
Holstein Friesian – هولسټاین فریژن
د شیدو لپاره د غوییزو د نسلونو نړیوال ګروپ دی. نسل یې په فریژیا کې اخیستل شوی. د شمالي هالنډ او د جرمني له شلېس وېګ هولسټاین ترمنځ له سیمې خپاره شوي. په ټوله نړۍ کې د شیدو په بازار کې لویه ونډه اخیستونکی نسل ګڼل کیږي. تر ۱۶۰ زیاتو هیوادونو کې شته دي. د هولسټاین فریژن، فریژن، تور او سپین غوییز نومونه هم ورته اخیستل کیږي.
د امریکا له جوړېدو سره په شمالي او سوېلې امریکا کې د شیدو غوښتنه مخ په زیاتېدو شوه. د اړتیا د پوره کولو لپاره یې د جرمني ۸۸۰۰ تور او سپین غوییز امریکا ته انتقال کړل خو د ناروغیو له امله یې واردول بس کړل.
په اوس وخت کې یاد غوییز په شمالي اروپا کې د شیدو لپاره کاریږي او په سوېلې اروپا کې د غوښې لپاره کاریږي. له ۱۹۴۵ کال را په دیخوا شیدې او تولید یې ځانګړو سیمو پورې محدود شو او لامل یې د ملي زېربناو جوړول وو او دا لامل شو چې ځینې سیمو کې یوازې د غوییزو نسلونه د شیدو لپاره ...