
د سرطان وروستی پړاو د درملنې وړ وي ؟
د درملنې موخه یې د ناروغ په درد کې دومره ارام ساتل دي څومره چې امکان لري. ځینې هیوادونو کې یوازې د ناروغ مړینې ته انتظار کوي او ځینې هیوادونو کې هڅه کوي چې که امکان ولري ژوند یې یو څو ورځې اوږد شي. د سرطان وروستی پړاو او پر مختللی پړاو یو بل سره توپیر لري. لکه د وروستي پړاو په څېر د سرطان پرمختللی پړاو هم د درملنې وړ نه دی خو په پرمختللي پړاو درملنه اغیز کوي او د سرطان وده کې وروالی رامنځته کوي خو د سرطان په وروستي پړاو درملنه کوم اغیز نه لري او د سرطان وده هم نشي ورو کولی او له همدې امله ډاکټران هڅه کوي چې څومره د ناروغ ارام ساتل امکان ولري همدومره یې ارام وساتي.
د سرطان وروستی پړاو د انسان ژوند ډېر لنډوي خو د ژوند لنډوالی یې له ځینې فکتورونو سره هم تړاو لري لکه :
- د سرطان ډول
- د انسان نوره روغتیا
- د بل روغتیایي حالت لرل یا نه لرل
کله چې ډاکټر د ژوند په اړه خپله وړاندوینه کوي تر ډ...