
Canadienne cattle – کاناډایي غوییز
نوم یې فرانسوي کې مفرد مونث نوم دی. تور کاناډایي غوییز نوم هم ورته اخلي. نسل یې په ۱۶ پېړۍ کې له فرانسوي کانډایي او تور جېرسي غوییزو اخیستل شوی. تر ۱۹ پېړۍ پورې عام ساتل کېدونکي څاروي وو. خو سیمې ته د نورو غوییزو وارېدېدو کم کړل او ورپسې تر ټولو عام ساتل کېدونکي هولسټاین او هېرفورډ غوییز شوو. اوسمهال یې هم نسل په فارمونو کې شته خو په کیوبېک سیمه کې تر نورو ځایونو زیات دي. د کیوبېک حکومت هڅې پیل کړي چې نسل یې له منځه تللو وژغوري. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي. شیدې یې کافي پروتین او شحم لري او د پنېر د تولید لپاره مناسبې دي. نازکه نرۍ غوښه لري او له همدې امله یې غویان د غوښې لپاره کاریږي.
د منځنۍ کچې غوییز دي غوا یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او غویی یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. له سړې هوا سره بلدتیا لري. کوچنۍ تنه یې لکه د غټو غوییزو په څېر د څر ځایونو واښه ل...