طب او درمل

په سر کې فشار ته ورته درد

فشار ته ورته یا د سر نیول کېدو ته ورته درد داسې احساس کیږي لکه ټنډه چې په پټۍ تړل شوې وي. په ډېری خلکو کې ښه کېدونکی او په میاشت کې یو تر دوه ځلو پورې بېرته راګرځېدونکی وي، په ځینو خلکو کې اوږدمهاله وي. په سر، څټ او سترګو یا د سترګو له… read more »

د ټېنېس موس درملنه څرنګه کیږي ؟

ټېنېس موس (tenesmus) یا رفع حاجت ته ناڅاپه اړتیا پیدا کېدنه، ډېری وخت انسان رفع حاجت هم کړی وي خو بیا هم ناڅاپه د رفع حاجت کولو احساس کوي. درملنه او مخنیوی یې د رامنځته کوونکي روغتیایي حالت سره تړاو لري. که چېرې یو کس د هاضمې په کانال کې کومه روغتیایي ستونزه ولري نو… read more »

د ټېنډونوسېس د علایمو پېژندنه

ټېنډون ډبل، فایبري نسجونه دي او عضلې د بدن له جوړونو یا مفصلونو سره نښلوي. د ټېنډونوسېس املا (Tendonosis or tendinosis) لیکل کیږي او دواړه یې سم دی. اوږدمهاله ناروغي ده او په ټېنډون کې کولاجېن له منځه وړي – کولاجېن په تېنډون کې جوړښتي پروتین دی. د ټېنډونوسېس د رامنځته کېدو لامل د ټېنډون… read more »

د تیانو د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه کوم دي ؟

ځینې خطرونه او فکتورونه یې انسان نشي بدلولی لکه عمر، جنسیت او جنتیک. تاسې که د جنتیک په اړه په خپل ځان کې کوم بدلون نشئ راوستی خو په خپل جنتیک پوهېدل تاسې سره دا مرسته کوي چې خپلې روغتیا ته پام وکړئ او له بدلون سره سملاسي یې ازموینو او درملنې ته مخه کړئ…. read more »

کوم جېنونه د تیانو په سرطان اغیز کوي ؟

سرطان یو روغتیایي حالت دی او په جېنونو کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. جېنونه په خپل ځان کې لارښوونې لري او دا لارښوونې په حجره کې پروتینونو ته وایي چې څرنګه چلند وکړي. په (BRCA1 and BRCA2) جېنونو کې بدلون د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر بې کچې زیاتوي. که چېرې… read more »

د ویروسي تبې درملنه څرنګه وکړو ؟

د باکتریا په څېر ویروس په انتي بیوتیک درملو له منځه نه ځي. ډېری وخت ویروسي ناروغۍ یوازې خپل کورس پوره کوي. د ډېرو ویروسي ناروغیو لپاره یوازې د تبې کمونکي درمل، مایع څکل او ارام کافي وي. ویروسي تبه هره هغه تبه ده کومه چې د ویروسي عفونیت له امله رامنځته کیږي. ویروسونه واړه… read more »

د زیړې تبې واکسین څه دی ؟

زیړه تبه د ژوند ګواښونکې ناروغي ده او فلاوي ویروس یې رامنځته کوي. له یو کس څخه بل ته نه انتقالیږي بلکې یوازې یې میاشي نورو ته انتقالوي. ډېری کسان یوازې زکام ته ورته علایم پکې تجربه کوي او تر څلورو ورځو پورې بېرته ښه کیږي، تر ۱۵ % پورې ناروغانو کې یې له لمړي… read more »

زېړه تبه څه ده ؟

زکام ته ورته وژونکې ناروغي ده، د (Aedes aegypti) په نامه د میاشو ډول یې خپروي. یاد میاشي ډینګي او زیکا ویروسونه هم خپروي. د زېړې تبې ځانګړنه د بدن د تودوخې لوړه کچه، د سترګو او د پوستکي د رنګ زېړېدنه یا جونډایس ده. د افریقا په ځینې سیمو کې او په سوېلې افریقا… read more »

تبه څه ده او ولې انسان تبه نیسي ؟

تبې ته په انګریزۍ (fever) نوم اخلي خو د (hyperthermia, pyrexia, or elevated temperature) په نومونو هم یادیږي. تبه له نورمال حالت څخه پورته د بدن تودوخه ښي. په دواړو وړو او زړو کې تبه رامنځته کېدای شي. په لنډمهاله توګه د بدن د تودوخې زیاتېدل له بدن سره مرسته کوي چې له مکروبونو خپله… read more »

د تیانو د سرطان لپاره مموګرام ازموینه یا مموګرافي

د اېکس رې ځانګړی ډول دی، د تیانو په نسجونو کې د سرطان او نورو بې نظمیو د سکېن کولو لپاره کاریږي. مموګرام دواړه د تشخیص او د کتنې لپاره کاریږي او د دواړو لپاره یې کارېدنه هم تقریبا ورته ده. لکه د معمولي اېکس رې په څېر کومه چې بدن کې جوړښت ښکاروي، همداسې… read more »

د تیانو سرطان څه دی ؟

د تي سرطان هغه وخت پیدا کیږي کله چې د تیانو حجرې بدلون پیدا کړي، له بدلون پس سره ووېشل شي او شمېر یې زیات شي. په پیل کې ممکن ناروغ غوټه یا مرغړی، بې رنګه کېدل، د پوستکي په کیفیت کې بدلون او ځینې نور علایم په تي کې احساس کړي. کله چې د… read more »

د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

په مغز کې مختلف ډوله ستونزې مختلف لاملونه لري لکه ناروغي، جنتیک او ټپ. د هر لامل خطر، تشخیص او درملنه له یو بل سره توپیر لري. ستاسې مغز ستاسې د بدن د کنټرول مرکز دی. د عصبي سیستم یوه برخه ده، په دې کې شوکي نخاع او د عصابو لویه شبکه او نیورونونه هم… read more »

د وینې د حجرو بې نظمي

 وینې د حجرو بې نظمي روغتیایي حالتونه دي او د وینې په سرو او سپینو حجرو کې او یا تر دې هم وړو حجرو کې کومو ته چې قاب یا تخته حجره (Platelet) نوم اخلي ستونزې پیدا کوي – وړې قاب یا تخته حجرې وینه کې د وینې د ټینګېدو یا لخته کېدو لپاره دوران… read more »

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟

د کولمې د پړسوب ناروغي هغو روغتیایي حالتونو ته وایي کوم چې په کولمه کې اوږمهاله پړسوب پیدا کوي. دوه ډولونه لري : – د (Ulcerative colitis UC) ډول یې غټه کولمه باندې اغیز کوي – د (Crohn’s disease) حالت د هاضمې کانال کې، په هره برخه کې پړسوب پیدا کولای شي د کولمې د… read more »

مور زادي نیمګړتیاوې

کله چې ماشوم په زېلانځ کې وده کوي د ودې پرمهال په ماشوم کې رامنځته شوو روغتیایي نیمګړتیاو ته مورزادي نیمګړتیاوې وایي. مورزادي نیمګړتیاوې ممکن د پام وړ جدي او یا غیرې جدي وي. مورزادي نیمګړتیا په فزیکي جوړښت، د یوه غړي په فعالیت، په فزیکي او زهني ودې اغیز کوي. کله چې مور اومیدواره… read more »

د کرون ناروغي علایم

د کولمې د پړسوب د ناروغي د بل حالت (یو سي) په پرتله د کرون د ناروغي تشخیص ستونزمن وي، لامل یې دا دی چې د کرون ناروغي د هاضمې د کانال په یوه برخه کې نه وي بلکې له خولې تر مقعد پورې هره برخه کې امکان لرلای شي، همداسې د هاضمې د کانال… read more »

د کرون په ناروغي ځان پوه کول

د کرون ناروغي د هاضمې په کانال اغیز کوي او ناروغ کې نس او په غایطه موادو کې د وینې په څېر علایم پیدا کوي. په خوړو کې بدلون او ځینې درمل کولای شي علایم یې کنټرول کړي، خو ځینې کسان بیا جراحي ته اړتیا لري. له تېرو ۳۰ کالو تر اوسه پورې هڅه کیږي… read more »

د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟

د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی. علایم یې له ځواکمنو نیولې تر نرمو علایمو پورې امکان لري. په ځینو حالتونو کې شته وي خو علایم یې دومره کمزوري وي چې ناروغ یې شتون نشتي تجربه کولای. د درملنې موخه یې د علایمو کمول او مدیریت وي. څېړونکي ګمان کوي چې لامل یې… read more »

د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو بېرته را ګرځېدلو کې ممکن د سټرس مدیریت او د کار پرېښودل یا رخصت کول له تاسې سره مرسته وکړي خو که علایم یې ځواکمن وي نو درملنې ته اړتیا لري. که چېرې تاسې د کولمې د پړسوب ناروغي لرئ نو اړینه ده چې داسې څوک هم… read more »

د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

په انګرېزۍ کې د کولمې د پړسوب ناروغي ته (inflammatory bowel disease) نوم اخلي او هریو ډول ته یې (Crohn’s disease) او (ulcerative colitis) نومونه اخلي. په دواړو ډولونو کې د بدن ایمني سیستم غېرې نورمال غبرګون ښي او ځینې علایم یې یو بل ته ورته دي خو یو بل سره لوی توپیر هم لري… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons