طب او درمل

Brachial Artery

د وینې رګونه دي، د لاس په مټه کې موجود وي، مټې او د لاس پنجې ته وینه انتقالوي، په وږو کې له (axillary artery) څخه ادامه پیدا کوي او د لاس په اوږدو کې غزېدلي، د څنګل د مفصل په منځ کې (cubital fossa) جوړوي. له (cubital fossa) څخه لاندې دا رګ په دوه… read more »

Hymen – د بکارت پرده

د بکارت پرده یوه نازکه غشا ده چې د واجینیا د خولې چار چاپېره وي. په هرې پېغلې انجلۍ کې یې شکل او کچه توپیر لري. په زیاتو انجونو کې یې شکل نیمې سپوږمۍ ته ورته وي. که چېرې انجلۍ له نر سره جنسي اړیکه ونیسي او یا هم واجینا ته یې درمل، کوټېکس او… read more »

Vagina – واجینا

په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له… read more »

Lungs – سږي

سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. د بدن د هر غړي ټولې حجرې اکسیجن ته اړتیا لري تر څو ژوندۍ پاتې شي. همداسې ستاسې بدن دې ته اړتیا لري چې له کاربن ډایوکسایډ څخه ځان کړي. کله چې حجرې هره ورځ خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکوي نو د کاربن ډایوکسایډ ګاز د اضافي ګاز… read more »

Frenum – په خوله کې غشایي چین

په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه… read more »

Gait Abnormality – په قدم اخیستلو کې بې نظمي

په انګرېزۍ کې قدم وهلو ته یا په لارې تلو ته (Gait) وایي. قدم وهل د تګ طریقه او په تګ کې توازن ته وایي. قدم وهل یو پېچلی خوځښت دی او د بدن د مختلفو برخو په فعالیت ترسره کیږي د بدن هغه غړي کوم چې په قدم وهلو کې مرسته کوي غوږونه، سترګې،… read more »

DNA – ډي اېن اې

ډي اېن اې ولې اړینه ده دې سوال ته ساده او اسانه ځواب دادی چې په ډي اېن اې کې هغه لارښوونې یا هدایتونه موجود دي کوم چې د ژوند لپاره اړین دي. په ډي اېن اې کې کوډونه موجود دي او دا کوډونه زمونږ د ودې لپاره د حیاتي پروتینونو د تولید لپاره لارښوونې… read more »

د وېښتو خشکي

په وېښتو کې خشکي د پوستکي یو حالت دی په کوم کې چې د سر پوستکی (scalp) ټوټه ټوټه کیږي او بخار کوي. د سر د پوستکي همدا ټوټې په وېښتو کې سپینې ښکاري. د سر د پوستکي بخار په سوړ او وچ موسم کې ورسره زیاتیږي. که د سر د پوستکي وچوالی اوږدمهاله هم… read more »

اومیدواره ښځو ته کورکمان ګټه رسوي که تاوان ؟

کورکمان ته د سرو زرو مساله نوم هم اخلي ځکه چې رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ دی. اوږد تاریخ لري او په هند کې تقریبا ۴۰ زره کاله وړاندې له وېدایي کلتور سره تړاو لري. په اوسمهال کې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. په اومیدوارۍ کې د ښځو په بدن کې زیات… read more »

Urinary tract infections UTI – د ادرارو عفوني کېدنه

د ادرارو عفوني کېدنه پر (kidneys, ureters, bladder, and urethra) هم اغیز لري – د هر یوه مانا لاندې وګورئ :   ureter هغه تونل چې له پښتورګو ادرار مثانې ته انتقالوي bladder مثانه urethra هغه تونل چې له مثانې بهر ته ادرار انتقالوي په نر کې سپرم هم بهر تویوي kidneys پښتورګي    … read more »

Meningitis – مننجیت

 مننجیت د (meninges) پړسوب دی او (meninges) درې غشاګانې دي چې مغز او شوکي نخاع یې پوښلې. مننجیت هغه وخت پیدا کیږي کله چې یادې غشاګانې مایع پیدا کړي او عفوني شي. تر ټولو عام لامل یې باکتریایي او ویروسي ناوغۍ دي خو له دې پرته د سرطان، د کیمیاوي توکو له امله نا ارامي،… read more »

Malignant Lymphoma

هغه ټول سرطانونه چې په لنفاوي سیستم کې پیدا کیږي د لیمفوما (lymphoma) په نامه یادیږي خو که چېرې دا سرطانونه د بدن نورو غړو ته د خپرېدو وړتیا ولري مالیګنټ (malignant) ورته ویل کیږي. لنفاوي سیستم په ټول بدن کې غزېدلی او له لیمفویډ نسجونو, رګونو او مایع جوړ شوی. په لیمفویډ نسجونو کې… read more »

د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر

د کم غلظت لیپو پروتین (Low-density lipoproteins LDL) او د ډېر کم غلظت لیپو پروتین (very low-density lipoproteins VLDL) دواړه د لیپو پروتینونو ډولونه دي او په وینه کې موجود وي. لیپوپروتینونه د مختلف ډوله شحمو او پروتینونو ترکیب وي. په وینه کې کولېسټرول او ټریګلیسیریډ د بدن ټولو برخو ته انتقالوي.   کولېسټرول شحمي… read more »

Abdominal Aortic Aneurysm – AAA – د ګېډې اېورټېک انیورېزم

په غټ شریان (aorta) کې ګرد بهر ته وتلی پړسوب دی – شا رګ یا غټ شریان (aorta) د وینې عمومي رګ دی کوم چې له زړه څخه د سینې او ګېډې له لارې لاندې تېر شوی وي. که چېرې (AAA) په وخت تشخیص نشي نو له وخت تېرېدو سره شا رګ چاودلی یا پرې… read more »

Acne – د ځواني دانې – ځوانکۍ

د (acne vulgaris) په نامه هم یادیږي. د پوستکي اوږدمهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د وېښتو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غوړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي. ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې یا بخار او… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons