
د کټملو، سپږو، شنو، خمنډکو، غڼو او د نورو حشرو لخوا چیچل کېدل
د حشرو خوله لګول ممکن پیل کې درد ولري، کله چې ستاسې بدن کې د خولې لګولو له لارې او یا د نېښ چوخ کولو له لارې زهر پرېږدي نو له درد وروسته پکې حساسیت پیدا کیږي. د هرې حشرې د چیچل کېدو د ځای په څرنګوالي کې توپیر وي.
وحشي ژوند مو که کور کې وي، که ستاسې انګړ کې وي، که کلي یا ښار کې وي او هواره یا غره کې وي او که په وچه کې یا اوبو کې وي هر ځای کې د خپلې سیمې او خپل ځان دفاع کوي. هغه حشرې لکه مېږی، لړم، مچۍ او غڼې که چېرې تاسې ورنږدې شئ نو ممکن یا خوله درباندې ولګوي او یا نېښ درکړي. په دې ژو کې یې ډېری په تاسې تر هغو برید نه کوي تر څو مو چې لاس نه وي ور وړی او یا مو کار نه وي ورسره لرلای. په افغانستان کې د غڼې زهري ډولونو ته غونډل نوم اخلي.
د زهرو د اغیز کچه یې له نا ارامه کولو نیولې تر مړینې پورې امکان لري په ځانګړې توګه که چېرې یې له زهرو سره جدي حساسیت ولرئ. د یوې حشرې زهر ممکن په یوه کس یوا...