د غوییزو نسلونه

Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز

Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز

د غوییزو نسلونه
د سکاټلند د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ د سوېل لوېدیځې ګالوې سیمې له ګالوې غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کې جلا نسل وګڼل شو. د لوړو سیمو په څر ځایونو کې له ژوند سره بلدتیا لري. له تور ګالوې سره یې توپیر په ملا کې کمربند ته ورته سپین رنګ دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره اخیستل کیږي خو د ښکلا لپاره د کورني ژوي په توګه او ځینو سیمو کې د وښو مدیریت لپاره هم کارول کیږي. ځانګړنې که چېرې یې رنګ کې قهوي یا خاورې ته ورته رنګ موجود وي لامل یې (PMEL gene) جېن کې جنتیکي بدلون دی. د بدن اوږده وېښته یې له سړو او باران ساتنه کې مرسته کوي. لکه د نورو ډېرو غوییزو په څېر د پوستکي لاندې د ژمي لپاره شحم نه زخیره کوي. وزن یې له موسم له هوا او د خوړو شتون سره تړاو لري. غویی یې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې او غوا له ۴۵۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نرم طبیعت لرونکي دي خو که چېرې د غوا له خسک...
Belmont Red – بېلمونټ سره غوییز

Belmont Red – بېلمونټ سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۵۴ کې د استرالیا (Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation CSIRO) ادارې د یادو غوییزو نسل اخیستی. په نسل اخیستنه کې یې افریکنر، هېرفورډ او لنډ ښکري غوییز کارولي. په ۱۹۶۹ کال کې یادې ادارې دا غوییز نسل اخیستونکو فارمونو ته وسپارل. ښه وده کوونکي، له کټملو سره مقاومت کوونکي، د ډېر ژر خپه کېدونکي او ډېر ژر غسه کېدونکي طبیعت لرونکي غوییز دي. د چاپېریال له زیاتې تودوخې سره بلدتیا لري.
Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په نیدرلندي کې ورته (Rood West-Vlaams) نوم اخلي، په فرانسوي کې یې په ( Rouge de Flandre occidentale) نوم یادوي، د ختیځې فلاندر سیمې غوییز دي. د فرانسې په شمال کې یې هم نسل زیات وو. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دی. ځانګړنې سور رنګ کې وي، سر کې یې سپین رنګ موجود وي، اوږده درنده تنه لري. نسل یې د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۱۹۸۰ لسیزه کې نسل اخیستونکو هڅه وکړه چې د شیدو لپاره جلا او د غوښې لپاره جلا ډولونه رامنځته کړي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویی قد تر ۱۵۳ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په ۲۰۰۱ کال کې ټولټال ۱۰۰ غوییز پاتې وو....
Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز

Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز

د غوییزو نسلونه
بې کچې زیات عضلاتي غوییز دي. د دې وړتیا لري چې خپل خواړه په عضلو او وزن اخیستو بدل کړي. په پیل کې یې رنګ نیله خړ وو خو اوسمهال له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۲ سانتي متره پورې لوړیږي. مخینه نسل یې بلجیم کې، په ۱۹ پېړۍ کې، له سیمه ایزو غوییزو او د انګلستان له لنډ ښکرو غوییزو اخیستل شوی. ګمان کیږي چې شارولېز غوییز یې هم په نسل اخیستنه کې کارېدلي وي. مخکې یې نسل د شیدو او غوښې لپاره اخیستل کیده. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د بلجیم په لېژ ولایت کې یې د مصنوعي القاح له لارې نسل عصري شو. په ۱۹۷۸ لسیزه کې یې نسل متحده ایالتونو ته هم صادر شو. تر اوسه یې نسل ټولې نړۍ ته صادر شوی او په ۲۰۲۲ کال کې ټوله نړۍ کې ۱۰۷۸۷۵ غوییز موجود وو. ځانګړنې په خ...
Beefmaster – بیف ماسټر غوییز

Beefmaster – بیف ماسټر غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې نسل له هېر فورډ او لنډ ښکرو غواګانو او براهمن سخندر دوه رګه شوی. د یادو غوییزو جنتیک کې ۵۰% براهمن، ۲۵ % د شیدو لنډ ښکري غوییز او ۲۵ % هېرفورډ غوییز شامل دي. په لمړي ځل د نسل په توګه په ۱۹۵۴ کې پېژندل شوي. د نسل اخیستنې موخه یې د تګزاس په سوېل کې له سخت حالت سره د مقاومت کوونکو غوییزو رامنځته کول وو.
Bazadaise – بزادېز غوییز

Bazadaise – بزادېز غوییز

د غوییزو نسلونه
د بزا خړ (Grise de Bazas) په نوم هم پېژندل کیږي. د سوېل لویدیځې فرانسې د نووېل اکیتېن د جېروند له بزا سیمې یې نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې هر کال د څوربې تنې غوییز هم نندارې ته وړاندې کیږي. مخینه د جیروند او پیرینې سیمې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل په رامنځته کېدو کې یې د هسپانیا غوییز، سیمه ایز غوییز او اکیتېن غوییز کارېدلي. په سیمه کې هر کال د (Fête des Boeufs Gras) په نامه نندارتون جوړیږي مانا یې "د څورب غوییزو مېله" ده او بزادېز غوییز پکې نندارې ته وړاندې کیږي. د نسل د یادون لپاره یې کتاب د ۱۸۹۶ کال د جولای په ۳۱ نېټه جوړ شوی. په ۱۹۴۰ کې ټول ۶۰۰۰۰ راجستر شوي وو. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د کرنې او مالدارۍ سیستم کې بدلون رامنځته شو، ډېری څرځایونه د غلې د کرنې لپاره وکارول شول او دې چارې د بزادېز غوییزو نسل په چټکۍ سره کم کړ. په ۱۹۷۰ کې یوازې ۷۰۰ غوییز راجستر وو. کله یې چې ن...
Barzona – بارزونا غوییز

Barzona – بارزونا غوییز

د غوییزو نسلونه
د متحده ایالتونو د غوییزو نسل دی. په ۱۹۴۰ لسیزه کې یې نسل د ارېزونا د غرنیو سیمو په لوړه سارا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې انګس، افرینکنر، هېرفورډ او د غوښې لنډ ښکري غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له حشرو او ناروغیو سره مقاومت پام کې نیول شوی وو.
Bargur Cattle – بارګور غوییز

Bargur Cattle – بارګور غوییز

د غوییزو نسلونه
په تمیل ژبه کې یې نوم (பர்கூர்) لیکل کیږي، کناډا ژبه کې یې نوم (ಬರಗೂರು) لیکل کیږي او په مالایالم ژبه کې یې نوم (ബർഗൂർ പശു) لیکل کیږي. نسل یې د هند په تمیل نادو سیمه کې اخیستل شوی. د منځنۍ کچې څوربه تنه لري. رنګ یې سور یا نسواري او خپل کې رنګ سپین خاپونه لري. بې کچې زیات برید کوونکی چلند لري او د برید کوونکي چلند د مخنیوي لپاره یې روزنه ناشونې ده. په منډه وهلو کې ښه سرعت لري. سیمه ایز هندوان ګمان کوي چې شیدې یې د درمل دي.
Baoulé cattle – باوولې غوییز

Baoulé cattle – باوولې غوییز

د غوییزو نسلونه
د لوبي او مېرې په نومونو هم یادیږي. د مالي په سوېل کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. درې (Bouaké, Bouna, and Dabakala) ډولونه یې کره غوییز ګڼل کیږي. د فولا په نوم پاده پیونکي یې ساتي. لنډي غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد له ۹۰ تر ۱۰۰ سانتي متره او د غویي له ۱۰۰ تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډه غاړه، غټ سر، بې څوکو پڅ ښکرونه لري. یادې برخې یې په غوا کې نرۍ او په غويي کې ډبلوالی لري. تور رنګ کې وي. په ۳۴۰ ورځو کې تر ۳۹۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي.
Bakosi cattle – باکوسي غوییز

Bakosi cattle – باکوسي غوییز

د غوییزو نسلونه
د باکوري او کوسي په نومونو هم یادیږي. د کامېرون نسل دی. د باکوسي په نوم قوم یې نسل اخیستی او د نسل ساتنه یې کوي. د نسل غوییز یې د زوم لخوا ناوې ته ورکول کیږي، د غوښې او پوستکي لپاره ساتل کیږي. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې وي خو تر نیم زیات تور یا نسواري رنګ کې وي. د بلاربېدو انټروال یې له ۱۸ تر ۲۴ پورې موده کې دی.
Baherie cattle – باهري غوییز

Baherie cattle – باهري غوییز

د غوییزو نسلونه
د اېرېتریا په ختیځ کې، د مساوا سیمې په سمندر غاړو کې اخیستل شوی نسل دی. په دوه نومونو یادیږي : د باهري نوم مانا یې "د سمندر غوییز" ده او د بېربېرا نوم مانا یې د سومالیا، ادېن او یمن غوییزو ته وایي. دوېم نوم یې د دې غوییزو د پلرونو د ځای ښودنه کوي کوم چې له سومالیا سیمې ته انتقال شوي. د غوییزو له زېبو ګروپ سره تړاو لري. کوچنۍ تنه، واړه ښکرونه لري.  
Bachaur cattle – باکور غوییز

Bachaur cattle – باکور غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې د میتیلا د بیهاري سیمې په شمال کې، په سیتاماري، دربانګا او مدوباني ولسوالیو کې ساتل کیږي. څورب کوچنی بدن لري. له هاریانوي غوییزو سره ورته والی لري.غویی یې د کار لپاره ساتل کیږي، غواګانې یې لکه د نورو کاري غوییزو په څېر د کار لپاره نه ساتل کیږي بلکې تر ډېره د شیدو لپاره کاریږي. هر کال د بلاربېدو وړتیا لري.
Australian Milking Zebu – د استرالیا لېشل کېدونکي زېبو غوییز

Australian Milking Zebu – د استرالیا لېشل کېدونکي زېبو غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۵۰ لسیزه کې استرالیا د پاکستان له ساهیوال او سور سندي غوییزو دوه رګه نسل اخیستی. همداسې یې د نسل ښه کولو لپاره جېرسي، ایلاوارا، ګرنزي اوفریژن غوییز هم کارولي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې د شیدو کچه، له زیاتې تودوخې، کټملو او پرازیتو سره مقاومت هم پام کې نیول شوی وو. رنګ یې ګرنزي غوییزو ته شوی خو زوړند پوستکی یې سور سندي او ساهیوال ته ورته والی لري. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۲۷۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي.
Australian Lowline – د استرالیا لولین غوییز

Australian Lowline – د استرالیا لولین غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د استرالیا د بې ښکرو غوییزو نسل دی. نسل یې له ابېرډین انګس غوییزو اخیستل شوی. واړه غوییز دي. غویی تر ۴۰۰ او غوا یې تر ۳۲۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. معمولا تور رنګ کې وي خو ځینې یې سور رنګ کې هم شته.
Australian Friesian Sahiwal – د استرالیا فریژن ساهیوال

Australian Friesian Sahiwal – د استرالیا فریژن ساهیوال

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره د استرالیا نسل دی. نسل یې په کوینلنډ کې په ۱۹۶۰ لسیزه کې اخیستل شوی. نسل یې د پاکستان له ساهیوال او هولسټاین څخه دوه رګه شوی. غواګانې یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شېدې کوي. له تودوخې، لوندوالي، کټملو او هر بل ډول پرازیت سره مقاومت لرونکي دي. نسل یې د ډېرو نورو ګرمو سیمو هیوادونو ته هم صادر شوی لکه سوېلې امریکا او سوېل ختیځې اسیا ته. د بنګله دېش په څېر هیوادونه د کومو چې د اقتصاد لویه برخه څارویو جوړ کړی یاد غوییز ډېر وارد کړي....
Australian Charbray – د استرالیا چاربرې غوییز

Australian Charbray – د استرالیا چاربرې غوییز

د غوییزو نسلونه
د استرالیا د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې له شارولې او براهمن غوییزو اخیستل شوی. نسل یې تر ډېره د کوینلنډ سیمې د شمال فارمونو کې ساتل کیږي. په ۱۹۷۷کال کې یې په استرالیا او نیوز لنډ کې د یادون د کتاب لپاره اداره جوړه شوه. د غویي وزن یې تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۶۰ سانتي متره پورې لوړیږي. په ۱۹۳۰ لسیزه کې، د استرالیا چاربرې غوییزو نسل په متحده ایالتونو کې اخیستل شوی او د نسل اخیستنې پروګرام یې وروسته په ۱۹۶۰ لسیزه کې په استرالیا کې ادامه موندلې....
Australian Brangus – د اسټرالیا برانګس غوییز

Australian Brangus – د اسټرالیا برانګس غوییز

د غوییزو نسلونه
د سپین مخ لرونکو غوییزو په پرتله ډېر کم وخت د سترګو په سرطان اخته کیږي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له کټملو او تودوخې سره مقاومت پام کې نیول شوی وو. له جنتیکي مخې ۳⁄۸ براهمن او ۵⁄۸ انګس دی. د براهمن برخه یې له ۲۵% تر ۷۵% پورې امکان لري. همدا چاره یې د غوښې لپاره د غوییزو ساتونکو فارمونو ته اجازه ورکوي چې خپلو سیمو کې یې وساتي. تور رنګ کې وي خو سور رنګ کې برانګس هم شته دي. له هر ډول چاپېریال سره په اسانۍ بلدتیا پیدا کوي. د غوښې لپاره بې ښکرو د استرالیا د غوییزو نسل دی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې نسل له براهمن او انګس غوییزو د استرالیا په کوینلنډ کې اخیستل شوی. مخینه په پیل کې د برانګس غوییزو نسل په متحده ایالتونو کې اخیستل شوی خو وروسته یې د نسل اخیستنې پروګرام په مستقله توګه د استرالیا د انګس په نوم په استرالیا کې ادامه موندلې. په استرالیا کې د غوښې د مارکېټ لویه برخه جوړونکی دی. همداسې ...
Australian Braford – د استرالیا برېفورډ غوییز

Australian Braford – د استرالیا برېفورډ غوییز

د غوییزو نسلونه
د ۱۹۴۶ او ۱۹۵۲ ترمنځ د استرالیا په کوینلنډ کې د غوښې لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له کټملو او تودوخې سره مقاومت پام کې نیول شوی وو. په ملا کې کوچنی کوبی لري، زوړند پوستکی لري، سپین او سور رنګ کې وي. په طبیعي توګه ښکرونه لري خو د انسانانو لخوا بې ښکرو کیږي. له جنتیکي مخې ۵۰ % هېرېفورډ او ۵۰% براهمن دی، نسل یې هم له دواړو یادو شوو غوییزو اخیستل شوی. سوېلې امریکا او سوېلې افریقا ته یې هم نسل صادر شوی خو کم شمېر تایلنډ او اېندونیزیا ته هم انتقال شوي....
Share
Hide Buttons