د غوییزو نسلونه

Illawarra Shorthorn – ایلاوارا د لنډو ښکرو غوییز

Illawarra Shorthorn – ایلاوارا د لنډو ښکرو غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې سرچینه یې نه ده مستنده شوې خو ګمان کیږي چې نسل یې د اېرشېر، ډیون او د شیدو د غوییزو نسل په دوه رګه کولو رامنځته شوی. له لنګېدو تر وچیدو پورې موده کې ۴۸۲۹ لیتره پورې شیدې کوي خو که چېرې ښه وساتل شي نو تر ۶۷۳۳ لیتره پورې شیدې کولای شي. په شیدو کې یې د غوړو یا شحمو اندازه ۴ % او د پروتینو اندازه ۳.۴% وي. غواګانې یې ډېر ارام طبیعت لري او زیات عمر کوي. اضافي خوړو ته اړتیا نه لري، له صفر درجې نیولې تر ۴۰°C درجو تودوخې سره د مقاومت وړتیا لري. خسکیان او سپرم یې مرکزي امریکا، اندونیزیا، جاپان، کوریا، پاکستان، کاناډا، منځني ختیځ، نیوزلنډ، متحده ایالتونو او انګلستان ته صادر شوي....
Icelandic cattle – ایسلنډي غوییز

Icelandic cattle – ایسلنډي غوییز

د غوییزو نسلونه
په ایسلنډي ژبه کې یې نوم (íslenskur nautgripur) لیکل کیږي. د ایسلنډ د غوییزو نسل دی. سیمې ته په لمړي ځل غوییز تقریبا زر کاله وړاندې کله چې ایسلنډ کې خلک مېشت کېدل انتقال شوي. مختلفو رنګونه او نښانونه لري. په جنتیکي توګه تقریبا زر کاله له نورو غوییزو جلا ساتل شوي خو په ناروي کې له نارډلنډ او ټروېنډر غوییزو سره نږدې تړاو لري. ایسلنډ ته د غوییزو واردول بند دي او همداسې له ناروغیو یې په کلکه ساتنه کیږي. د شیدو لپاره تنه کې کوچنی ساتل کېدونکی نسل دی. تقریبا ۹۵ % غواګانې او غویان یې په طبیعي توګه بې ښکرو وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې کمزورې غوا تقریبا تر ۶۰۰۰ کیلو ګرامه او ښه ساتل شوې غوا تر ۱۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. د کال په اوږدو کې تقریبا ۸ میاشتې د ایسلنډ هوا سړه وي او سیمه کې غوییز بند ساتل کیږي، په دې موده کې ورته غله، ساتل شوې ګیا او بوس ورکول کیږي. په اوړي کې څرول کیږي او ...
Vianesa – ویانېسا غوییز

Vianesa – ویانېسا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې، د ګاليسیا په نامه د خودمختاره سیمې د غوییزو نسل دی. نوم یې د "ویانا دو بولو" له سیمې اخیستل شوی. په ۲۰۲۲ کې یې شمېر ۳۰۰۰ ته رسېده او په ۲۰۲۳ کې د ورکېدو له خطر سره مخ شوی نسل وګڼل شو. د بدن رنګ یې تېز نسواري وي او د غړو د څوکو رنګ یې تر نورو برخو ډېر خیره یا تېز وي. د غوا رنګ یې د غويي په پرتله روښانه وي. د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۳۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۲ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۸۵۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۵۹۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي....
Tudanca cattle – تودانکا

Tudanca cattle – تودانکا

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې د کانتابریا سیمې د غوییزو نسل دی. نوم یې د تودانکا په نامه د کلي له نوم څخه اخیستل شوی. مخکې د وسایلو د انتقال لپاره کارېده او د کانتابریا له سمندر غاړې توکي پرې وړل کېدل. غویان یې اوس هم د تیږې کش کولو په سیمه ایز سپورت کې کاریږي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې د غويي قد تر ۱۵۰ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي، د غويي وزن تر ۴۲۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۲۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ یې له خړ تر تور پورې امکان لري. په ملا کې روښانه پراډه لري. اوږده ښکرونه یې ډېری وخت بهر ته وتلی جوړښت لري. له غرني چاپېریال سره بلدتیا لري، په سیمه کې یې خلک د جون میاشت کې غرونو ته شړي او اکتوبر پورې یې په غرونو کې پریښي وي خو په مني او ژمي کې یې بېرته کلیو ته راکوزوي.  ...
Terreña – تېرېنا غوییز

Terreña – تېرېنا غوییز

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې یې نوم (Behi terreña) لیکل کیږي. د هسپانیا په شمال کې د باسک خودمختاره سیمې غرني غوییز دي. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې، په سیمه کې، د لویې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره کارېدل. له اپرېل تر نومبر پورې ازاد په غرونو کې څرول کیږي خو د ژمي میاشتې بیا د سیمې په کلیو کې تېروي. په ۱۹۹۱ کال کې یې شمېر تر ۲۰۸ غوییزو پورې را کم شوی وو خو تر ۲۰۱۴ کال پورې یې شمېر بېرته تر ۲۴۷۴ پورې ورسول شو، په یاد شمېر کې ۲۲۶۰ غواګانې او ۲۱۴ غویانو وو....
Pirenaica – پایرې نېکا غوییز

Pirenaica – پایرې نېکا غوییز

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې ورته (Behi-gorri) نوم اخلي. په شمال ختیځې هسپانیا کې د پیرینې غرونو نسل دی. د هسپانیا د شمال په زیاتو برخو کې یې خلک ساتي. له غرني چاپېریال او لوند اقلیم سره بلدتیا لري. په شلمه پېړۍ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ وو خو اوسمهال یې د نسل اخیستنې چاره پیل شوې او شمېر یې بېرته زیات شوی. مخکې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل. اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې په سیمه کې د (arrastre de piedra) په نامه د سپورت لپاره کارول کیږي، په دې سپورت کې په غویانو لویې ډبرې کش کیږي. د نسل سرچینه یې نامالومه ده، په ۱۹۰۵ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره کتاب جوړ شو. په شلمه پېړۍ کې د سویس د نسواري غوییزو نسل په لویه کچه هسپانیا ته وارد شو او دې چارې پایرې نېکا غوییزو ته پاملرنه کمه کړه، خو وروسته له وارد شوي نسل سره دوه رګه شول تر څو یې وزن کې زیاتوالی رامنځته شي. په...
Sayaguesa – سایاګېزا

Sayaguesa – سایاګېزا

د غوییزو نسلونه
په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د هسپانیا د غوییزو نسل دی. نوم یې د زامورا ولایت له سیاګو سیمې اخیستل شوی. په زومرانا، مولېس دې سایاګو او کاستیانا واردینا نومونو باندې هم پېژندل کیږي. په بنسټیزه توګه د کار لپاره ساتل کېدل خو له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې د کرنې چارې میخانیکي شوې نو د یاد نسل د ساتلو موخه کې بدلون رامنځته شو او اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي.. په ۱۹۶۰ لسیزه کې هڅې پیل شوې چې نسل یې له فریژن ، د سویس نسواري او د فرانسې شارولې غوییزو سره دوه رګه کړي. په ۲۰۰۹ کې یې نسل ۴۵۰ غوییزو ته راکم شو، د نسل ژغورنه یې پیل شوه او په ۲۰۱۵ کې تر ۱۶۱۲ ته یې شمېر لوړ شوی وو. نر او ښځه کې یې لوی توپیر موجود وي. غویی یې تر ۱۱۰۰ او غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د غويي قد تر ۱۵۸ او د غوا تر ۱۵۴ سانتي متره پورې رسېدای شي. بدن یې تور رنګ کې وي او ځینې وخت یې د ګېډې رنګ د نورو برخو په پرتله...
Pasiega – پاسي اېګا غوییز

Pasiega – پاسي اېګا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال کې، د هسپانیا د خودمختاره کانتابریا ولایت کې، د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د غوییزو نسل دی. نوم یې سیمه کې د پاس په نامه له سیند څخه اخیستل شوی. د بدن د رنګ له امله یې د روجا پاسي اېګا او روجینا نومونه هم ورته اخلي. مخکې ګمان کېده چې د پاسي اېګا نسل ټول غوییز له منځه تللي خو د شلمې پېړۍ پای کې یې یوه پاده له بزګرو سره وموندل شوه. په ۲۰۰۷ کال کې په رسمي توګه پخلی وشو چې پاسي اېګا نسل دی. له شیدو څخه یې سیمه کې پنیر جوړیږي. د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۳ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۳۳۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي....
Palmera cattle – پالمېرا غوییز

Palmera cattle – پالمېرا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا د خودمختاره کنري ټاپو د غوییزو نسل دی. غوییز یادې سیمې ته اروپایانو په پنځمه پېړۍ کې انتقال کړي. د نسل رامنځته کولو کې یې د ګالیسیا سیمې ګالیګا روبیا نسل کارېدلی دی. نسل یې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدلای شي خو په ۲۱ پېړۍ کې یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي ؛ ځینې شوقیان یې په سیمه کې د نندارې لپاره او ځینې د درندې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره چمتو کوي. یاد سپورت ته په سیمه کې (arrastre de piedra) نوم اخلي. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۲۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي....
Pajuna cattle – پاجونا

Pajuna cattle – پاجونا

د غوییزو نسلونه
په هسپانوي کې یې تلفظ "پاخونا" دی. په هسپانیا کې د ګراناډا (اندالوزیا) سیمې د غوییزو نسل دی. په تنه کې اوروکس غوییزو ته ورته والی لري. اوروکس د غوییزو د نسلونو وحشي پلرونه دي کوم چې اوسمهال کې له منځه تللي. له ۱۹۵۰ را په دیخوا له ریټینټا، مورسیانا او ځینې نورو نسلونو سره دوه رګه شوي او له همدې امله پکې خپلې لمړنۍ ځانګړنې (لکه عضلاتي جوړښت، د بدن رنګ او لوړ قد) له منځه تللي. ځینې دوه رګه شوي یې اوس هم اوروکس وحشي غوییزو ته ورته والی لري. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلوګرامه او د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي ښکرونه یې مخکې لور ته وده کوي. د غویي رنګ یې له تېز نسواري تر تور پورې وي، د غوا رنګ یې روښانه سور رنګه نسواري وي. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزه کې نسل په چټکۍ مخ په کمېدو شو او له همدې امله هسپانیا د نسل د ژغورنې چارې پیل کړې. مخکې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو ...
Monchina – مونچینا

Monchina – مونچینا

د غوییزو نسلونه
په باسک ژبه کې یې نوم (Behi montxina) لیکل کیږي. د هسپانیا د غرنیو غوییزو نسل دی. اصلي ځای یې د هسپانیا د خودمختاره سیمې کانتابریا غرونه دي. له بېټیزو غوییزو سره تړاو لري. نسل یې ډېر کم پاتې دی. په نسل کې د غوښې د کچې زیاتولو لپاره د فرانسې له شارولېز، لیموزین او د هسپانیا د استوریانا درې له غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه کولو یې نسل زیات کړ او په ۱۹۹۰ لسیزه کې دوه سوه غواګانو او څلور سوه غویانو ته یې شمېر لوړ شو.
Menorquina cattle – مېنور کینا غوییز

Menorquina cattle – مېنور کینا غوییز

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په خودمختاره ټولنه کې د مېنورکا ټاپو غوییز دي، اوسمهال یې د نسل غړي ډېر کم پاتې دي. نسل یې د شیدو لپاره ساتل کیږي. شیدې یې د پنېر جوړونې لپاره مناسبې دي او د ماو په نوم پنېر ترې جوړیږي. مخکې د درې موخو کار، شیدې او غوښې لپاره کارېدونکي غوییز وو خو اوسمهال کې یوازې د شیدو لپاره ساتل کیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۴۱۲۰ کیلو شیدې کوي. مېنور کینا د مدیترانې له اقلیم سره بلدتیا لري او په سیمه کې د وښو د مدیریت لپاره هم کاریږي. په مېنورکا ټاپو کې د پایروپلاسموسېس په نامه د غوییزو ناروغي کومه چې د کټملو د چیچلو له لارې انتقالیږي موجوده ده ، له یادې ناروغي سره مېنور کینا غوییز مقاومت لري. د غویي وزن له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مخینه د بېل بیکر کلتور له وخته په بالي یارېک ټاپو ګانو کې غوییز موجود وو، په مالورکا ټاپو کې د همدې وخت داسې ج...
Spanish Fighting Bull – د هسپانیا شخړه کوونکی سخندر

Spanish Fighting Bull – د هسپانیا شخړه کوونکی سخندر

د غوییزو نسلونه
د ایبریا نسل دی. نسل یې په داسې طریقه ساتل کیږي په کومه کې چې د ورځې لخوا ازاد ګرځي. په فرانسې، هسپانیا، پرتګال او د لاتیني امریکا په هغو هیوادونو کې روزل کیږي چېرې چې د غوییزو د شخړې لوبه کیږي. نسل یې د برید کوونکي چلند له مخې، د انرژي او مقاومت له مخې اخیستل شوی. انسان باید له یادو غوییزو سره هېڅکله پیاده مخ نشي کنه نو تر وژلو پورې یې په ښکر وهي. په (Toro Bravo, toro de lidia, toro lidiado, ganado bravo, Touro de Lide) نومونو هم یادیږي. د نسل ځانګړنې د نسل ځانګړنه یې برید کوونکی چلند دی په ځانګړې توګه داسې بند ځای کې چې تېښته نشي کولای او یا له پادې سره نه وي او یوازې وي. د ډېرو رنګ یې تور او تېز نسواري رنګ کې وي خو په نورو رنګونو کې هم شته. د نورو غوییزو په پرتله بلوغ ته ژر نه رسیږي. په غاړې او وږو کې یې د عضلو ترکیب ډېر ځواکمن دی او په همدې جوړښت یې له نورو غوییزو سره توپیر هم کیږ...
Bruna dels Pirineus – برونا دېل سپیرینېوس

Bruna dels Pirineus – برونا دېل سپیرینېوس

د غوییزو نسلونه
د برونا دې لوس پیرینېوس (Bruna de los Pirineos) په نامه هم یادیږي. د هسپانیا د پیرینې غرونو په سوېل ختیځ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په ۱۹ پېړۍ کې د فرانسې د "وال د ارا" سیمې له لارې د سویس نسواري غوییز هسپانیا ته انتقال شوي وو او یاد غوییز له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شوي او پایله کې برونا دېل سپیرینېوس نسل رامنځته شوی. د کتالونیا ۸۰% د غوښې لپاره مارکېټ جوړوي. د غویي د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۴۲ سانتي متره او وزن ۱۰۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د غوا قد تر ۱۴۰ سانتي متره او وزن تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. په پیل کې د درې موخو کار، شیدې او غوښې لپاره ساتل کېدل، د ټکنالوجي له ودې سره د دوه موخو غوښې او شیدې غوییز شول خو د شیدو لپاره د نسلونو ودې یوازې د غوښې د مارکېټ غوییز کړل. د اوړي په میاشتو کې په لوړو غرونو کې څرول کیږي. مخینه له کومو سیمه ایزو غوییزو یې چې نسل رامنځته ش...
List of Spanish cattle breeds – د هسپانیا د غوییزو نوملړ

List of Spanish cattle breeds – د هسپانیا د غوییزو نوملړ

د غوییزو نسلونه
سیمه ایز نوم پښتو نوم نوټ انځور البېرا الیستانا سانابرېسا المانفورېنا یا المانزورېنا اوسمهال کې له منځه تللي استوریانا دو لا مونتانیا استوریا غرني غوییز استوریانا دې لوس باګېس د استوریا درې غوییز اویلېنا نېګرا ایبرېریکا اویلېنا نېګرا ایبرېریکا (باریداد بوفیبلانکا)  بېرېنډې ان کولورادو بېرېنډا ان نېګرو بېتیزو بلانکا کاسېرېنیا برونا دېل سپیرینوس کاشېنا یا کاچېنا کالاس پارېنا اوسمهال کې له منځه تللي کالدېلا کامپوریانا اوسمهال کې له منځه تللي کاناریا باکا کاناریا کاردېنا اندالوزا فري اېرېسا لیبانییګا اوسمهال کې له منځه تللي لیونېسې اوسمهال کې له منځه تللي ...
Hungarian Grey – د هنګري خړ غوییز

Hungarian Grey – د هنګري خړ غوییز

د غوییزو نسلونه
په هنګري ژبه کې یې نوم (Magyar Szürke) لیکل کیږي. په انګرېزۍ کې ورته (Hungarian Grey Steppe) نوم هم اخلي. په هنګري کې د غوښې لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د پوډولي غوییزو له ګروپ سره تړاو لري. بهر ته وتلي اوږده ښکرونه لري. روښانه خړ رنګ کې وي. مخکې د هنګري پوستا څرځای کې لوی شمېر ساتل کېدل او پادې پکې څرول کېدې. په شلمه پېړۍ کې یې نسل له ورکېدو سره مخ شو خو کله چې ډېر کم شو نو بېرته یې د نسل زیاتولو هڅې پیل شوې. ځانګړنې اوږده تنه او لوړ قد لري. بدن یې ځواکمنې عضلې لري او د غوښې جوړښت یې مرمر ته ورته وي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۵۰ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د غوا قد تر ۱۳۵ سانتي متره او وزن یې تر ۵۲۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له سلوري سپین تر ایرو ته ورته خړ پورې امکان لري. د غوا په پرتله د غویي رنګ تېز وي او د هګیو د کیسې رنګ یې...
Holando-Argentino – هولانډو ارجېنټینو

Holando-Argentino – هولانډو ارجېنټینو

د غوییزو نسلونه
په ارجنټینا کې د غوښې او شیدو لپاره اخیستل شوی نسل دی. نسل یې له هولسټاین فریژن غوییزو ترلاسه شوی. د ارجنټینا په مختلفو سیمو کې پیدا کیږي، د ارجېنټینا ګاونډیو هیوادونو ته هم صادر شوي. د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد له ۱۴۰ تر ۱۵۰ سانتي پورې لوړیږي، وزن یې تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ځواکمنې پښې یې د دې وړتیا ورکوي چې خپلو خوړو پسې تر لرې سیمو پورې تګ وکړي.
Hinterwald – هېنټروالډ

Hinterwald – هېنټروالډ

د غوییزو نسلونه
د جرمني په تورځنګل کې اخیستل شوی د غوییزو زوړ سیمه ایز نسل دی. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره اداره یې په سویس او جرمني دواړو کې شته. د نوم مانا یې "لرې پروت ځنګل" دی، یاد نوم پرې ۱۵۰ کاله مخکې ایښودل شوی. همدې ته ورته بل نسل د ورډر والډ په نامه یادیږي او د نوم مانا یې "نږدې ځنګل" دی. مخکې دواړه یو نسل ګڼل کېده خو اوسمهال سره جلا شوي. ساینسي نوم یې (Bos primigenius f. taurus) دی. ځانګړنې د غوا قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۱۵ تر ۱۲۵ سانتي متره پورې لوړيږي او وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې وي ؛ د غويي وزن یې د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۱۳۰ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي، وزن یې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په مرکزي اروپا کې، په اوسمهال کې ژوندی تر ټولو کوچنی نسل دی. رنګ یې سپین او نوره برخه یې له روښانه زېړ تر سور نسواري پورې وي. د نسل اخیستنې موخه یې له سړو سره مقاومت، ...
Highland cattle – د سکاټلنډ د لوړو هوارو غوییز

Highland cattle – د سکاټلنډ د لوړو هوارو غوییز

د غوییزو نسلونه
د سکاټلند په ګېلېک ژبه کې ورته بو ګایډیلک (Bò Ghàidhealach) نوم اخلي. د سکاټلند په کلیو کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. ببره وړۍ او اوږده ښکرونه لري. په سیمه کې، د هر ډول خرابې هوا پرمهال د مقاومت وړتیا لري. د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره کتاب یې په ۱۸۸۵ کې تاسیس شوی، په یاد کتاب کې د یوه نسل دوه ډوله غوییز راجستر شوي : یو ډول یې تور رنګ لري او بل ډول یې سور رنګ کې دي. د غوښې لپاره ساتل کیږي. نسل یې ځینې نورو هیوادونو ته هم انتقال شوی. ځانګړنې اوږده پراخ شوي ښکرونه او اوږده وړۍ لري، په ۶۰ % غوییزو کې رنګ سور نسواري وي. تقریبا ۲۲ % یې په زېړ رنګ کې پیدا کیږي او نور په سلوري، تور رنګ کې وي. په MC1R gene (E locus) and the PMEL or SILV gene (D locus) جېنونو کې یې د الېل له امله رنګ توپیر لري. د وړۍ بهرنۍ برخه یې غوړ لرونکې ده او د سکاټلنډ په باراني موسم کې یې له لندېدو ژغورنه کوي. د غویي وزن...
Hérens cattle – هېرېنس غوییز

Hérens cattle – هېرېنس غوییز

د غوییزو نسلونه
په فرانسوي کې یې نوم اېغا تلفظ کیږي او جرمني ژبه کې ورته (Eringer) نوم اخلي. د سویس د الپ په غرونو کې، د هېرېنس درې غوییز دي. رنګ یې نسواري، تور یا تېز سور وي، د شمزي اوږدو کې یې د روښانه رنګ کرښه موجوده وي. نسل یې له نورو غوییزو سره د جګړې لپاره ساتل کیږي. ځانګړنې د اروپا د وړو غوییزو په نسلونو کې یو نسل دی. خسکی یې د شمزي اوږدو کې تېز رنګ لري او تنه یې سور رنګ کې وي خو له ودې سره یې د بدن رنګ کې تېزوالی رامنځته کیږي او د شمزي په اوږدو کې رنګ یې روښانه کیږي. د نورو غوییزو په پرتله یې سر لنډ خو پراخ شوی وي. دواړه غوا او غویی یې ډېرې ځواکمنې عضلې او ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۱۲۵ تر ۱۳۴ سانتي متره پورې وي او وزن یې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د الپ د غرونو له څر ځایونو سره ښه بلدتیا لري. مخینه د وینې ډول یې داسې وړاندیز کوي چې د سویس له غوییزو سره توپیر لري او د اتریش له ټو...
Share
Hide Buttons