
Hérens cattle – هېرېنس غوییز
په فرانسوي کې یې نوم اېغا تلفظ کیږي او جرمني ژبه کې ورته (Eringer) نوم اخلي. د سویس د الپ په غرونو کې، د هېرېنس درې غوییز دي. رنګ یې نسواري، تور یا تېز سور وي، د شمزي اوږدو کې یې د روښانه رنګ کرښه موجوده وي. نسل یې له نورو غوییزو سره د جګړې لپاره ساتل کیږي.
ځانګړنې
د اروپا د وړو غوییزو په نسلونو کې یو نسل دی. خسکی یې د شمزي اوږدو کې تېز رنګ لري او تنه یې سور رنګ کې وي خو له ودې سره یې د بدن رنګ کې تېزوالی رامنځته کیږي او د شمزي په اوږدو کې رنګ یې روښانه کیږي. د نورو غوییزو په پرتله یې سر لنډ خو پراخ شوی وي. دواړه غوا او غویی یې ډېرې ځواکمنې عضلې او ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۱۲۵ تر ۱۳۴ سانتي متره پورې وي او وزن یې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د الپ د غرونو له څر ځایونو سره ښه بلدتیا لري.
مخینه
د وینې ډول یې داسې وړاندیز کوي چې د سویس له غوییزو سره توپیر لري او د اتریش له ټو...