د غوییزو نسلونه

Gangatiri – ګنګاتیري

Gangatiri – ګنګاتیري

د غوییزو نسلونه
په هندي کې یې نوم (गंगातिरी) لیکل کیږي. د لویدیځ هاریانا یا شاهداري په نومونو هم یادیږي. د هند، د ګنګا سیند په اوږدو کې یې د اوتر پرادېش په ختیځ کې نسل اخیستل شوی. د هند په شمال کې د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي.
Galloway cattle – ګالووې غوییز

Galloway cattle – ګالووې غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د سکاټلنډ په ګالوې سیمه کې، په ۱۷ پېړۍ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. تور رنګ لري او په طبیعي توګه بې ښکرو وي. بدن یې ډبله وړۍ لري او سړو سیمو کې د ساتل کېدو وړ دي. په ۲۰۲۲ کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۸۰۰ غوییزو موجود وو او د یادو غوییزو لویه برخه د اروپا په شمال کې او د اروپا په شمال کې لوی شمېر په جرمني او دنمارک کې وو. د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. که ښه وساتل شي نو تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې هم رسېدلی شي. د انګلستان په کمبرلنډ سیمه کې یې له شیدو پنیر جوړیږي....
Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې، د ګالیسیا په خودمختاره سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غواګانو له شیدو یې د ټېټيلا په نوم پنېر جوړېږي. غویان یې ارام چلند لري او په کرنه کې د کار لپاره مناسب دي. د ګالیسیا په ټولو سیمو کې شته خو ۷۵% یې په لوګو ولایت کې دي. رنګ یې زېړ، غنم رنګه او یا دار چیني ته ورته وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کتاب یې په ۱۹۳۳ کې جوړ شوی. په ۲۰۱۵ کې د شمېر ۳۹۹۷۱ غوییز وو. په ۲۰ پېړۍ کې روبیا ګالېګا د پرتګال له باروسا، د سویس له برون ویا، سیمېنټال او د انګلستان بې ښکرو غوییزو سره هم دوه رګه شوي....
Fribourgeoise – فري بورجواز

Fribourgeoise – فري بورجواز

د غوییزو نسلونه
په (Freiburger) نوم هم یادیږي. نسل یې د سویس په فریبورګ کانټون کې اخیستل شوی. له ۱۹۶۶ کال په سیستماتیکه توګه له واردو شوو هولسټاین غوییزو سره دوه رګه شوي. په ۱۹۷۳ کې یې نسل ټول مړ شو او کوم چې له هولسټاین سره دوه رګه شوی وو د سویس هولسټاین ترې جوړ شو. نسل یې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کېده.

French Simmental – فرانسوي سیمېنټال

د غوییزو نسلونه
د فرانسې د غوییزو نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د سویس سیمېنټال غوییز کارېدلي کوم چې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې ته وارد شوي وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غوښې او شیدو دواړو لپاره کاریږي. له وچیدو تر لنګېدو پورې موده کې ۶۴۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې ۴% شحم او ۳.۳% پروتین وي. شیدې یې د پنیر جوړولو لپاره کاریږي.
Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

د غوییزو نسلونه
فلورېډا کراکر د هغو انګرېزانو کلتور وو کوم چې پیل کې په فلورېډا کې مېشت شول او د یادو غوییزو نوم له همدې کلتور اخیستل شوی. د فلورېډا سکرب (Florida Scrub) نوم هم ورته اخلي. د کریولو غوییزو په ګروپ کې یو ډول دی او نسل یې له هغو هسپانوي غوییزو رامنځته شوی کوم چې هسپانویانو په ۱۴۹۳ کې له خپل ځان سره امریکا ته انتقال کړي وو.
Fleckvieh – فلېک وي غوییز

Fleckvieh – فلېک وي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو او غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په مرکزي اروپا کې اخیستل شوی. سیمه ته چې کوم د سویس سیمېنټال غوییزو وارد شوي د فلېکویای غوییزو رامنځته کولو لپاره کارېدلي. اوسمهال په ټوله نړۍ کې تقریبا تر ۴۱ میلیونه پورې غوییز شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰–۱۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰–۸۰۰ پورې رسیږي. بې ښکرو او ښکر لرونکي دواړه لري. د نسل اخیستنې سیمه یې د باوریا پاچایي او د اتریش امپراتوري وه. ښه کاري وړتیا هم لري او له همدې امله د سیمې خلکو د درېواړو موخو (کار، غوښه او شیدې) لپاره کارول خو د ټکنالوجي له پرمختګ سره اوسمهال یوازې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کیږي....
Fjäll –  فیال غوییز

Fjäll – فیال غوییز

د غوییزو نسلونه
په سویډني ژبه کې یې نوم (Fjällko or Svensk Fjällras) هم لیکل کیږي. په سویډن کې په طبیعي توګه بې ښکرو د غرنیو غوییزو نسل دی. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ شو خو په ۱۹۹۵ کې چې کله ورته د نسل اخیستنې ټولنه جوړه شوه بېرته یې نسل زیات شو. د چټکې زیاتېدنې لامل یې کنګل شوي سپرم وو. د مایکرو سټلایټ څېړنې ښي چې له بهوسکولا غوییزو سره تړاو لري. په ۱۲۹۶ کې هم د نسل د مالومات د ثبت لپاره کتاب لره او یاد غوییز پکې بې ښکرو سپین یا سپین خړ غوییز ښودل شوي. په دوېم ځل په کال ۱۹۰۷ کې نسل وګڼل شو....
Finncattle – د فنلنډ غوییز

Finncattle – د فنلنډ غوییز

د غوییزو نسلونه
درې ډوله غوییزو ته رجوع کوي. معمولا د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د کورني ژوي په توګه ساتي. د بدن کچه یې وړه ده او په طبیعي توګه بې ښکرو دي خو خپله کې یو بل سره توپیر لري په شکل او تولید کې توپیر لري. کوم نسل یې چې په لوېدیځ کې دی رنګ یې سور دی او تر نورو دوه ډولونو غټ دی، کوم نسل یې چې په شمال کې دی رنګ یې سپین دی، کوم نسل یې چې ختیځ کې دی رنګ یې سور او سپین دی. د نورو نسلونو په پرتله د فنلنډ له اقلیم سره ښه بلد دي. په ډېره اسانۍ د ځنګلونو په څر ځایونو کې ساتل کېدای شي. اوږد عمر لري او نسل زیاتولو کې هم ښه دي. د شیدو په پرتله ډېر د غوښې لپاره کاریږي....
Finnish Ayrshire – دې فنلډ اېر شېر غوییزو

Finnish Ayrshire – دې فنلډ اېر شېر غوییزو

د غوییزو نسلونه
په فنلنډ کې د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل نسل دی. کوم غوییز چې له ۱۸۴۷ څخه تر ۱۹۲۳ پورې د انګلستان له اېرشېر فنلنډ ته صادر شوي وو له همدې غوییزو یې نسل رامنځته شوی. په فنلنډ کې د شیدو د غوییزو پادو کې تقریبا ۶۱% همدا غوییز دي. په ۱۹۰۱ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې سپرم انګلستان هم په خپلو اېرشېر غوییزو کې وکارول تر څو یې نسل کې ښه والی رامنځته کړي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۸۵۷۱ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، په شیدو کې یې د شحمو کچه ۴.۲۸% وي....
Évolène cattle – اېولېن غوییز

Évolène cattle – اېولېن غوییز

د غوییزو نسلونه
په سویس کې د والې کانټون کې د شیدو لپاره پخوانی د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. اوسمهال کې ډېر کم شمېر پاتې دي. په تور سپین او سور سپین رنګ کې پیدا کیږي. د غوښې او شیدو لپاره نسل وو خو د شیدو په پرتله ډېر د غوښې لپاره کارېدل. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۲۰۰ کیلو ګرامه پورې شېدې کوي. په شیدو کې یې تر ۳.۸% پورې شحم لري. له غرنیو څرځایونو سره بلدتیا لري. تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي خو غوا یې له غویانو وزن کې کمه وي.
Estonian Red cattle – د اېستونیا سره غوییز

Estonian Red cattle – د اېستونیا سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په اېستونیایي ژبه کې یې نوم (Eesti punane) لیکل کیږي. په ۱۸۵۰ لسیزه کې یې نسل له سیمه ایزو غوییزو او د دنمارک له سرو غوییزو، له سلېسویګ غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. سور رنګ کې وي خو په سور سپین او نسواري رنګ کې هم شته دي. نسل یې د شیدو لپاره ساتل کیږي خو اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی.
Ennstaler Bergscheck – اېنسټالر برګ شېک غوییز

Ennstaler Bergscheck – اېنسټالر برګ شېک غوییز

د غوییزو نسلونه
د اتریش د غوییزو نسل دی. نوم یې د اینس سیند له اېنسټال درې اخیستل شوی. نسل یې له زېږېدیز کال څخه ۵۰۰ کاله وړاندې له لاتېن سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غوږنو داخل یې جلا رنګ کې وي. ښکرونه، د پوز څوکه، بوټونه یې تقریبا بې رنګه وي. له اتلسمې پېړۍ مخکې د کار او غوښې لپاره ساتل کېدل خو په اتلسمه پېړۍ کې یې ځای موربوډېن، پینزګو، کارینتین بلاندویا غوییزو ونیوه. په دوه کلنۍ کې بشپړ بلوغ ته رسېدلی وي خو څوربوالی نه پیدا کوي. غوښه یې د ښه کیفیت لرونکې ده. ګمان کېده چې تر ټولو وروستۍ دوه غواګانې یې په ۱۹۸۶ کې حلالې شوې وې خو وروسته یې د نسل نور غړي بیا وموندل شول او د نسل ژغورنې چارې یې پیل شوې. په ۲۰۰۴ کې په ۶ فارمونو کې ۶۵ غوییزو موجود وو....
English Longhorn – د انګلستان اوږد ښکري غوییز

English Longhorn – د انګلستان اوږد ښکري غوییز

د غوییزو نسلونه
ځانګړنه یې اوږده منحني شوي ښکرونه دي. نسل یې د انګلستان د شمال په لانکا شېر، وېسټ مور لنډ او یارک شېر سیمو کې اخیستل شوی او بیا له دې سیمې مرکزي انګلستان او ایرلنډ ته خپاره شوي. په پیل کې یې نسل د کاري غوییزو په توګه کارېده او غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې خو د شیدو کوچ یا شحم یې زیات وو. په اتلسم پېړۍ کې رابرټ بېکوېل په دې غوییزو کې د بدلون لپاره د نسل اخیستنې خپله طریقه وکاروله او د غوښې لپاره نسل یې ترې جوړ کړ. په ۱۸۷۸ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په مختلفو رنګونو کې شته دي....
Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

د غوییزو نسلونه
د نیوزلنډ په اینډبای ټاپو کې د ۸۰ کلونو لپاره وحشي حالت کې موجود غوییز وو. اوسمهال یوازې اووه غوییز پاتې دي. اوسمهال یې د نسل ژغورنې چاره په بند ځای کې پیل شوې. یاد ټاپو کې په ۱۸۹۰ لسیزه کې هڅه وشوه چې په اینډر بای ټاپو کې فارمونه جوړ شي خو هڅه یې د خراب اقلیم له امله ناکامه شوه او نهه غوییز په سیمه کې ازاد پرېښودل شول.
Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې له ۱۹۱۵ کال د کوینلنډ په شمال کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان او زیبوین غوییزو له دوه رګه کېدو رامنځته شوی. د استرالیا لمړی تورینډیسین دوه رګه نسل ګڼل کیږي. تقریبا ۵۰% بوس انډیکوس او ۵۰% بوس توروس دی.
Dølafe – ډولافې غوییز

Dølafe – ډولافې غوییز

د غوییزو نسلونه
د ناروې په ګوډ برېنډ دره کې، اوسټېرډالېن او هېډمارکېن سیمو کې د غوییزو نسل دی. یادې سیمه په وښو پوښلي غرونه لري. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې نسل ډېر کم پاتې وو خو اوسمهال بېرته زیات شوي. د بدن هډوکي یې واړه او لنډ قد لري. ښکرونه لري او په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. وزن یې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Share
Hide Buttons