طب او درمل

د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل

د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درمل ډېر اغیزمن دي خو قیمت یې ډېر لوړ دی. په اوس وخت کې بیولوجیکي درملو ته ورته درمل جوړ شوي، په انګرېزۍ کې ورته د (Biosimilars) نوم اخلي او قیمت یې هم تر بیولوجیکي درملو ډېر کم دی. دا چې قیمت یې کم دی نو اغیز یې هم… read more »

د (Inflammatory Bowel Disease IBD) او (Irritable Bowel Syndrome IBS) ترمنځ توپیر څه دی ؟

دواړه په ګېډه کې پیدا کېدونکي رو غتیایي حالتونه دي. ځینې علایم یې سره یو دي خو خپله کې لوی توپیر هم لري. دا هم امکان لري چې که چېرې یو کس کې له یادو روغتیایي حالتونو یو پیدا شي نو ممکن د بل علایم تجربه کړي. یو کس کې په یوه وخت کې هم… read more »

د کولمې د پړسوب ناروغي د ایمني سیستم بې نظمي ده ؟

د کولمې د پړسوب ناروغي کې دوه روغتیايي حالتونه موجود وي او دواړه د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي یو یې د کرون ناروغي ( Crohn’s disease) او بله السېرېټیو کولایټېس (ulcerative colitis) دی. د کرون ناروغي په لمړي ځل ډاکټر بورېل کرون (Burrill Bernard Crohn) په کال ۱۹۳۲ کې تشرېح کړې او له… read more »

د کولمې د پړسوب ناروغي او د انتي بیوتیک کارونه

څېړنو موندلې چې د دوامداره انتي بیوتیک کارول د کولمې د پړسوب ناروغي لکه د کرون ناروغي او د ټپ کولایټېس پیدا کېدو خطر زیاتوي، له انتي بیوتیک کارونې وروسته تر یو یا دوه کالو پورې خطر موجود وي. په هر عمر کې امکان لري خو که چېرې عمر له ۴۰ کالو زیات وي او… read more »

د کولمې د پړسوب ناروغي او داپل لاسي ساعت او د اکسیجن خونې

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره په نویو طریقو غور کیږي تر څو د ټپ کولایټېس او د کرون ناروغي په څېر حالتونه په پیل کې تشخیص او درملنه یې وشي، د تشخیص او درملنې لپاره یې د اغوستو وړ توکي لکه اپل زیرک ساعت او د اکسیجن خونې وړاندیز… read more »

د بي پولر بې نظمي څه ده ؟

د بي پولر بې نظمي د زهني روغتیا یو حالت دی، علایم یې په مزاج کې لوی بدلون دی کوم چې له لیونتوب نیولې تر ډېپرېشن پورې امکان لري. مدیریت یې ننګونکې چاره ده خو د علایمو د کنټرول لپاره یې اغیزمنې لارې چارې شته. د بي پولر بې نظمي کوم کم پېښېدونکی روغتیایي حالت… read more »

په ملا کې ولې درد پیدا کیږي ؟

د ملا په لاندې برخه کې درد د کومې ځانګړې ناروغۍ له امله نه وي بلکې د مختلف ډوله روغتیایي ستونزو نښه وي. دا روغتیایي ستونزې د ملا په لاندې برخه کې په یوې یا څو برخو اغیز کوي لکه لېګامنټ او عضلو، ډېسک، د مهرو ترمنځ ډېسک، اعصاب او یا د شمزي مهرې. په… read more »

ایمني سیستم کې بې نظمي څه ته وایي ؟

د ایمي سیستم د بې نظمي لپاره درملنه نشته خو په درملو یې د علایمو کنټرول امکان لري. د دایمي درملنې لپاره یې څېړنې روانې دي او ممکن راتلونکې کې درملنه ولري. په دې ډول بې نظمي کې ستاسې ایمني سیستم په تېروتنه روغتیا لرونکې حجرې له منځه وړي لکه د کرون ناروغي، د تایرویډ… read more »

څه د سا بندي لامل کیږي ؟

د تنفسي سیستم په استر کې پړسوب او بلغم سا بندي رامنځته کوي، په تنفسي سیستم کې د غژهاري او شپېلک ته ورته غږ او نورو علایمو لامل کیږي. سا بندي سږو ته د تنفسي جهاز لارو کې پړسوب دی، سا اخیستنه کې انسان ته ستونزه پیدا کوي او ځینې وخت فزیکي فعالیت ستونزمن کوي… read more »

Endometrial cancer – د رحم د استر سرطان

د رحم په استر کې راڅرګندیږي. لامل یې د حجرو غیرې نورمال وده ده او د دې وړتیا لري چې د بدن نوروو برخو ته خپرې شي. تر ټولو لمړۍ نښه د وینې داسې بهېدنه ده کومه چې له میاشتینۍ ناروغي سره کوم تړاو نه لري، نور علایم یې د جنسي اړیکې پر وخت درد،… read more »

Balkan crested newt – د بالکان تاج لرونکی تریتون

د بورېش تاج لرونکي تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus ivanbureschi) دی. په تریتوروس نسل کې د تاج لرونکي تریتون یو ډول دی. مخکې د سوېل د تاج لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده خو کله یې چې په جنتیکي مالوماتو کې توپیر ولیدل شو نو مسلکي پوهانو وړاندیز وکړ… read more »

Aubrac cattle – ایوبراک غوییز

له ټریپانو سومیاسېس ناروغۍ سره مقاومت لري، یاده ناروغ د مچانو یو ډول انتقالوي. په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي، خو شیدې یې د لایول پنیر (Laguiole) لپاره هم کاریږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په سوېل کې د ایوبراک په نوم لوړو هوارو کې… read more »

Aleutian wild cattle – الوشن وحشي غوییز

د الاساکا د الوشن ټاپوګانو په ټولګه کې وحشي غوییز دي. څو ځلې هڅه وشوه چې نسل یې لویو فارمونو ته راغونډ شي. په ۱۹۸۵ کال کې د متحده ایالتونو (U.S. Fish and Wildlife Service) ادارې د شوماجېن ټاپوګانو په ټولګه کې له منځه یوړل خو په امناک او چیریکوف ټاپوګانو کې تر اوسه شته… read more »

ولې ښځه د جنسي اړیکې پر مهال درد احساس کوي ؟

له جنسي اړیکې وروسته یا د جنسي اړیکې پر مهال درد احساس کول زیات لاملونه لري لکه : – ناروغۍ – عفونیت – فزیکي ستونزه – اروایي ستونزه که چېرې د جنسي اړیکې پر مهال یا هم له جنسي اړیکې وروسته درد احساس کړئ نو بدن مو تاسې ته وایي چې داخل کې ستونزه شته… read more »

اوټېزم څه دی ؟

په انګریزۍ کې یې بشپړ نوم (Autism Spectrum Disorder) دی لنډیز یې (ASD) لیکل کیږي. یاد نوم یوه اصطلاح ده, د عصابو د ودې روغتیایي حالتونو لپاره کاریږي. د دې روغتیایي حالتونو ځانګړنه په خبرو اترو او ټولنیز فعل او انفعال کې توپیر دی. په دې ډول خلکو کې په هر څه کې علاقه او… read more »

Lactiferous duct – د شیدو کانالونه

د شیدو کانالونه خپله کې سره یو ځای کیږې او څانګې شوی سیستم جوړوي او د شیدو د مرغړیو نرمۍ (lobules) د تیانو له سرونو سره وصل کوي. لکټو جېنې سېس (lactogenesis) له اومیندوارۍ د شیدو د تولید د انتقال بهیر ته وایي. کله چې لکټو جېنې سېس (lactogenesis) د هورمونو د اغیز لاندې تر… read more »

Mammary alveolus – د تي الویلوس

په انګریزۍ کې (mammary) مانا (د تي) یا له تي سره تړاو لرونکی دی. د (alveolus) مانا جوف ده، جمع یې (alveoli) ده. د تیانو په مرغړیو کې کوچنۍ کیسه یا جوف دی، د شیدو د تولید ځای دی. د همدې کیسې غنچې ته د تیانو کوچنۍ نرمۍ (mammary lobules) نوم اخلي. په هر تي… read more »

Mammaglobin – ماما ګلوبېن

یو جېن دی او ۱۰ کیلوډالټن کلیکو پروتین کوډ کوي. د انسان د جېن په بیان کې د بلوغ ته رسېدلو د تیانو په مرغړیو کې محدود وي. څېړنو موندلې چې د جېن زیات بیان یې د تیانو له سرطان سره اړیکه لري.

Thalamus – تالاموس

د یونانۍ ژبې له (θάλαμος) کلیمې اخیستل شوی مانا یې جوف ده. له خړې مادې جوړه تنه ده. د مغز د مخکینې برخې د ( diencephalon) په وروسته برخه کې واقع دی. له (hypothalamus) سره مجاور حالت کې دی. د درېم کورټیکس په دواړو طرفونو کې د مغز د ساقې له پاسه موجود وي. له… read more »

Inframammary fold – د تیانو لاندې ګونجې

په انګریزۍ کې ورته (inframammary crease, inframammary ligament or inframammary line) نومونه هم اخلي. د تیانو په لاندې برخه کې طبیعي پوله ده. هغې برخې ته وایي چېرې چې تی او ګېډه سره جلا شوي. د سینګار په درملنه کې د ښکلا اړینه برخه ګڼل کیږي او له همدې امله د تي د عملیات پر… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons