طب او درمل

Female urethra – د ښځې یورېترا

د پښتورګو د سیستم برخه ده. د پښتورګو په سیستم (renal system) کې یورېټر، پښتورګي او مثانه هم شامل دي. د پښتورګو سیستم د اضافي مایع تولید، ذخیره او د خالي ادرارو په شکل کې له منځه وړنه کوي. یورېترا په مثانه کې ذخیره شوې مایع له بدن څخه بهر باسي. د اناتومي له مخې… read more »

Arm – مټې

د مټې او لېچو هډوکي او مفصلونه لاسونه د بدن د پاسه برخې غړي دي. د بدن تر ټولو زیات پېچلي او تر ټولو زیات کارېدونکي غړي ګڼل کیږي. هر لاس له څلورو عمده برخو جوړ وي چې مټه (upper arm)، لېچه جمع یې لېچې (forearm)، مړوند (wrist) او د لاس پنجه (hand) ده. په… read more »

Skeleton – اسکلیټ

د انسان په اسکلیټ کې ټول هډوکي، کرپندوکي (cartilage)، عضلاتي وترونه (ligaments) او د ټېنډون (tendons) په نامه فایبرونه شامل دي. اسکلیټ د انسان د بدن ۲۰ % وزن جوړوي. د بلوغ ته رسیدلي کس په اسکلیټ کې ۲۰۶ هډوکي موجود وي. د کوچنیانو په اسکلیټ کې تر بلوغ ته رسېدلو زیات هډوکي موجود وي… read more »

Stapes – زین یا رکاب

مخکې تر دې چې مغز د غږ څپې درک کړي د غږونو څپې باید غږیز کانال ته داخلې شي، د غوږ له پردې تېرې شي، د غوږ پردې ته د طب انګریزۍ کې (tympanic membrane) نوم اخلي او په عامه انګرېزۍ کې ورته (eardrum) وایي – له دې وروسته د غوږ منځنۍ برخې ته ځي،… read more »

Inferior vena cava

د (posterior vena cava) نوم هم ورته اخلي. د انسان بدن کې تر ټولو غټ ورید دی. د بدن له لاندې برخې زړه ته له اکسیجن څخه تخلیه شوې وینه انتقالوي. په دې مانا چې له وینې د اکسیجن زیاته برخه نسجونو اخیستې وي او وینه خیره رنګ لري. په دې ورید کې وینه د… read more »

Flexor digitorum superficialis

بهرنۍ عضله ده او د لاس د څلور ګوتو په قاتولو کې مرسته کوي – له بهرنۍ کلیمې مطلب (extrinsic) دی مانا یې چې د یو چا یا یو څه د بنسټیز طبیعت برخه نه وي، له بهر راغلې وي او یا له بهر څخه فعالیت کوي. دلته د (extrinsic) مانا دا ده چې دا… read more »

Suprascapular artery

دوه څانګې لري او هره یوه یې مختلفو سیمو ته له اکسیجن سره ګډه شوې وینه انتقالوي. د څانګو نومونه یې (suprasternal branch and acromial branch) دي. د (suprasternal branch) څانګه د سینې پورته برخې ته وینې رسوي، د وږې له هډوکي (clavicle bone) تېریږي او د سینې په پوستکي کې پای ته رسیږي. د… read more »

Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

بل نوم یې (intermediate phalanges) دی. د ګوتو منځني هډوکي دي. له ګټې ګوتې پرته په نورو څلور ګوتو کې درې هډوکي وي. نورو دوه هډوکو ته چې له منځني هډوکي لاندې او پاسه موجود دي د (proximal phalanx and distal phalanx) نومونه اخلي. په (distal phalanx) کې نوکان دي او (proximal phalanx) هر هډوکی… read more »

Uterine vein – د ځلانځ ورید

د ځلانځ ورید د ښځې تناسلي غړي ته نږدې د وینې د رګونو یو ګروپ ته رجوع کوي. د (uterine venous plexus) رګونو برخه ګڼل کیږي. په (plexus) کې د وینې جریان سره مرسته کوي. د (uterine plexus and uterine vein) وریدونه د ځلانځ له څنګونو بهر راوځي او له واجینا سره په مجاورت کې… read more »

Tensor fasciae latae

له (iliotibial band) څخه لاندې یوه نرۍ عضله ده. دې بېنډ ته (IT band) نوم هم اخلي. د فېشیا (fascia) اوږده شوې ټوټه ده (فېشیا د نښلونکو نسجونو یو ډول) په ورون او زنګون کې واقع ده. دا عضله د خاصرې له لګن سرچینه اخلي، په (condyle of the tibia) کې داخلیږي. د ( superior… read more »

Uterine tube

بل نوم یې (Fallopian tube) دی. د هګیو له کیسې څخه زیلانځ یا رحم ته هګۍ انتقالوي. په هره ښځه کې دوه دا ډول کانالونه موجود وي خو ښځې د بې نظمیو له امله، جراحي له امله، له زیلانځ څخه د جنین بهر ودې له امله دا کانالونه له لاسه ورکولای شي. د دې ټیوب… read more »

Left pulmonary veins – د سږو د کیڼ اړخ وریدونه

په بدن کې ټول څلور د سږو وریدونه موجود دي او ټول د زړه له کیڼ اې ټریوم یا کیڼ دهلیز (left atrium of the heart) سره وصل کیږي. زړه له اکسیجن تخلیه یا خالي شوې وینه د سږو د رګونو په ذریعه سږو ته پمپ کوي، کله چې وینه له اکسیجن سره ګډه شي… read more »

Trigeminal Nerve

د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي پنځم یې (Trigeminal) عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو… read more »

Pituitary Gland

د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو… read more »

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ… read more »

Seminal vesicles – د منیو کیسې

کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې… read more »

Diaphragm – دیافراګم

حجاب حاجز یا دیافراګم د ساه اخیستنې په بهیر کې کارېدونکې عضله ده. ګنبزې ته ورته شکل لري. د زړه او سږو لاندې وي. کله چې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی دا پرده په دوامداره توګه انقباض کوي. اسکلیټي عضله ده د سینې په بیخ کې ښکته شوې او سینه له… read more »

Vagus Nerve – واګوس عصب

د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو… read more »

Jejunum – جوجونم

وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه… read more »

Common iliac vein – د خاصره لګن عمومي ورید

په انګرېزۍ کې (iliac) هر هغه څه ته وایي چې له (ilium) سره تړاو لري او (ilium) پراخ هډوکی دی چې د لګن خاصره (pelvis) هډوکي هره نیمه خوا جوړوي. د خاصره لګن د داخلي او بهرني ورید له یووالي څخه جوړ شوی. په ګېډه کې وي او د ملا د مهرو (lumbar vertebrae) له… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons