزو نسلونه
په ایتوپیا کې تر ټولو کوچنی د غوییزو نسل دی. دکار، شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. په ابېرګیلي ټیټو هوارو سیمو کې او دوګوا ټېم بین ولسوالۍ کې ساتل کیږي. د زېنګا نسل د ګروپ برخه ده. له وچو، ګرمو او ټیټو سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کولای شي. له هر ډول پرازیت او ناروغیو سره مقاومت لري او اوږدمهاله وچکالي کې پاېدلی شي. په ابېرګیلي نسل فشارونه : - په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې - پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ - د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي - بې کچې زیات دوه رګه نسلونه اخیستل فزیکي ځانګړنې معمولا سور رنګ لري، دواړه غوا او غویی یې لنډ ډبل ښکرونه لري، ملا کې لوړ شوی ګوبی لري، د غویي وزن یې تر ۲۳۴ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې تر ۱۵۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۰۹ سانتي متره پورې لوړیږي. ورسره نږدې تړاو لرونکی د غویی...
د زهن کارولو وړتیا

د زهن کارولو وړتیا

د غوییزو نسلونه
۱ - د ټولو انسانانو مغز یو لوی ځواک دی خو یوازې یو څو یې کاروي ؛ ۲ - هر انسان د خلاقیت وړتیا لري، د هوښیار فکر وړتیا لري ؛ ۳ - مغز د حافظې، تصور کولو، نوښت او خلاقیت سرچینه ده.   ډېری خلک په دې وخت ضایع کوي چې د فکر کولو وړتیا ځان کې اضافه کړي. ځینې کسان فکر کوي چې د فکر کولو وړتیا طبیعي ده او له پیدا کېدو سره په ځینو کسانو کې موجوده وي او د نړۍ تر ټولو لوی فکر کوونکو طبیعي وړتیا لرله. خو اوسنۍ څېړنې ښي چې د هر انسان مغز لویه وړتیا لري او کله چې د ژوند له ستونزو سره مخ کیږو دا لویه پټه وړتیا کاروو.   کله چې انسان ارام کوي په دې وخت کې د بدن لخوا د تولید کېدونکې انرژي پنځمه برخه مغز اخلي، په دې اندازه انرژي په دوامداره توګه د لګېدونکي ۲۰ واټه ګروپ سره مساوي ده. مغز تقریبا له ۱۰۰ بیلیونه حجرو جوړ وي، هره حجره له نورو ۱۰۰۰ مغزي حجرو سره وصل کیږي او د ټولو حجرو شم...
Bali cattle – بالي غوییز

Bali cattle – بالي غوییز

د غوییزو نسلونه
کورني غوییز دي او نسل یې له بانټینګ اخیستل شوی. د غوښې د مارکېټ لویه برخه جوړوي او ډېری خلک یې د قلبې لپاره ساتي. ګمان کیږي چې نسل یې د اېندونیزیا په بالي کې اخیستل شوی وي. د ډول علمي نوم یې (Bos javanicus domesticus) دی. په انګریزۍ کې ورته (Balinese cattle, domestic banteng or Bali banteng) عام نومونه هم کاریږي. د بالي غوییزو پلرونه اوروکس نه دي او تقریبا له زېږېدیز کال څخه۳۵۰۰ کاله وړاندې کورني شوي. نسل یې د تیمور ختیځ، استرالیا، مالیزیا او جاوا ته هم خپور شوی. په اېندونیزیا کې د غوییزو له څلورو برخو یوه برخه جوړوي. په استرالیا کې یې له بندو ځایونو تېښته کړې او اوسمهال ازاد ګرځېدونکي دي کوم چې کرنې ته کله نا کله لوی زیان هم اړوي. په ملا کې کوبی لري، پښې او د ګېډې لاندې برخه یې سپینوالی لري، د غویي رنګ یې سور نسواري او د غوا زېړ رنګه سور وي. د بانټینګ په پرتله کم جنسي ډیمورفېزم لري. واړ...
Guernsey – ګېرنزي غوییز

Guernsey – ګېرنزي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنزي ټاپو دی. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته الډېرني نوم اخیستل کېده خو کله چې د غوییزو د واردولو د بندېدو قانون تصویب شو او یوازې د حلالولو لپاره یې اجازه ورکړل شوه د جېرزي او ګېرنزي نسلونه په سیمه کې واخیستل شول. دبدن رنګ یې نکریزو ته ورته یا د وړې نوې پیدا شوې هوسۍ په څېر وي او په خپل رنګ کې د سپین رنګ نښانونه لري. د جېرزي غوییزو څخه د بدن په کچه کې غټ دي. د شیدو رنګ یې زېړ دی. د غوښې تولید یې ډېر کم دی. متحده ایالتونو ته ګېرنزي غوییز په لمړي ځل په کال ۱۸۳۰ کې انتقال شول. اوسمهال یې نسل په استرالیا، کانډا او انګلستان کې پرېمانه پیدا کیږي....
Cattle – غوییز

Cattle – غوییز

د غوییزو نسلونه
علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته یې خسکی، ښځې ته یې کوچنیوالي کې خسکۍ او د کار، غوښې او یا نسل اخیستنې لپاره ساتل شوي بلوغ ته رسېدلي نر ته یې سخندر وایي. غوییز یا د غوښې لپاره او یا د شېدو لپاره فارمونو کې ساتل کیږي. همداسې یې پوستکی د چرم جوړولو لپاره کاریږي. له دې پرته د نړۍ په ځینو برخو کې د کار لپاره کار ترې اخیستل کیږي، په کراچۍ پسې د بار وړلو لپاره او پټیو کې د قلبې لپاره کاریږي. د غوییزو بل تولید د غوییزو غوشایي دي له کوم چې سره او سونګ توکي جوړیږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه د هندوستان په لویه برخه کې غویز مذهبي بڼه لري. د نړۍ په ځینو سیمو کې اچۍ غوا ګانې هم د کورن...
American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

American Brahman – د امریکا براهمن غوییز

د غوییزو نسلونه
د امریکا د زېبوین تورین غوییزو دوه رګه د غوښې لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې په متحده ایالتونو کې له ۱۸۸۵ را په دېخوا د هندوستان، انګلستان او برازیل له واردو شوو غوییزو اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې ګیر، ګوزېرا، نیلور، اېندو برازیل، کرېشنا ویلي او اونګول غوییز کارېدلي. د لمر له وړانګو، تودوخې، لوندوالي او پرازیتو سره مقاومت لرونکي دي. د نړۍ زیاتو هېوادونو ته یې نسل صادر شوی، په استرالیا کې پرېمانه پیدا کېدونکی نسل دی. له نسل نه یې دوه رګه نسلونه لکه برانګوس او براهموسین هم اخیستل شوي. مخینه د اسیا زېبوین کوبی لرونکي غوییز له ۱۸۴۹ کال څخه په متحده ایالتونو کې موجود وو. وروسته د هند یو غویی له انګلستان څخه د متحده ایالتونو د کارولینا سوېل ته صادر شو. همداسې په ۱۸۸۵ کې دوه خړ سخندران په مستقیمه توګه له هند څخه د متحده ایالتونو تکزاس ته انتقال شول. په تکزاس کې له سیمه ایزو تورین غو...
Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

Ayrshire cattle – اېرشېر غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره د سکاټلند نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ په اېرشېر کې اخیستل شوی. سور او سپین رنګ کې وي، سوروالی یې له روښانه نارنجي تر تېز نسواري رنګ پورې امکان لري. د منځنۍ کچې غوییز دي. وزن یې تر ۵۴۰ کیلوګرامه پورې رسیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۹۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. که چېرې د انسانانو لخوا بې ښکرو نشي نو ښکرونه یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وده کوي. په هر ډول فارم کې له ژوند سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. په ۲۰۰۸ کال کې یوازې په انګلستان کې تر ۶۳۳۵۶ اېرشېر غوییز موجود وو. په متحده ایالتونو کې د یاد نسل غوییز هر کال تر ۲۵۰۰ پورې راجستر کیږي....
Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

Aberdeen Angus – ابېرډین انګس غوییز

د غوییزو نسلونه
ځینې خلک ورته یوازې انګس نوم اخلي. د غوښې لپاره د سکاټلنډ د غوییزو نسل دی. په شمال لویدیځ سکاټلنډ کې د ابیرډین، بانف، کېن کارډېن او انګس سیمو له غوییزو نسل اخیستل شوی. په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د غوښې د مارکیټ ۱۷% غوښه چمتو کوونکی نسل ګڼل شوی. په طبیعي توګه بې ښکرو دی، د بدن رنګ یې سور یا تور وي خو د ځینو ګېډه سپین رنګ هم لرلای شي. نسل یې د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو ته صادر شوی. په استرالیا، سوېلې امریکا، متحده ایالتونو نیوزلنډ او کاناډا کې هم زیات ساتل کېدونکي غوییز دي. په امریکا کې بیا په دوه جلا نسلونو سره وېشل شوي یو یې د امریکا انګس او بل یې سور انګس نسل دی. په ځینو هیوادونو کې یې نسل اخیستل شوی کوم چې د سکاټلنډ له انګس څخه قد کې لوړ دي. جنتیکي بې نظمي څلور ډوله جنتیکي بې نظمي لرلای شي لمړی (arthrogryposis multiplex) ده کومه چې د خسکیانو په مفصلونو کې د خوځښت په وړتیا اغیز کوي ؛ دو...
Hide Buttons