
Casta cattle – کاستا غوییز
بل نوم یې (Aure et Saint-Girons) دی. په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د فرانسې د غوییزو نسل دی. دوېم نوم یې د دوه سیمو نوم دی : لمړی نوم یې (Aure) د یوې درې نوم دی او دوېم نوم یې (Saint-Girons) د دولتي ادارې د جوړښت نوم دی. د کاستا نوم یې د څېړۍ زړو ته د ورته رنګ څخه اخیستل شوی.
ځانګړنې
معمولا خړ رنګ کې وي خو د څېړۍ د میوې رنګ کې هم شته دي. نري د منځنۍ کچې ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۹۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. په بنسټیزه توګه یې نسل د غوښې لپاره اخیستل کېده خو ځینې خلکو د شیدو او کار لپاره هم ساتل. شیدې یې زیات شحم لري او مخکې یې له شیدو بېتمال (Bethmale) پنیر جوړېده.
مخینه
اصلي ځای یې د فرانسې د پیرنې غریزه سیمه ده. نسل یې دوه سیمو کې دوه مختلف ډولونه لري. په ۱۹۰۰ کال کې یاد نسل ته په رسمي ت...