طب او درمل

د مفصلونو پړسوب څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې ورته ارترایټېس (Arthritis) وایي. د بدن په یوه یا ډېرو مفصلونو کې پړسوب دی. تر ۱۰۰ زیات ډولونه لري، د هر ډول د پیدا کېدو لامل او درملنې طریقې یې توپیر سره لري. تر ټولو عام پېښېدونکی ډول یې اوسټیو ارټرایټېس (Osteoarthritis OA) دی. په دوېمه کچه نور عام پېښېدونکي ډولونه یې… read more »

اېرېتمیا څه ته وایي ؟

د زړه بې نظمي ده او په هغه نرخ باندې اغیز کوي په کوم کې چې زړه دربیږي یا د زړه ضربان ترسره کیږي. کوم څه چې د زړه ضربان هدایت کوي او تنظیموي فعالیت کې یې ستونزې رامنځته کېدو ته اېرېتمیا (arrhythmia) وایي.   اېرېتمیا په زړه کې د – تېز ضربان لامل کیږي… read more »

اروما تېراپي څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې (aroma) بوي ته وایي، معمولا ښه بوي او په طب کې (therapyدرملنې ته وایي. اروما تېراپي د اجزاو مشخصاتو ته په کتو او له اجزاو جوړ ترکیب اغیز ته په کتو له بوټو په جوړ شوي ترکیب درملنه او د روغتیا ساتنه ده. په انګریزۍ کې ورته (essential oil therapy) نوم هم… read more »

اپنډکس ولې پړسوب پیدا کوي ؟

د اپنډکس پړسېدنه یو روغتیایي حالت دی په انګریزۍ کې دې حالت ته (appendicitis) وایي. پړسوب یې ممکن د بندېدنې له امله وي، پړسوب یې ممکن لنډمهاله یا اوږد مهاله وي. په متحده ایالتونو کې د ګېډې تر ټولو لوی لامل دی او پایله یې عملیات کېدنه وي. په ۱۰۰ کې تر ۹ پورې امریکایان… read more »

Irritable bowel syndrome (IBS)

یو عام روغتیایي حالت دی کوم چې د هاضمې په سیستم اغیز کوي. علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، په ګاز یا مایع د ګېډې پړسېدنه، نس ناستی یا اسهال او کله نا کله قبضیت دی. له وخت سره خپله ښه کیږي او بېرته خپله پیل کیږي، هر ځل بېرته پیل یې ممکن څو ورځې،… read more »

د تشویش بې نظمي څه ته وایي ؟

تشویش سټرس ته د بدن طبیعي غبرګون دی. د یو څه د پېښېدو په اړه د ویرې احساس دی. لکه یوه ښونځي ته په لمړۍ ورځ د استاد په توګه تلل، د دندې لپاره مرکه (انټرویو)، د عامه خلکو په مخ کې خبرې. خو که چېرې ویره مو اوږد مهاله وي، تر شپږ میاشتو زیات… read more »

انتیبیوتیک څه دي او څرنګه کار کوي ؟

انتیبیوتیک داسې درمل دي چې له باکتریا پیدا شوي عفونیت سره جګړه کوي. په انګریزۍ کې ورته (antibacterial) نوم هم اخلي. د باکتریا په وژلو او د ودې په مخنیوي باندې د عفوني شوې برخې درملنه کوي. په لمړي ځل باندې انتیبیوتیک په ۱۹۳۶ کې کارېدلي. له انتیبیوتیک مخکې په متحده ایالتونو کې له هرو… read more »

حساسیت څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې حساسیت ته (allergy) وایي او کومو توکو سره چې تاسې حساس یاستی یا د حساسیت لامل کیږي (allergen) ورته وایي. حساسیت د بدن د ایمني یا دفاعي سیستم هغو بهرنیو توکو ته غبرګون دی کوم چې معمولا زیان اړونکي نه دي. بهرني توک ممکن خواړه وي، ممکن د ګلانو ګرده وي ممکن… read more »

د پام نشتوالی یا کموالی او د بې کچې فعالیت بې نظمي څه ته وایي ؟

د زهني روغتیا یو حالت دی. په انسان کې غیرې عادي د بې کچې زیات فعالیت او تر کړنو مخکې د فکر د نشتوالي لامل کیږي. په دې روغتیایي حالت اخته کسان ډیری وخت په یوه کار تمرکز نشي کولای، په یوه ځای د ډېر وخت لپاره نشي کیناستلی. په دې ډول کسانو کې د… read more »

د ځوانۍ دانې کله او څرنګه پیدا کیږي ؟

په پوستکي کې واړه سوریان موجود وي، دې سوریانو ته په انګریزۍ کې (pores) نوم اخلي، باکتریا، دوړې، د پوستکي مړې شوې حجرې او غوړ کولای شي دا سوریان بند کړي، کله چې د پوستکي سوریان بند شي د وړې سپینکۍ دانې پیدا کېدو لامل ګرځي، سپینکۍ دانې ته په انګریزۍ کې (pimple, zit or… read more »

د ګیډې د درد لاملونه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي،… read more »

Posterior cerebral artery

په مغز کې واقع د سرو رګونو شبکه ده، لنډیز یې (PCA) دی. د (circle of Willis) لاندې برخه جوړوي. د مغز (occipital lobe) او د مغز وروسته برخې ته اکسیجن لرونکې وینه لیږدوي. ډېرې حیاتي څانګې لري. څانګې یې په درې کټګوریو کې وېشل شوي د هرې څانګې کټګوري ته یې (central, the choroidal,… read more »

په بطن کې عام روغتیایي حالتونه

د تنې لاندې برخه ده. پاسه دیافراګم پردې له سینې جلا کړی، لاندې د خاصرې لګن باندې پای ته رسېدلی او وروسته یې د شمزی تیر او د پښتیود هډوکو وروستۍ برخه ده کوم چې د لګن خاصره له هډوکو سره څو انچه فاصله لري. یو څنګ او بل څنګ د بطن غړي هډوکو محفوظ… read more »

Adductor hallucis

په انګرېزۍ کې ورته (Adductor obliquus hallucis) نوم هم اخلي. دوه سرې عضله ده، یو سر یې عرضي او بل یې مایل دی. له دواړو سرونو سره یې (lateral plantar nerve) عصب وصل دی. د نده یې دپښې د ګټې ګوتې قاتول او راغونډول دي. مایل سر یې په پښه کې له دوېم، درېم او… read more »

د بطن غړي او پوښتۍ

په بدن کې ځیګر د فلټر کولو دنده لري بدن له زهري توکو خالي او صفرا تولیدوي. صفرا په هاضمه کې مرسته کوي، د شحمو په جذب کې او د هغو ویټامینونو په جذب کې کوم چې په شحمو کې حل کیږي لکه اې، ډي، اي او کې.   د صفرا کیسه (gallbladder) له ځیګر… read more »

Descending genicular artery

په انګرېزۍ کې ورته (highest genicular artery) نوم اخلي د ورون مخکې برخه کې د وینې سور رګ دی. له (femoral artery) څخه څانګه شوی او وروسته سملاسي په دوه برخو (saphenous branch and the articular branches) وېشل شوی. عمومي برخه یې مخکې له وېش څخه زنګونه ته وینه انتقالوي. د (saphenous branch) څانګه یې… read more »

Dorsal tarsometatarsal ligaments

د پښې په پنجه کې لیګامنټ دی، هوار کلک جوړښت لري، له ټارسل هډوکو د میټاټارسل په لور غزېدلي. د پښې د پنجې د هډوکو ترمنځ اتصال رامنځته کوي. په پښه کې پنځه میټاټارسل (metatarsal) هډوکي موجود دي هر هډوکی یې کوم ځانګړی نوم نلري، همداسې پښه کې مختلف (tarsal) هډوکي موجود دي هر یو… read more »

Cooper’s ligaments – د کوپر لېګامنټ

په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (the suspensory ligaments of Cooper and the fibrocollagenous septa) هم اخلي. په تیانو کې نښلونکي نسجونه دي، نوم یې د (Astley Cooper) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په کال ۱۸۴۰ کې په لمړي ځل تشریح کړي. که چېرې د (diffraction tomography) تخنیک وکارول شي نو اناتومي… read more »

ځیګر څه دی ؟

د بدن غټ غړی دی. د ګېډې پاسه ښي اړخ کې واقع وي، یوه څنډه یې د ګېډې پاسه کیڼ اړخ لور ته تللې وي. په بلوغ ته رسېدلي کس کې یې وزن معمولا تر ۱۵۰۰ ګرامه پورې وي. د ایمني سیستم او د میټابولیک فعالیت لپاره حیاتي رول لري. له فعالیت کوونکي ځیګر پرته… read more »

Blocked milk duct – بند شوی د شیدو کانال

په انګریزۍ کې دې حالت ته دوه نور نومونه (plugged or clogged milk duct) اخلي. د یوه یا څو هغو کانالونو بندېدو ته وایي چې د تي سر ته شیدې انتقالوي او بندېدل یې د ماسټیټیس (Mastitis) حالت پیدا کوي – ماسټیټیس روغتیايي حالت دی او په تي کې د پړسوب لامل کیږي. علایم یې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons