طب

د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

طب
په مغز کې مختلف ډوله ستونزې مختلف لاملونه لري لکه ناروغي، جنتیک او ټپ. د هر لامل خطر، تشخیص او درملنه له یو بل سره توپیر لري. ستاسې مغز ستاسې د بدن د کنټرول مرکز دی. د عصبي سیستم یوه برخه ده، په دې کې شوکي نخاع او د عصابو لویه شبکه او نیورونونه هم شامل دي. عصاب مو د هر څه کنټرول کوي، په بدن کې له ټولو عضلو نیولې تر ټولو حسونو پورې عصاب کنټرول کوي. که چېرې مغز زیان وویني نو د انسان له شخصیت نیولې تر حسونو او حافظې پورې اغیز کوي. ټول هغه حالتونه د مغز بې نظمي ګڼل کیږي کوم چې د مغز په فعالیت اغیز کوي. د مغز ټپي کېدنه د مغز ټپي کېدنه د مغز نسجونو ته، نیورونونو او عصابو ته زیان اړولی شي او له بدن سره یې د اړیکې په وړتیا اغیز کولای شي. د مغز د ټپي کېدنې بېلګې : - د مغز په نسجونو کې د وینې ټینګېدل او له امله یې نسجونو کې پړسوب - د وینې ټیګېدنه - د مغز د نسجونو شینوالی - د سر کوپړۍ کې پړسوب ...
د وینې د حجرو بې نظمي

د وینې د حجرو بې نظمي

طب
 وینې د حجرو بې نظمي روغتیایي حالتونه دي او د وینې په سرو او سپینو حجرو کې او یا تر دې هم وړو حجرو کې کومو ته چې قاب یا تخته حجره (Platelet) نوم اخلي ستونزې پیدا کوي - وړې قاب یا تخته حجرې وینه کې د وینې د ټینګېدو یا لخته کېدو لپاره دوران کې وي. د وینې د حجرو درېواړه ډولونه د هډوکي په مغز (bone marrow) کې جوړیږي. سرې حجرې د ټرانسپورټ دنده لري او د بدن ټولو غړو ته اکسیجن او خواړه رسوي، سپینې حجرې مکروب او عفونیت له منځه وړي او وړې قاب حجرې د وینې ټینګېدو کې مرسته کوي. د وینې بې نظمي د یادو حجرو د جوړښت او فعالیت په توازن کې ستونزه رامنځته کوي. د وینې د بې نظمۍ علایم د بې نظمي په هر ډول کې یې علایم توپیر لري. دوینې د سرو حجرو په ټولو بې نظمیو کې عام علایم لاندې یاد شوي : - ستړیا - سا لنډي - په مغز کې د اکسیجن لرونکې وینې د نشتوالي له امله په تمرکز کې ستونزه - د عضلاتو کمزورتیا - د ...
د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص لپاره کومې ازموینې کیږي ؟

طب
د کولمې د پړسوب ناروغي هغو روغتیایي حالتونو ته وایي کوم چې په کولمه کې اوږمهاله پړسوب پیدا کوي. دوه ډولونه لري : - د (Ulcerative colitis UC) ډول یې غټه کولمه باندې اغیز کوي - د (Crohn’s disease) حالت د هاضمې کانال کې، په هره برخه کې پړسوب پیدا کولای شي د کولمې د پړسوب د ناروغي علایم د نورو ناروغیو علایمو ته ورته والی لري او له همدې امله یې تشخیص ستونزمنه چاره ده. علایم یې ګېډه کې درد، نس ناستی، ستړیا، وزن له لاسه ورکول او په غایطه موادو کې وینه لرل دي. ډاکټر په پیل کې ازموینې کوي تر څو د کولمې د پړسوب ناروغي تشخیص کړي خو کله چې تشخیص شي بیا یې د ډول مالومولو هڅه کوي. سم تشخیص یې د علایمو د ارامولو او مدیریت لپاره لمړی بریالی ګام دی. د کرون د ناروغي تشخیص او درملنه ډاکټر مو په لمړي ګام کې د پوښتنو له لارې د روغتیا د مخینې په اړه پوښتنې کوي، له هغې وروسته ممکن فزیکي ازموینه وکړي او له...
مور زادي نیمګړتیاوې

مور زادي نیمګړتیاوې

طب
کله چې ماشوم په زېلانځ کې وده کوي د ودې پرمهال په ماشوم کې رامنځته شوو روغتیایي نیمګړتیاو ته مورزادي نیمګړتیاوې وایي. مورزادي نیمګړتیاوې ممکن د پام وړ جدي او یا غیرې جدي وي. مورزادي نیمګړتیا په فزیکي جوړښت، د یوه غړي په فعالیت، په فزیکي او زهني ودې اغیز کوي. کله چې مور اومیدواره شي نو زیات شمېر نیمګړتیاوې د اومیدوارۍ تر درې میاشتو تشخیص کېدای شي، تر دې وخته پورې د ماشوم د بدن غړي د شکل اخیستو په حال کې وي. ځینې مورزادي نیمګړتیاوې بې زیانه وي خو ځینې یې اوږدمهاله درملنې او روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او ځینې وخت د ماشوم د مړینې لامل کیږي. څه د مور زادي نیمګړتیاو لامل کیږي ؟ لمړی لامل یې جنتیک دی، د ژوند طریقه او چلند، درېم ځینې درمل کارول او کیمیاوي توکو ته څرګندتیا ده، شپږم د اومیدوارۍ پر مهال عفونیت او اووم د یادو شوو فکتورونو ترکیب دی. د ځینې مورزادي نیمګړتیاو لاملونه په دقیقه توګه ن...
د کرون ناروغي علایم

د کرون ناروغي علایم

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي د بل حالت (یو سي) په پرتله د کرون د ناروغي تشخیص ستونزمن وي، لامل یې دا دی چې د کرون ناروغي د هاضمې د کانال په یوه برخه کې نه وي بلکې له خولې تر مقعد پورې هره برخه کې امکان لرلای شي، همداسې د هاضمې د کانال هره برخه کې یې علایم توپیر لري. عام علایم یې نس ناستی، وزن کمېدل، د ګېډې نیول کېدنه، بې انرژي کېدل دي. ګېډه کې له خوراک پس معولا یو ساعت پس درد پیل کیږي، درد تر ډېره پورې د ګېډې ښي اړخ او لاندې برخه کې وي، د ګېډې کمه اندازه پړسېدنه او ګوړګوګوړهاری هم پکې عام وي او ممکن له خوړو سره یې پړسوب او ګېډه کې غږ تړاو ولري. که چېرې پړسوب یوازې د ګېډې یوه برخه کې وي، درد ولري، تبه ورسره وي یا پوستکي کې سوروالی ورسره پیدا شي نو دا د عفونیت او ټپ له امله د کولمې د بندېدو ښودونکی حالت دی او اړینه ده چې سملاسي روغتون ته ولاړ شئ. تر ۴۳ % پورې ناروغانو کې امکان لري چې له مقعد سر...
د کرون په ناروغي ځان پوه کول

د کرون په ناروغي ځان پوه کول

طب
د کرون ناروغي د هاضمې په کانال اغیز کوي او ناروغ کې نس او په غایطه موادو کې د وینې په څېر علایم پیدا کوي. په خوړو کې بدلون او ځینې درمل کولای شي علایم یې کنټرول کړي، خو ځینې کسان بیا جراحي ته اړتیا لري. له تېرو ۳۰ کالو تر اوسه پورې هڅه کیږي چې د درملنې اغیزمنه طریقه یې پیدا شي خو تر اوسه یې درملنه نشته او درمل یې یوازې علایم ارامولی شي. څېړونکي په دې اند دي چې پرې د پوهېدو لپاره او د اغیزمنې درملنې لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده. د کرون ناروغي له خولې نیولې تر مقعد پورې د هاضمې په کانال کې په هره برخه اغیز کولای شي، د هاضمې د کانال یوه برخه اغیزمنه کولای شي او لوی واټن پرېښودی او بیا بلې برخې باندې اغیز کولای شي. د علایمو کچه یې له نرمو نیولې تر دومره ځواکمنو پورې امکان لري چې ناروغ کمزوری او له لاس پښو وغورزوي. علایم یې کولای شي د ژوند ګواښونکي شي. علایم یې په تدریجي توګه وده کوي او د وخت ...
د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟

د غټې کولمې پړسوب او ټپ څه دی ؟

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی. علایم یې له ځواکمنو نیولې تر نرمو علایمو پورې امکان لري. په ځینو حالتونو کې شته وي خو علایم یې دومره کمزوري وي چې ناروغ یې شتون نشتي تجربه کولای. د درملنې موخه یې د علایمو کمول او مدیریت وي. څېړونکي ګمان کوي چې لامل یې بې کچې زیات فعال ایمني سیستم دی خو تر اوسه یې روښانه لامل نه دی مالوم. تر ۱۴ % کسانو کې ارثي وي. د هر رنګ خلکو کې پیدا کېدلای شي خو تر ټولو زیات په سپین پوستو کې عام دی. چاپېریالي فکتورونه، باکتریا، ویروسونه، خواړه او نور انټي جېن د ایمني سیستم غبرګون راپارولی شي. کوم درمل چې د خولې له لارې د اومیدوارۍ د مخنیوي لپاره خوړل کیږي هم په غټه کولمه کې پړسوب پیدا کولای شي. تشخیص یې د وینې په ازموینه، د غایطه موادو په ازموینه، سي ټي سکېن، اېنډوسکوپي، بیوپسي، د انعطاف وړ سېګمواېډوسکوپي او کولونوسکوپي کیږي. که چېرې مو ګېډه کې بې کچې درد وي، کولم...
د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

د کولمې د پړسوب ناروغي او له ځان سره د مرستې لارې چارې

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي د علایمو بېرته را ګرځېدلو کې ممکن د سټرس مدیریت او د کار پرېښودل یا رخصت کول له تاسې سره مرسته وکړي خو که علایم یې ځواکمن وي نو درملنې ته اړتیا لري. که چېرې تاسې د کولمې د پړسوب ناروغي لرئ نو اړینه ده چې داسې څوک هم ولرئ کوم چې د علایمو د بېرته را ګرځېدو پر مهال تاسې سره مرسته کولای شي، همداسې په خپله هم د ځان خیال وساتئ. لاندې اووه داسې لارې چارې یادې شوي کومې چې له تاسې سره د علایمو په مدیریت کې مرسته کوي. ۱ - له هغو کسانو سره یې په اړه خبرې وکړئ په کومو چې تاسې باور لرئ : د باور وړ نږدې کس سره خبرې یوازې په تاسې کې د علایمو فشار نه کموي بلکې نږدې کس کې ستاسې د روغتیا په اړه پوهاوی هم رامنځته کوي او که چېرې ناڅاپه تاسې د علایمو بېرته راګرځېدل تجربه کړئ نو یاد کس تاسې ته په مناسبه طریقه د مرستې وړاندیز کولای شي او په مناسبه طریقه مو مرسته کولای شي. که چېرې تاسې د...
د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

د کولمې د پړسوب د ناروغي دوه ډولونه او خپله کې یې توپیر

طب
په انګرېزۍ کې د کولمې د پړسوب ناروغي ته (inflammatory bowel disease) نوم اخلي او هریو ډول ته یې (Crohn’s disease) او (ulcerative colitis) نومونه اخلي. په دواړو ډولونو کې د بدن ایمني سیستم غېرې نورمال غبرګون ښي او ځینې علایم یې یو بل ته ورته دي خو یو بل سره لوی توپیر هم لري لکه د هاضمې په کانال کې د پړسوب موقیعت او درملنې ته غبرګون. د دواړو په توپیر پوهېدل یې ناروغ سره مرسته کوي چې خپل علایم په سمه توګه ډاکټر ته ووایي او تشخیص یې ممکن کړي. لاندې جدول کې یې ورته والی او توپیر په ګوته شوی د کرون علایم د یو سي علایم ګډ علایم د کرون درملنه د یو سي درملنه د مفصلونو درد ناڅاپه رفع حاجت ته اړتیا پیدا کېدل وزن کمېدل سټېرویډونه (موقتي) بیولوجیکي درملنه انتي بیوتیک (که چېرې د عفونیت یا فیستولاس له امله ریم جمع شوی وي) سټېرویډونه (موقتي) بیولوجیکي درملنه انتي بیوتیک (که چېرې ...
د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل

د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل

طب
د کولمې د پړسوب لپاره بیولوجیکي درمل ډېر اغیزمن دي خو قیمت یې ډېر لوړ دی. په اوس وخت کې بیولوجیکي درملو ته ورته درمل جوړ شوي، په انګرېزۍ کې ورته د (Biosimilars) نوم اخلي او قیمت یې هم تر بیولوجیکي درملو ډېر کم دی. دا چې قیمت یې کم دی نو اغیز یې هم کم دی او که نه ؟ د دې سوال د ځواب لپاره لیکنه تر پایه ولولئ. بیولوجیکي درملو ته ورته درمل څه دي ؟ بیولوجیکي درملو ته ورته درمل داسې تولید شوي درمل دي کوم چې تقریبا د بیولوجیکي درملو په څېر دي. اړینې برخې یې یو بل ته ورته دي لکه فعال اجزاء، بدن کې د کار کولو طریقه او د ډوز کېدو طریقه. فارمسي یې له دې پرته د سرطان او سوریاټېک ارترایټېس د درملنې لپاره هم تولیدوي. کله چې یو شرکت د څېړنو له مخې یو درمل جوړ کړي نو جوړولو سره یې له حکومت د تولید جواز هم اخلي او یاد جواز یې له نورو د تولید حق اخلي. د تولید حق یې تر ۲۰ کالو پورې محفوظ وي او له شلو کل...
د (Inflammatory Bowel Disease IBD) او (Irritable Bowel Syndrome IBS) ترمنځ توپیر څه دی ؟

د (Inflammatory Bowel Disease IBD) او (Irritable Bowel Syndrome IBS) ترمنځ توپیر څه دی ؟

طب
دواړه په ګېډه کې پیدا کېدونکي رو غتیایي حالتونه دي. ځینې علایم یې سره یو دي خو خپله کې لوی توپیر هم لري. دا هم امکان لري چې که چېرې یو کس کې له یادو روغتیایي حالتونو یو پیدا شي نو ممکن د بل علایم تجربه کړي. یو کس کې په یوه وخت کې هم دواړه حالتونه پیدا کېدلای شي. دواړه اوږمهاله روغتیايي حالتونه دي. دواړه حالتونه په هر انسان کې، هر عمر کې پیدا کېدای شي. لاندې هر یو ته کتنه وکړئ . Irritable bowel syndrome (IBS) د هاضمې کانال کې د فعالیت د بې نظمي له امله رامنځته کېدونکی حالت دی. د ګېډې درد او د رفع حاجت عادت کې بدلون ورسره مل وي. که چېرې پرې د اخته کس طبي ازموینې وشي نو ازموینه کې روغتیا لرونکی ښکاري. فزیکي علایم یې د خوړو نه زغم ( لکه د فروکټوز، لکټوز، سوکروز او ګلوټېن)، د باکتریا د کچې زیاتېدنه او سټرس دی. یاد حالت ممکن له قبضیت سره وي، ممکن له نس ناستي یا اسهال سره وي او یا ممکن ناروغ د...
د کولمې د پړسوب ناروغي د ایمني سیستم بې نظمي ده ؟

د کولمې د پړسوب ناروغي د ایمني سیستم بې نظمي ده ؟

طب
د کولمې د پړسوب ناروغي کې دوه روغتیايي حالتونه موجود وي او دواړه د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي یو یې د کرون ناروغي ( Crohn’s disease) او بله السېرېټیو کولایټېس (ulcerative colitis) دی. د کرون ناروغي په لمړي ځل ډاکټر بورېل کرون (Burrill Bernard Crohn) په کال ۱۹۳۲ کې تشرېح کړې او له همدې یې د کرون نوم ورکړی دی. په (ulcerative colitis) کې د (ulcerative) کلیمې مانا "د ټپ او یا د ټپ اړوند، له ټپ اغیزمن شوی" ده او د (colitis) مانا د کولمې استر کې پړسوب ته وایي. په ۲۰۱۵ کال کې، په متحده ایالتونو کې، په هرو سلو کسانو کې ۱۳ کسانو د کولمې د پړسوب ناروغي لرله کوم چې تقریبا درې میلیونه کسان کیږي. څېړنو تر اوسه دا نه ده موندلې چې څه د کولمې د پړسوب ناروغي پیدا کوي خو څېړونکي په دې پوهېدلي چې د ایمني سیستم نامناسب غبرګون دی کوم چې د هاضمې کانال کې پړسوب پیدا کوي. اوس پوښتنه داده چې د کولمې د پړسوب نا...
د کولمې د پړسوب ناروغي او د انتي بیوتیک کارونه

د کولمې د پړسوب ناروغي او د انتي بیوتیک کارونه

طب
څېړنو موندلې چې د دوامداره انتي بیوتیک کارول د کولمې د پړسوب ناروغي لکه د کرون ناروغي او د ټپ کولایټېس پیدا کېدو خطر زیاتوي، له انتي بیوتیک کارونې وروسته تر یو یا دوه کالو پورې خطر موجود وي. په هر عمر کې امکان لري خو که چېرې عمر له ۴۰ کالو زیات وي او دوامداره انتي بیوتیک وکاروي نو تر نورو د کولمې د پړسوب د ناروغي له خطر سره زیات مخ وي. یوازې د انتي بیوتیک یو ډول "نایټروفیورانټواېن" د کولمې د پړسوب ناروغي نه پیدا کوي، یاد انتي بیوتیک د ادرارو په کانال کې د عفونیت لپاره نسخه کیږي. څېړونکي په دې اند چې د ګېډې مایکروبایوم د کولمې د پړسوب په ناروغي کې حیاتي رول لري او ډېری انتي بیوتیک یې کمولی شي. انتي بیوتیک د هر عفونیت لپاره اغیزمن دي خو په ورته وخت کې په لنډمهاله او اوږد مهاله توګه جانبي عوارض هم لري. کله باید انتي بیوتیک وکارول شي ؟ سره له دې چې انتي بیوتیک جانبي عوارض لري خو د ځینې روغتی...
د کولمې د پړسوب ناروغي او داپل لاسي ساعت او د اکسیجن خونې

د کولمې د پړسوب ناروغي او داپل لاسي ساعت او د اکسیجن خونې

طب
د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره په نویو طریقو غور کیږي تر څو د ټپ کولایټېس او د کرون ناروغي په څېر حالتونه په پیل کې تشخیص او درملنه یې وشي، د تشخیص او درملنې لپاره یې د اغوستو وړ توکي لکه اپل زیرک ساعت او د اکسیجن خونې وړاندیز شوي. د روغتیا مسلکي کار کوونکي د یادو هڅو په اړه خوشبینه دي او ګمان کوي چې که چېرې د ۲۰۲۴ کال پورې د څېړنو پایلې خپرې شي نو د میلیونونو کسانو ژوند کې ښه والی رامنځته کولای شي او په دې اند دي چې راتلونکې لسیزه کې به یې درملنه د اوس په څېر نه وي. د کولمې د پړسوب د ناروغي مدیریت کې د اغوستو وړ توکو کې یو اپل زیرک ساعت هم دی. اوسمهال یې تشخیص د غایطه موادو په ازموینه، د وینې په ازموینه، په انځوریزې ازموینه او اېنډوسکوپي کیږي. د اغوستو وړ توکو کې بیا امکان لري چې د فزیولوجیکي مېټرېکس ازموینه دوامداره وي او ورسره د زړه د نرخ تغیر ته هم کتنه ورسره وشي. ...
د بي پولر بې نظمي څه ده ؟

د بي پولر بې نظمي څه ده ؟

طب
د بي پولر بې نظمي د زهني روغتیا یو حالت دی، علایم یې په مزاج کې لوی بدلون دی کوم چې له لیونتوب نیولې تر ډېپرېشن پورې امکان لري. مدیریت یې ننګونکې چاره ده خو د علایمو د کنټرول لپاره یې اغیزمنې لارې چارې شته. د بي پولر بې نظمي کوم کم پېښېدونکی روغتیایي حالت نه دی بلکې یوازې متحده ایالتونو کې تر ۵ میلیونه زیات کسان پرې اخته دي. د مانېک ډېپرېشن او بي پولر ناروغي نوم هم ورته اخلي. دوه بنسټیز علایم لري : ۱ - بې کچې زیاته علاقه، بې کچې زیاته خوښي، د هر څه په اړه ناسم باورونه او قضاوتونه، بې کچې زیات فعالیت (مانیا) ۲ - له هر څه سره بې علاقې کېدل او بې فعالیته کېدل (ډېپرېشن) یاد علایم یې ممکن له څو ورځو نیولې تر څو اونیو دوام وکړي. د بي پولر ډولونه : بي پولر درې ډولونه لري، بي پولر ۱، بي پولر ۲ او سایکلوتایمیا. بي پولر ۱ : ناروغ پکې لږ نه لږ یو ځل مانیا تجربه کوي. مانېک اېپیزوډ یې ممکن جدي وي...
په ملا کې ولې درد پیدا کیږي ؟

په ملا کې ولې درد پیدا کیږي ؟

طب
د ملا په لاندې برخه کې درد د کومې ځانګړې ناروغۍ له امله نه وي بلکې د مختلف ډوله روغتیایي ستونزو نښه وي. دا روغتیایي ستونزې د ملا په لاندې برخه کې په یوې یا څو برخو اغیز کوي لکه لېګامنټ او عضلو، ډېسک، د مهرو ترمنځ ډېسک، اعصاب او یا د شمزي مهرې. په ملا کې درد ځینې وخت ورسره د نږدې غړو له امله هم وي د بېلګې په توګه په پښتورګو کې د ستونزې له امله. د ملا د درد درملنه ډېری کسان ممکن اوږدې درملنې ته اړتیا ونلري او یوازې د درد درملو باندې ښه کیږي. که چېرې درد بې کچې زیات وي ممکن اوږدې او قوي درملنې ته د ډاکټر د نظر لاندې اړتیا ولري. د ملا د درد لپاره تر ډېره ای بروفېن (مورټېن، اډوېل) او ناپروکسېن (الېو) نسخه کیږي یاد درمل د پړسوب ضد ځانګړنې هم لري. د ملا د درد لپاره انالجېزیک لکه اسېټامینوفېن (ټیلېنول) هم کارېدلی شي خو د درملو دا کټګوري بیا د پړسوب ضد ځانګړنې نه لري. که چېرې پښتورګو کې ستونزه لر...
ایمني سیستم کې بې نظمي څه ته وایي ؟

ایمني سیستم کې بې نظمي څه ته وایي ؟

طب
د ایمي سیستم د بې نظمي لپاره درملنه نشته خو په درملو یې د علایمو کنټرول امکان لري. د دایمي درملنې لپاره یې څېړنې روانې دي او ممکن راتلونکې کې درملنه ولري. په دې ډول بې نظمي کې ستاسې ایمني سیستم په تېروتنه روغتیا لرونکې حجرې له منځه وړي لکه د کرون ناروغي، د تایرویډ اړوند روغتیایي حالتونه او روماټویډ ارتریتیس. ستاسې ایمني سیستم ستاسې د بدن له ناروغیو او عفونیت ساتنه کوي. کله چې دا ناروغۍ پیدا کوونکي یا پاتوجېنس احساس کړي نو ځانګړې حجرې تولیدوي تر څو بهرنۍ حجرې په نښه کړي. معمولا ستاسې ایمني سیستم ستاسې د حجرو او د بهرنیو حجرو ترمنځ توپیر کولای شي خو که چېرې تاسې د ایمني سیستم بې نظمي ولرئ نو ایمني سیستم مو د بدن حجرو ته د بهرنیو حجرو پام کوي او د اوټو انټي باډیز په نامه پروتین پرېږدي کوم چې ستاسې په روغتیا لرونکو حجرو برید کوي. د ایمني سیستم ځینې بې نظمۍ یوازې د بدن په یوه غړي برید کو...
څه د سا بندي لامل کیږي ؟

څه د سا بندي لامل کیږي ؟

طب
د تنفسي سیستم په استر کې پړسوب او بلغم سا بندي رامنځته کوي، په تنفسي سیستم کې د غژهاري او شپېلک ته ورته غږ او نورو علایمو لامل کیږي. سا بندي سږو ته د تنفسي جهاز لارو کې پړسوب دی، سا اخیستنه کې انسان ته ستونزه پیدا کوي او ځینې وخت فزیکي فعالیت ستونزمن کوي یا یې نا ممکنه کوي. یوازې په متحده ایالتونو کې تر ۲۵ میلیونه زیات کسان سا بندي لري او تر ډېره کوچنیان پرې اخته دي. د انسان په سږو کې واړه سوریان دي کوم چې هوا د وینې جریان ته داخلوي، کله چې د سږو استر پړسوب وکړي د همدې سوریانو خوله ورسره تنګیږي او د بلغم له تولید سره یاد سوریان بنديږي او د وینې جریان ته د اکسیجن داخلېدنه ورسره کمیږي، د سینې د نیول کېدو او ټوخي لامل کیږي. د سا بندي علایم تر ټولو عام یې په سینه کې شپېلک ته ورته غږ او غژهاری دی او نور ممکن علایم یې لاندې وګورئ : - ټوخېدنه په ځانګړې توګه د شپې لخوا یا د فزیکي فعالیت پر مها...
Endometrial cancer – د رحم د استر سرطان

Endometrial cancer – د رحم د استر سرطان

طب
د رحم په استر کې راڅرګندیږي. لامل یې د حجرو غیرې نورمال وده ده او د دې وړتیا لري چې د بدن نوروو برخو ته خپرې شي. تر ټولو لمړۍ نښه د وینې داسې بهېدنه ده کومه چې له میاشتینۍ ناروغي سره کوم تړاو نه لري، نور علایم یې د جنسي اړیکې پر وخت درد، د ادرارو کولو پر وخت درد او خاصره لګن کې درد وي. د رحم په استر کې سرطان ډېری وخت د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو پس رامنځته کېدای شي. تقریبا ۴۰ % کسانو کې د څوربوالي او یا زیات وزن له امله پیدا کیږي. له دې پرته بې کچې اېسټروجېن هورمون ته څرګندېدل، د وینې لوړ فشار او شکر ناروغي هم د رحم په استر کې د سرطان لامل کیږي. که چېرې یوه ښځه یوازې د اېسټروجېن هورمون وکاروي نو د سرطان خطر یې زیاتیږي خو که چېرې د دواړو اېسټروجېن او پروجېسټوجېن ترکیب وکاروي نو د سرطان خطر یې کمیږي. تر ۵% پورې کسانو کې یې لامل له مور او پلار څخه په ارث ترلاسه کړي جېنونه وي. د رحم په استر...
ولې ښځه د جنسي اړیکې پر مهال درد احساس کوي ؟

ولې ښځه د جنسي اړیکې پر مهال درد احساس کوي ؟

طب
له جنسي اړیکې وروسته یا د جنسي اړیکې پر مهال درد احساس کول زیات لاملونه لري لکه : - ناروغۍ - عفونیت - فزیکي ستونزه - اروایي ستونزه که چېرې د جنسي اړیکې پر مهال یا هم له جنسي اړیکې وروسته درد احساس کړئ نو بدن مو تاسې ته وایي چې داخل کې ستونزه شته کومه چې تاسې باید له پامه ونه غورځوئ. د تشخیص لپاره یې سملاسي د طب (genitourinary medicine) سره اړیکه ونیسئ. ښځې ممکن د خپلې ستونزې ویلو په اړه د شرم احساس وکړي خو ډاکټر له دې ډول مسایلو سره عادي شوی وي نو تاسې هم ډاډه اوسئ ځکه چې هر انسان هر ډول روغتیایي ستونزه لرلای شي. په ښځو کې د جنسي اړیکې پر مهال درد ممکن رحم کې وي او یا هم د خاصره لګن داخل کې وي. په رحم کې د درد لاملونه : - عفونیت : مرخېړی، له جنسي اړیکې انتقال شوې ناروغي، د نر لخوا په مقعد کې د جنسي الې کارول او وروسته بیا په رحم کې داخلول او له دې لارې د مکروب یا باکتریا انتقال، کل...